الظواهري: بغدادي يو دروغجن سړی دی
تاریخ: January 6th, 2017, 4:01 pm

ayman alzawahiriافغان ځواک: د القاعدې ډلې مشر ايمن الظواهري اوس اوس په يو پيغام کې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي دروغجن بللی دی.

الظواهري په خپل دې پيغام چې په رسنیو کې خپور شوی دی چې د داعش مبارزه داسې ښيي چې دوی دروغجن دي.

نوموړی وايي:« مبارزه دا نه ده چې اسلامي هیوادونه په وينو کې ولمبوه بلکه د هرې مبارزې تر شاه باید هدف د امريکې په نښه کول او ځپل وي.»

نوموړی وايي چې په اسلامي هیوادونو کې د داعش زياتی ددې ښودنه کوي چې دا ډله دروغجنه ده.

نوموړي په دې پيغام کې دا هم ويلي دي چې دوی له هيڅ چا نه ډاريږي او باید د بغدادي مخنیوی وشي.

نوموړي پر مسلمانانو غږ کړی دی چې د داعش د کړنو مخه دې ونيسي.

الظواهري وايي چې ده داعش ته ډير لیکونه ليږلي چې نور دې د مسلمانانو په مذهبي ځايونو کې چاودنې نه کوي خو دوی يي نه مني.

ياد ه دې وي چې داعش اوالقاعدې دوه هغه ترهګرې ډلې دي چې د دوی له امله نيږدې نيمی اسلامي نړۍ د اور په لمبو کې سوځيږي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©