اتلس کاله وروسته د يو کس له خيټې د عملیات قيچي را و ويستل شوه
تاریخ: January 3rd, 2017, 6:43 pm

افغان ځواک:تر دې مخکې شونې ده ډيرو ته دا خبره يوازې يوه ټوکه ښکاريده خو اوس اوس په ويتنام کې د يو کس له ګيډې اتلس کاله مخکې د نوموړي د عملیات jjjپر مهال پکې پاتې شوې قيچي راویستل شوې.

ياد کس چې ماوان نهات نوميږي په ۱۹۹۸ کال کې يي ټکر کړی وو چې له عملیاتو پرته يي ژغورل ناشوني وو.

ډاکترانو هم نوموړی عملیات کړ او تر ښه کيدو وروسته کور ته ستون شو خو اتلس کاله وروسته يي په ګيډه کې سخت درد احساس کړی وو او بیا يي ډاکټر ته مراجعه کړې وه.

نوموړي چې کله ډاکټر ته مراجعه کړې وه په طبي څيړنو کې يي موندل شوې وه چې  د غټې کولمې سره نيږدې يي اتلس سانتي قيچي ډوله څه شتون لري.

دوه ورځې مخکې د تایي ټګوين په نوم روغتون کې دنوموړي عملیات شوي او ياده قيچي چې زنګونو يي بیخي رنګ ور بدل کړی وو د ياد کس له خيټې را ويستل jjjjjشوې.

د سيمې پولیس وايي چې دوی د اتلس کاله مخکيني ډاکټر د موندنې په اړه پلټنې پيل کړي دي خو لا نه دي بريالي شوي چې ياد داکټر ومومي.

روغتيايي مسولینو ويلي دي چې اوس د ياد ناروغ روغتيايي وضعيت ښه دی.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©