بوش د سرتیرو په جنازه کې په نڅا شو
تاریخ: July 13th, 2016, 6:37 pm

افغان ځواک:  د امريکې د پخواني ولسمشر جورج بوش نڅا ټول خلک هک پک کړلBOSH.

په هغو مراسمو کې  د دالاس د وژل شویو پوليسو په اړه جوړ شوي  وو د بارک اوباما تر څنګ يي میرمن او پخوانی ولسمشر جورج بوش هم ورغلي وو.

د امريکې ولسمشر بارک اوباما ددې سرتيرو د وژل کيدو او څيړنو په اړه وينا وکړه.

تر وينا سمدستي وروسته د امريکې ملي سرود وغږيد او له دې سره سم جورج بوش په ګډا شو.

ويل کيږي په دې مراسمو کې د اوباما میرمنې ميشل اوباما په يو لاس خپل خاوند ټينګ کړ او په بل لاس يي په ټول زور سره کوښښ وکړ څو بوش له ګډا منع کړي خو ويي نشوای کړای.

تر دې دمه ددې ګډا په اړه د بوش دفتر څه نه دي ويلي خو په نړۍ والو رسنیو کې يي دې ګډا ډيرې خبرې له ځان سره لرلي دي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©