اروپايي ښځې ږيرور سړي خوښوي
تاریخ: October 6th, 2016, 6:19 pm

افغان ځواک: اوس اوس په اسټراليا کې يو پوهنتون په نوې څيړنه کې ويلي دي چې اروپايي ميرمنې تر ډيره ږيرور سړي خوښوي%d9%85%d8%af%d9%84-%d8%b1%db%8c%d8%b4-%d9%88-%d8%b3%d8%a8%db%8c%d9%84-%d9%85%d8%b1%d8%af%d8%a7%d9%86%d9%87-%d8%ac%d8%af%db%8c%d8%af-3.

د اسټراليا د کويينر لينډ پوهنتون څيړونکو ويلي دي چې ښځو ته ږیرور سړی جالب ښکاري او تر ډيره يي دا خوښيږي چې د ږیرور سړي خولو له لرې ښکاري.

ډيرو میرمنو ويلي دي هغه چې ږيره لري په دوی کې د نارینه توب خويونه وي او تر بې ږيرو متفاوت وي.

دې ميرمنو ويلي دي ډيری چې ږیرې خريي دوی ته داسې ښکاري لکه ښځې.

ددې څيړنې مسول ډاکتر برنابي ډکسن ويلي دي:« ښځې چې ژر مينيږي او په اروپا کې مينه هم ډيره مهمه ده نو ښځو ته ږيرور سړي وفادار او سم خلک ښکاري نو ځکه زړونه پرې بايلي.»

ډيرو ښځو دا هم ويلي دي چې دوی غواړي له ږيرور سړي سره تر ډيره اړيکې ولري.

دې پوهنتون په يو عجيب نوښت کې درې ډوله انځورونه  چې لويه ږيره، لږ ږیره او بيخي ږیره پکې نه وه اته زرو ښځو ته وښودل او په دوی کې شل سلنه میرمنو ږيرور سړي خوښ کړل او ډيرو کمو بې ږيري سړي خوښ کړي وو.

خو دوی په څيړنه کې يوه بله خبره هم کړې او هغه دا چې وايي ډيرو ښځو هغه نارینه خوښ کړي دي چې لږ ږيره لري.

څيړونکي وايي:« ږیره که يو لوري ته د نارینه توب ستر ثبوت دی بل لوري ته ږیرور سړي تر هغو چې ږیرې نلري زړور هم وي.»

دا په داسې حال کې ده چې اوس اوس په اروپا کې ږيرې ډيرې شوي دي.

بلخوا د اسلام د مبین دين پر بنسټ هم ږيره لرل موکد سنت بلل شوي دي او اسلام هم د ږیرې په لرلو ټينګار کوي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©