دوستم او عبدالله ولې له غني ناراضه دي: لیکوال: عصمت الله افغان
تاریخ: September 3rd, 2016, 9:58 pm

په افغاني رسنیو کې د ولسمشر محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله او د نوموړي د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم تر منځ ناندرۍ او ګيلې ډيرېGHANI NEW PIC دي په تيرو څو ورځو کې له دې ډنډورې سره امریکايي رسنۍ هم چې تل يي په افغانستان کې د رواني جګړې لومړۍ کرښه خپله کړې يو ځای شوي دي.

په دې لیکنه کې تر ډيره کوښښ کوم په دې اړه له ځينو تيرو او شته ستونزو او شکونو پرده پورته کړم خو يوه خبره باید وکړم چې دا لیکنه يوازې د يو مسولیت له مخې کيږي او موخه پکې د شته مشرانو شخصي توهين، عقده او يا هغه د ټولنیزو پاڼو د کارونکو خبره سياسي خياطي نه ده ځکه که مې موخه خياطي وی بیا مې لکه د امنيت شورا د درې سوه ډالرو د معاش خورو په څير د موافق او مخالف رول نه لوباوو چې  په ايډي کې د حنيف اتمر صفت کوي او په پنځو نورو کې يي غيبت، که چیرته زه خياط وی له ستونزو ډک افغانستان ته مې خيالي پرتوګونه نه ګنډل بلکه داسې خياطي به مې کوله چې د شته حکومت پرتوګ به هيڅ ډول عقده مندانه باد او شمال نه وی شلولی بلکه داسې دلايل به مې ورته پرتوګ کړي وی لکه وحيد مژده، نظرمحمد مطمين، قاضي حسن  حقیار،فيض محمد ځلاند او ځينې نور يي چې طالباني ظلمونو ته ګنډي او له هرې شونې لارې کوښښ کوي ولس اغوا کړي او افغانان د ظالمې او وحشی ډلې يانې طالبانو څخه ملاتړ ته اړ کړي، په هر حال راځم اصلي مطلب ته که لیکنه رانه اوږده هم شوه ځکه يي ولولی چې سبا به لکه بچه سقاو په څير يو بل تاریخي جبر غل در باندې قهرمانان کړي خو تاسو به يي لکه اسماعيل یون، جبار قهرمان،انورالحق احدي،عبدالرحیم ايوبي، لالی حميدزی او……… د عمل پر ځای په خبرو کې نه منی خو مړی به درنه خښ شوی وي او د ټلوالې لنډغر به بریتونه تاوه وي او يو بل ته ددې غله د تورې شپې د خښيدا مبارکي ورکوي او يونس قانوني غوندې ګيدړ ډوله سياستوال به يي هر سهار په قبر ناست وي او د نانوايي له ډوډۍ سره به پخ کړې حلوا خوري خو سقاو ته ځکه دعا کول په کار دي چې باالاخره د ملي فکر لرونکو او سيمه ایزو او تنظيمي عقده منو څيرې يي بربنډې کړې او اوس به هغه ښه شرميدلي وي چې يو وخت يي سياسي ماشوم امرالله صالح ته په پښتو لیکنې کولې او یا به يي لکه غازي نوازتڼی،فضل الرحمن اوریا، طوفان وزیر، ارسلايي ، محمد خان او…. عبدالله عبدالله ته کمپاينونه کول خو چې بریالی شو اوس د بریا ډانسونه شمالي ټلواله کوي او بریتونه پکې  د پنجشير بې سوادان غوړوي.

