توبه او الله جل جلاله ته رجوع كول:مطيع الله عاصم
تاریخ: July 26th, 2016, 6:09 pm

علما‌ء وایی له هری ګناه نه توبه کول واجب دهislam_action1

که چیری ګناه د الله او بنده تر مینځ وی او د بل چا حق پوری اړوند نوی دری شرطونه لری

۱ –  ځان ساتل له ګناه نه

۲ –  په خپل کړی ګناه پیښمانه کیدل

۳ – قوی تصمیم نیول چی بیا به هغه ګناه نکوی

په دی دریو که یو شرط هم کم وی توبه نه صحیح کیږی

که چیری ګناه د بل چا حق پوری اړوند وی نو بیا څلور شرطونه لری چی دری یی پورتنی شرطونه دی او یو یی دا دی چی له هغه سړی نه بښنه وغواړی او کوم مال یا بل څه یی چی تری وړی وی هغه بیرته ورکړی ، او که هغه مال تری مصرف شوی وی نو تاوان یی دی ورکړی یا د بښنه تری وغواړی نو ان شاء الله چی الله به ورته بښنه وکړی .

د توبی په باره کی د قرآنکریم او رسول الله صلی الله علیه وسلم زیات احادیث راغلی چی بعضو ته یی اشاره کوو .

 قال الله تعالي: { وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعاً أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ} النور: ٣١  ژباړه : الله تعالی فرمایی : ای مومنانو تاسو ټول الله جل جلاله ته توبه وکړی ښایی کامیاب شی .

و قال تعالی: {وَأَنِ اسْتَغْفِرُواْ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ} هود: ٣

الله پاک فرمایی او دا چی که تاسی له خپل پروردګار څخه بښنه وغواړی او د هغه لوری ته راوګرځی ]

احادیث

وعَنْ أبي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قال: سمِعتُ رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يَقُول: « واللَّه إِنِّي لأَسْتَغْفرُ الله، وَأَتُوبُ إِليْه، في اليَوْم، أَكثر مِنْ سَبْعِين مرَّةً » رواه البخاري.

ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : په الله قسم ، چی زه په ورځ کی له اویا ځلی زیات بښنه غواړم او د الله لوری ته توبه کوم .

په دی حدیث کی رسول الله خپل امتیانو ته لارښوونه کوی تر څو د الله لوری ته رجوع وکړی او توبه اوباسی

الله جل جلاله د بنده په توبه ډیر خوشحاله کیږی

د مسلم په روایت کی راځی چی الله جل جلاله د بنده په توبه کولو د دده دربار ته دومره خوشحالیږی لکه یو د تاسو چی په بیابان کی په اوښ سپور وی ، او ناګهانه اوښ در نه وتښتی ، په داسی حال کی چی ستاسو اوبه او خوراکی توکی مو هم په اوښ بار وی ، او له هلو ځلو وروسته مایوسه د یوی ونی د سیوری لاندی څملی ، ناګهانه ګوری چی اوښ یی مخی ته ولاړ دی ، دستی یی پړی ونیسی او له ډیری خوشحالی نه ووایی یا الله ته زما بنده یی او زه ستا خدای یم ، یعنی له ډیری خوشحالی نه دا الفاظ غلط ووایی

په بل حدیث کی رسول الله فرمایی

ژباړه : ابوموسی اشعری له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه فرمایلی دی : الله تعالی خپل بلا کیفه لاس د شپی له مخی غوړوی تر څو د ورځی ګناهګاران توبه و باسی او همدا ډول د ورځی له مخی خپل بلا کیفه لاس غوړوی تر څو د شپی ګنهګاران توبه وباسی ، دا به تر هغه پوری ادامه لری تر څو لمر د مغرب له لوری را وخیژی  (مسلم )

په دی حدیث کی هم تاکید دی چی بنده تر هغه توبه ویستلی شی چی قیامت شوی نوی نو انسان باید کوښښ وکړی چی د هری ګناه نه وروسته توبه اوباسی

څرنګه چی انسان نفس او شیطان لری او ضعیف دی نو حتما ګناه تری کیږی نو کله چی ګناه وکړی ندی مایوسه کیږی او توبه دی وباسی او الله جل جلاله هغه خلک خوښوی چی ګناه تری وشی او بیا توبه وباسی اوس به مو یو جالب حدیث ته توجه راواړوم

– وعنه قال: قال رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « وَالَّذِي نَفْسي بِيَدِهِ لَوْ لَمْ تُذنِبُوا، لَذَهَبَ اللَّهُ بِكُم، وَجَاءَ بِقوم يُذْنِبُون، فَيَسْتَغْفِرُونَ اللَّه تعالى ، فيَغْفرُ لَهُمْ رواه مسلم.

ژباړه : ابوهریره رضی الله عنه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : زما د په هغه ذات قسم وی چی زما نفس د هغه په لاس کی دی ، که چیری تاسو ګناه نکولی ، نو الله به تاسو له مینځه وړی وای او داسی قوم به یی راوستی و چی ګناه یی کولی او د هغه نه وروسته یی توبه کولای او الله به هغوی ته بښنه کولای .

په دی حدیث که دعوت دیته ندی چی بنده دی ګناه وکړی بلکه اصلی خبره داده چی الله پاک کولای شوای بنده ګان یی لکه ملایکی پیدا کړی وای چی همیشه ذکر کولای او ګناه یی نکولی مګر الله بنده همداسی پیدا کړ نفس او شیطان یی ورته ملګری کړل او همدا علت دی چی له انسان نه حتما ګناه کیږی خوب بهترین بنده هغه دی چی الله نه بښنه وغواړی او توبه وکړی .

 بعضی خلک داسی ګمان لری چی که چیری توبه وباسی او بیا ګناه تری وشی نو بیا به یی توبه نه قبلیږی او بعضی لا وایی چی په دی ځوانی که توبه اوباسم بیا ګناه را نه کیږی نو چی سپن ږیری شم بیا به توبه اوباسم دا یو غلط نظر دی ، کله چی یو څوک توبه اوباسی هغه په دی معنا چی دا ګناه بیا نکوم خو که چیری تری واقع شی نو ملامت ندی ځکه انسان عاجز دی نو بیا د توبه اوباسی ، حتی که زر ځله توبه اوباسی او ګناه تری کیږی ستونزه نلری ، خو قصدا به بیا ګناه ته نه ورګرځي .

په بل حدیث کی رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی چی د آدم علیه السلام اولاده خطا کونکی ده خو بهترین خطا کونکی هغه دی چی توبه اوباسی .

نو هر مسلمان ته لازمه ده چی له ګناهونو نه توبه وکړی تر څو په دنیا او آخرت کی کامیاب شی .

او بل دا چی مرګ بی خبره میلمه دی او معلومه نوی چی کومه ورځ راځي نو انسان باید هر شپه او ورځ توبه وباسی تر څو له دی دنیا پاک لاړ شی .


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©