امريکايي سرتيري بیا فراه ته ستانه شوي څو ترهګر وځپي
تاریخ: January 6th, 2017, 3:57 pm

farahافغان ځواک: په فراه کې ويل کيږی چې روانه نښته د ایران او پاکستان له لوري پر مخ وړل کيږي.

که څه هم تر دې دمه په فراه کې افغان سرتيري بريالي شوي دي چې ترهګر وځپي ولې اوس اوس امريکايي سرتيري هم دې ولايت ته تلي دی.

د فراه د والي مرستيال محمد يونس رسولي وايي چې امريکايان تر څلور کلن نشتون وروسته اوس اوس بیا فراه ته راغلي دي.

نوموړی وايي چې راغلي امريکايان په سپکو او درنو وسلو سمبال دي او هوايي ملاتړ هم ورسره دی.

پوځي شنونکي هم د امريکې ددې کار ستاينه کوي او وايي چې د امريکې پوځي شتون به پر افغان سرتیرو د بهرنیو استخباراتو د نيابتي  جګړې بار سپک کړي.

پوځي شنونکي ټينګار کوي چې امریکا باید په هوايي برخه کې د دښمن ځپلو ته زور ورکړي.

ياده دې وي چې تر دې مخکې د فراه والي ويلي وو چې په دې ولايت کې نښته پاکستان او ایران رهبري کوي.

ويل کيږي په فراه کې د سرې قطعې په نوم د طالبانو په منځ کې د ای اس ای او سپاه پاسداران منصبداران هم د طالبانو ملاتړ کوي.

افغان ځواک ـ فراه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©