اکبر ستانکزي غوښتل د پور له امله يوه وکيله برمته کړي
تاریخ: January 4th, 2017, 6:08 pm

افغان ځواک: د ولسي جرګې په ډيرو وکيلانو تور دی چې کميشن کاري کوي او يا له شته پارلماني مصونيت څخه په ګټه اخیستو پروژې اخلي او په ډيرو ناقانونه haji-akbar_1_380کړنو کې لاس لري.

اوس اوس د ولسي جرګې يوې غړې نظيفې ذکې پر يو بل استازي اکبر ستانکزي تور پورې کړی دی چې د پور په بدل کې يي پرون غوښتل چې د نوموړي پر کور تر بريد وروسته ياده استازې برمته کړي.

نوموړې مني چې له ياد وکيل څخه شل زره ډالره پوروړې ده خو په خبره يي پر کور يي هیڅوک هم د بريد حق نلري.

خو اکبر ستانکزی بيا دا خبرې نه مني او وايي چې د نوموړی ماما پر يادې وکيلې شل زره ډالره پور لري.

د ستانکزي په خبره د میرمن ذکي زوی يي نه يوازې د ماما پور نه ورکوي بلکه نوموړی يي وهلی هم دی.

بلخوا د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې په دې اړه باید جدي پلټنې وشي.

ځينې استازي وايي چې ولسي جرګه د ولس کور دی او نه ښايي شخصي مسايل په دې جرګه کې مطرح شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ډيری غړي په کابل او اړوندو ولايتونو کې د ځمکو په غصب، زورګويي او نورو ناقانونه کړنو کې لاس لري.

خو تر دې دمه دا چې څنګه د يو وکیل ماما بلې وکيلې ته پور ورکړی دی او بیا يي وکيل د اخیستو هڅه کړې رسنیو ته نور جزييات په لاس کې نه دي ورکول شوي.


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©