احمدشاه سادات د مخابراتو وزارت سرپرست وټاکل شو
تاریخ: January 2nd, 2017, 6:58 pm

sadaatافغان ځواک: وروسته تر دې چې د مخابراتو د شته وزیر دنده وځنډول شوه احمدشاه سادات ددې وزارت سرپرست وټاکل شو.

نوموړی اوس مهال ددې وزارت مرستيال دی.

ياده دې وي چې ښاغلي سادات په انګلستان کې زده کړې او له وتلي پوهنتون آکسفورډ څخه يي دوه ماسټريانې اخیستې دي.

نوموړي نولس کاله د مخابراتو په بیلابیلو برخو کې په ملي او نړۍ واله کچه کار کړی دی.

نوموړی مخکې تر دې چې ددې وزارت مرستيال شي په انګلستان کې د مخابراتي کمپنيو د شبکې د پلان او ډيزان مسول وو.

هیره دې نه وي چې ارګ تر دې دمه د عبدالرزاق وحيدي د دندې د ځنډيدو لامل نه دی روښانه کړی.
د ارګ د وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي هم تاييد کړې وه چې د وحيدي دنده ځنډول شوې.

افغان ځواک ـ کابل


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©