امريکا: پاکستان دې ځان نه غولوي پر وړاندې يي جدي يو
تاریخ: January 11th, 2017, 6:13 pm

search withe houseافغان ځواک: لومړی وار دی چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته چې په سیمه کې د ترهګرو  د مور حیثیت لري جدي خبرداری ورکړی دی.

د امريکې د بهرنیو چارو د عالي شورا  سلاکار ډانيال مارکي ويلي دي چې پاکستان دې د ټرامپ په خبرو نه خوشالیږي بلکه پر وړاندې يي ډير جدي يو.

نوموړي يادې خبرې د امريکې فارن پاليسي خپرونې ته کړي دي.

نوموړی وايي چې دا امريکې ته ثابته شوې چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ دی  او دې اړيکو ته اسلام آباد ارزښت ورکوي.

نوموړی وايي چې پاکستان په سیمه کې دا اړيکې د نيابتې جګړې په خاطر پالي.

نوموړی ليکي:« د پاکستان لاسونه د زرګونو افغانانو، هندوانو او ان امریکايانو په وينو سره دي نو اوس يي وخت دی چې پر ضد به يي جدي اقدام وشي.»

نوموړی وايي پاکستان د ترامپ ټليفوني اړیکو ته خوښ دی خو داسې نه ده بلکه دوی تیروتي دي او امریکا د پاکستان پر ضد جدي ده.

 نوموړی وايي چې دوی پلان لري پر پاکستان لومړی فشار راوړي او بیا يي له ترهګرو د ملاتړ په برخه کې لاس په سر کړي.

دا خبرې په داسې حال کې شوي دي چې پاکستان د نيابتې جګړې په لړ کې په افغانستان کې د افغانانو وژونکي طالبان اوس په روسيي پلورلي  دي.

افغان ځواک ـ کابل


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©