ارګ د مخابراتو د وزیر دنده وځنډوله
تاریخ: January 2nd, 2017, 6:25 pm

argافغان ځواک: د مخابراتو د وزیر عبدالرزاق وحيدي دنده د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري ځنډول شوې ده.

ياد وزیر چې څه موده مخکې د بې کفايتۍ له امله د ولسي جرګې له لوري هم سلب صلاحیت شوی وو اوس اوس ارګ هم د نوموړي دنده ځنډولې ده.

د ولسمشر د وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي هم په خپله فيسبوک پاڼه کې تاييد کړې چې د وحيدي دنده ځنډول شوې.

نوموړي لیکلي دي چې د پلاوي تر څيړنو پورې نور د مخابراتو شته وزیر دندې ته دوام نشي ورکولای.

تر دې دمه په دې اړه نور جزييات نه دي رسنيز شوي.

د مخابراتو وزارت مسولینو هم تر دې دمه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©