داسلامی نړۍ په تذلیل کې د سعودی دشیخانو رول! سباوون
تاریخ: October 21st, 2016, 4:24 pm

دنړۍ مشران په دې ښه پوهیږې چې د زور ازمایښت د دبارودو او کیمیاوي وسلو څخه د ډکې او مالامال نړۍ بربادیو پېلامه کېدای شي، خو داچې غربي نړۍ پر عربي نړۍ ولې سره سترګه ورځي ، تر شا یی د سعوديtopic

عربستان د شیخانو هغه مالي ملاتړ له ځانه سره لري، چې د شاهي خوبونو د تداوم د خوندي ساتلو اوداسلامي نړۍ د ځپلو په موخه یی امریکا ته ورکوي .
څه موده وړاندې د ویکیلیکس افشا شویو اسنادو کې د سعودي د پخواني پاچا ملک عبدالله په اړه هم رسوایی رامنځ ته شوې وه چې ګواکې امریکا ته یی پر ایران د برید سلا ورکړې وه او ورورسته وروسته ډېر څه په ډاګه شول چې داسلامي هیوادونو په تضعیف کې یی دسعودي د شیخانو او ملکانو لاسوهنې بللای شو ، دبېلګې په توګه د کویټ اشغال، دبغداد پرزېدا ، د مصر روان حالات، د لیبیا انقلاب او اوس اوس د سوریې صورتحال په حقیقت کې د عربي نړۍ له کړۍ څخه د څو خپلواکي پرستو د اېستلو تابیا ده چې سعودي یی کوي .
وړم کال د سعودي داستخباراتو دهغه مهال مشر سعود الفیصل رسنیو ته ویلي وو چې سوریې عربي هویت له لاسه ورکړی دی او نور نو باید داسد رژیم ختم شي ددې مانا داده چې سعودی ځان ته پدې صلاحیت قایل دی چې څوک یی خوښ وي عرب یی وبولي او چې څوک یی نه وی خوښ د عربیت نه یی وباسي(!) همدا راز تیر کال سعودي ایران ته ګواښ وکړ چې که سوریه کې له مداخلې لاس پر سر نشي نو داسلامی هیوادونو له لیست څخه به یی حذف یا وباسي (!) ددې مانا بیا دا کیدایشي چې سعودی داسلامی هیوادونو محک دی چی دی یی اسلامی وبولی اسلامی دی کنه نو اسلامی ندی ؟؟؟.
داسلامی او عربی هیوادونو دغو ټولو بدبختیو ته چې ګورو نو په حقیقت کې یی لومړی او اصلي ملامته سعودي بلل کیږي چې په څرګنده یی دقضایاو مسؤلیت ته نور نور لاسپاکونه پیدا کړي دي .
په سوریه کې څوک مري؟ مصر کې څوک وژل کیږي ، لیبیا کې څوک در په در شول؟بغداد کې له سنیانو چا واک واخېست او کویټ چا د اژدها خولې ته ور برابر کړ؟ ایا په دغو ټولو هېوادونو کې مسلمانان په عذاب اخته دي او که یهودیان یا نصارا ؟ البته چې ځواب یی په مسلمانانو بشپړیږي او چې کله اسلامي نړۍ دداسې مصیبتونو ښکار کیږي د اسلام د منبع او سرچېنې په توګه دسعودي دشیخانو مسؤلیت څه دی؟ او ایا دغه مسؤلیت یی اداکړی دی؟ او …؟؟؟؟؟ نو چې خبره هر ډول تعبیر شي بیا هم نتیجه دا راوځي چې اسلامي نړۍ د سعودي دشیخانو بې کفایتیو له برم او پرتم څخه را غورزولې ده او ترڅو چې د سعودي په حکومتي سیستم کې اصلاحات رانشي نو اسلامي نړۍ به همداسې ورځ تر بلې له ذلت سره مخامخیږي او باج و خراج به یی یهود او نصارا اخلي.
که موږ یوه بسیطه ارزونه وکړو نو دسعودي عربستان دعوایدو تر ټول ستر مدارک د سروزرو معدینیات، نفت او دحجاجو دحج اداکولو ټیکسونه دي، چې په دې کې دحجاجو له مدرکه سعودي ته ورټولیدونکي عواید تر نورو لوړ دي او دغه عواید چې په مقدس او سپېڅلي نامه تر لاسه کوي بېرته یی دهماغو خلکو په تذلیل لګوي چې مسلمانان دي او دالله کور ته د پیسو په بیه ورغلي دي او خپل ایمانونه یی تکمیلول .
