افغان بايسکل سپرو بان کي مون د سولې پيغام ورساوو
تاریخ: May 21st, 2016, 5:35 pm

SPORT-AFGHAN_21_05_2016افغان ځواک: افغان بايسکل سپرو چې زوی او پلار دي د سولې پيغام يي د ملګرو ملتونو تر مقر پورې ورساوو.

دا زوی او پلار چې ټوله نړۍ په بايسکل را غوښتل غواړي د جمعې په ورځ د امريکې نيويارک ښار ته ورسيدل او هلته يي د ملګرو ملتونو له سرمنشي بان کې مون سره وکتل.

نادرشاه او زوی يي فيروز شاه چې دوه اونۍ مخکې واشنګټن ته رسيدلی وو له همدې ښاره نيويارک ته روان شوي و چې پرون ور ورسيدل.

دوی له بان کې مون څخه غوښتنه کړې چې افغانان د سولې تږي دي او  ملګري ملتونه دې د افغانانو ددې هيلې په پوره کيدو کې مرسته وکړي.

زوی او پلار د سفر پيل د ۲۰۱۵ کال د جولای په مياشت کې له افغانستان څخه پيل کړ او تر اوسه يي اوو زره کيلومتره سفر کړی دی.

فيروزشاه وايي چې له پلار سره به لومړی لاس انجلس ته ولاړ شي او له هغه ځايه به په الوتکه کې استرالیا ته ولاړ شي.

دوی د امنيتي ستونزو له امله له افغانستان څخه ترکيي ته په الوتکه کې تلی دي او بیا له هغه ځايه بلغاریا،هنگري، چک ، سویدن، ناروې، آلمان، فرانسې  او انگلستان ته په بایسکل تلي دي او باالاخره امريکې ته رسيدلي دي.

ويل کيږي زوی او پلار يوه مياشت په امريکې کې تیره کړې او هلته يي د امريکې د سنا له غړو او سولې موسسې له غړو سره هم کتلي او د افغانستان د سولې پيغام يي تر دوی پورې رسولی دی.

افغان ځو اک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©