حکمتيار:سوله د افغان ولس کار دی او افغانستان ته په تګ کې له پرديو اجازه نه غواړم
تاریخ: January 4th, 2017, 6:38 pm

Brother Hekmatyarافغان ځواک:حزب اسلامي اوس اوس د روسيي د وروستي مخالفت په اړه په اعلاميه کې ويلي دي چې دوی هیواد ته د تګ په برخه کې له چا اجازه نه غواړي.

ډيری شنونکي او عام افغانان په دې نظر دي چې ددې کار فرمايش طالبانو کړی او روسيي پلی کړی دی.

شنونکي وايي طالبان له حزب اسلامي سره د سولې هراړخیز هوکړه لیک سخت وارخطا کړي دي او له روسيي غوښتي چې د دوی په منځ کې د شته انشعاب د مخنيوي په خاطر دې له تورليست څخه د حزب اسلامي د امیر د نوم له ويستلو سره مخالفت وکړي.

حزب اسلامي په خپره شوې اعلاميه کې ويلي دي:« که دولت او چارواکي ئې؛ په ځانګړي توګه جمهور رئیس؛ د حزب اسلامی او دولت ترمنځ معاهدې ته درناوی او التزام ولري او تطبیق ته يې ژمن وي نو د حزب اسلامی مشر چمتو دی له ځنډ پرته کابل ته راشي، نه د تعزیراتو عدم الغاء کوم مهم خنډ ګڼي او نه د چا له تور لیست د حزب اسلامی د غړو د نومونو حذفولو ته انتظار کوي، حزب یواځې دا غواړي چې د مشر تر راتګ وړاندې باید د حزب زندانیان آزاد او مهاجرینو د اسکان لړۍ عملاً پیل شي.»
په خبرپاڼه کې حزب اسلامي روسيه داسې مخاطبه کړې:« افغانستان یواځې او فقط د افغانانو دی، او سوله په دوی پورې اړه لري، هیڅ بهرنی هیواد دا حق نه لري چې د افغانانو د خپل منځي توافق مخالفت وکړي او د سولې په وړاند خنډونه لا ولاړ کړي. یواځې هغه څوک به مخالفت کوي چې د افغانستان په اړه بد نیت او جنګی عزائم لري. دوی په دې مخالفت سره خپل بد عزائم افشاء کوي.»
په خبرپاڼه کې زياته شوې:«  دې ته په پام سره چې په دې وروستیو کې د فرانسې او روسيې په اړه په رسنیو کې دا تبلیغات خپاره شول چې دوی د تعزیراتو او تورلیست د الغاء په ارتباط ملاحظات لري، که څه هم دواړو هیوادونو لا تر اوسه خپل رسمي موقف نه دی څرګند کړی، هیله ده داسې نه وي، د سولې له بهیر سره مخالفت و نه کړي، پرېنږدي افغانان د دوی نومونه د داسې هیوادونو په فهرست کې ثبت کړي چې د جنګ دوام ته يې پر روغې جوړې ترجیح ورکړ.»
دوی پر ولس هم غږ کړی:«  ټول باید په دې پوه شوي وي چې له دې جنګ هيچاته ګټه نه رسيږي، نه يې امریکا ته ګټه رسيږې او نه يې فرانسې او روسيې ته، د افغانستان جګړه ځینو ته آسانه لنډ او ګټوره برېښېده، خو مولېدل چې نه د وارسا ستر پکت وګټله او نه ناټو، ډېرو په کې خپل سرونه وخوړل او ډېرو خپل آرمانونه ګور ته یووړل، بريژنف ګمان نه کولو چې افغانستان ته د فوځونو لېږل به د شوروي په زوال منتج شي، جورج بوش ګمان نه کولو چې پر افغانستان برید د امریکا د خپل تاریخ تر ټولو اوږدې ناکامې جګړې کې ښکېل کړي. دواړه اټکلونه غلط وختل دا دئ ګورو چې د دې اور سپرغۍ تر شرقي اروپا، عراق او سوريې پورې ورسيدې، لا معلومه نه ده چې وروستۍ پايلې به يې څه وي!!!»

دوی خبرداری ورکړی دی که د جګړې واړه لاملونه له منځه يو نه وړل شي شونې ده دریمه نړۍ واله جګړه رامنځ ته شي.

ياده دې وي  چې روسيي يي يوازې د ځنډ غوښتنه کړې او رسما يي مخالفت نه دی کړی خو ويل کيږي ددې پروسې د ځنډ غوښتنه يي کړې.

افغان ځواک ـ کابل


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©