پر سوریې دامریکا دبرید په غبرګون کې دمسکو حساسیت ته همدغو شیخانو د ملیاردونو ډالرو د ورکړې او د نفتو دقراردادونو په سهمیه کې د مسکو شراکت ژمنې وکړې او په دې توګه یی د حرمینو د زیارت په نامه د زایرینو څخه راټولې شوې پیسې بېرته دمسلمان دځپلو په موخه دیهودو او نصارا اکاونټونوته استوي ترڅو مسلمان ورباندې له برمه وغورزوي .
که د سعودي شیخانو سره داسلامي امت غم وایی او یایی داسلامي نړۍ د زعامت وړتیا او شایستګي درلودای، نو داسلامي نړۍ په تذلیل باندې ترسره کېدونکي لګښتونو سره ژوبل ژوبل اسلامي امت په ملا نیغېدای شو او د یهودو او صلیبیانو پر وړاندې یی د مقاومت توان ترلاسه کولای شو اما پرعکس سعودي له مسلمانانو څخه دا توان اخلي او نامسلمان لوري پرې پیاوړي کوي .
دسعودي شیخان ولې دسلامي نړۍ تذلیل غواړي ؟ دا پوښتنه ګنشمېره ځوابونه درلودای شي چې هر یو یی په خپل تعبیر سره درست دی اما په ټولیز باور دسعودي شیخان د خپلې ملکۍ د بقا او تداوم په موخه اړ دي چې حریف له مخې لرې کړي او تر ټولو لوی حریف یی داسلامي نړۍ کفایتونه دي چې هرګز یی د عیبونو او نقیصو په جامه سمبال شیخان نه شي زغملای او په نتیجه کې یی دیوې بدرنګې ډرامې لګښت ته اوږه ورکړې ده چې دیو نامشروع واکمنۍ تداوم یی نصب العین دی او په دې کیسه کې نه دي چې دغه نامشروع تداوم اسلامي نړۍ او اسلام ته زیان اړوي او که ګټه .
یوه ترټولو ستره اندېښنه چې سعودي شیخان یی لري داده ، چې که اسلامي نړۍ د اتفاق او وحدت ژبه ومومي نو دسعودي دشیخانو ملکۍ ته به زیان واړوي او دغې ډار اړ کړي دي چې په ټولو اسلامي هېوادونو کې دتشنجاتو ملاتړ وکړي ، دعربي هېوادونو د یووالي تصور ختم کړي او ټول اسلامي هېوادونه داحتیاج په حالت کې دځان لور ته مایل کړي او په دغه فلسفه باندې د حجاجو د سپېڅلي سفر نرخونه هم ښکته او پورته بوزي ترڅو د اسرایلو او امریکا مالي پشتوانه ور پوره کړي او ملکي یی دوام پیداکړي.
که د بشریت د ملاتړ خبره مطرح وي نو په نړۍ کې ترټولو ستره بشري کتله چې مسلمانان دي له سعودي څخه ملاتړ او دفاع کوي،ځکه هلته یی مقدسات خوندي دي خو که د شتمنۍ په لحاظ وي نو سعودي دنړۍ تر ټولو شتمن هېواد دی ، نو پکار خو داوه چې نن نړېوال ځواک او اتوم هم دسعودي په واک کې وایی او تکنالوجي هم ! مګر سعودی شیخانو ددې پرځای چې داسلامي امت د بریالیتوب ستر شهکار تر سره کړي ، پرعکس لګیا دي په لوی لاس داسلامي نړۍ د ټوټه کېدو په لاره کې د غربي نړۍ مالي ملاتړ کوي چې تر شا یی د شیخانو دملکۍ د تداوم فکر پروت دی او دا کار په حقیقت کې داسلامي نړۍ د برم پرتم پرځای د څو خودخواه او یهودپالو د واک او ځواک دتداوم ناچیزه اراده ده .
زموږ په باور دسعودي دشیخانو دا نامانوسه پالیسي هم ونه چلېده او دغه ورسته مفکوره ورځ تر بلې رسوا کیږي ، نو ښایی چې دسعودی شیخانو نامشروع کوششونه بالاخره د دې باعث شي چې عکس العمل یی داسلامي نړۍ په توحید تمام شي او بیا به نو که خدای کول داسلامي نړۍ فراعنه او جعلي اسلامپالان رسوا او پر مخ به یی تورې خټې ور وتپل شي او نن ددې ورځې رارسېدو ته د ټولو مسلمانانو په سینو کې زړونه تپیږي او تمه ده چې خدای به حق ته بریا نصیب کوي او پر اسلام او مسلمان روانې معامله ګرۍ به مختوري کیږي، ځکه داد الله پاک ژمنه ده چې حق ته به بریالیتوب ور په برخه کوي او باطل به رسوا او مختوری کیږي.


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©