د عبدالله او غني د خپګان لاملونه:

۱ـ عبدالرشید دوستم: نوموړی چې د ولسمشر لومړی مرستیال دی که څه هم په وژنو، وحشتونو، جنګونو او تباهۍ کې شونې ده تر ډيرو مخکې وي خو دا به ټولو ته معلومه وي چې سياسي وړتيا يي صفر  ده که چیرته نوموړي سياسي وړتيا لرلی نه به په ټانګونو کې سپریدای، نه به يي په فارياب، شبرغان او بادغيس کې قومي وژنې او عقدې کولی او نه به يي زرګونو مخالف او موافق وسله وال لرلی بلکه تر ډيره به يي د يو سياسي کس يا څيرې په توګه هرې ستونزې ته سياسي او خبري حلا لاره لټولی خو دا خبره رښتا ده چې وايي تور نه سپينيږي که سپيندای نو نن به جنرال دوستم په سياست کې نړۍ ته ماتې ورکړې وی او سم دم افغان اردواغان به وی.

که څه هم دوستم اوس د ولسمشر لومړی مرستیال دی خو لا يي هم افکار د جنګونو او تباهۍ له وحشي او پوچ فکره ډک دي په شمال کې په وروستي يو کال کې د دوستم لشکر کشی او د سلګونو تنو بې کوره کول او لسګونو نورو وژل او ټپي کول يي کله کله سړي ته د ليلي دښتې، قلعه جنګي او تنظيمي جنګونو د وخت وحشتونه ور ياد کړي.

بله مهمه خبره داده چې دوستم ته ورکول شوی نوم هم د ازبک قوم په تاريخ کې بې ساری دی که چیرته دوستم له غني سره ايتلاف نه وی کړی نو پر ده يوازې د ولسمشر د لومړي مرستيال څوکۍ هم قرآن وه چې دا ارمان يي پوره شوی وی همداسې په امنيت شورا، کابینه او ولايتونو کې ورکول شوي امتيازات هم باید ياد شي.

دوستم که څه هم تل وايي چې صلاحيتونه يي ترې اخيستل شوي او لاسليک يي نه چليږي نو که يي صلاحيت ورکړی وی سياست به د ټانګ دوړې، د مرميو فیرونه او د باروتو لوګی وی ښه خبره به هم د ټوپک له ميله کيدای حال دا چې ټول دا خبره مني چې د افغانستان ستونزه د جګړې نه بلکه د سیاست له لارې حل کيدای شي.

همداسې که يي لاسلیک چلیدای نو ډير به مخکې نه ځو کله چې دوستم په لومړيو کې ارګ ته راغی او لومړی مرستیال شو او يو څه رواني ډار هم موجود وو ، غني به کله په روغتون او کله په حوزه او يا لوی سوداګریز مارکيټ ووت ننوت نو د همدې دوستم په لاسلیک زرګونو ازبکانو ته مکتبونه ورکول شوي وو او له کابل ښاروالۍ غوښتنه شوې وه چې باید ځمکې ورته ورکړي نو ملت باید شکر وباسي چې ددې سړي لاسليک نه چليږي او که چلیدای کیدای شي د خلکو آباد کورونه او مارکيټونه يي په کاکه ګي او ځوانۍ کې نورو ته ورکړي وی.

۲ـ عبدالله ولې ناراضه دی:

عبدالله  چې د شمال ټلوالې نوماند وو او ټولې ناندرۍ يي يوازې او يوازې پنجشیر او شمالي ټلوالې ته د امتیاز په خاطر و وهلې کله هم يو ملي سړی نه شي کيدای دا چې ولسمشر نه ورسره ګوري لامل يي دانه دی چې ولسمشر ورسره په ناسته پاسته شرميږي بلکه له عبدالله سره لیدل عطا محمد نور ته د ولايت ورکړې، بسم الله محمدي ته د قراردادونو بیرته ورکولو او سلګونو ناقانونو غوښتنو منل له ځان سره لري.

همدارنګه عبدالله د ټولو ولسونو رايي له ځان سره درلودې دا چې د ځان د بریا لوحې يي په پنجشير او پروان کې لګولې وې، وسلې يي ويشلې وې، سياسي رنډۍ توب يي کاوو،څارونکو او د سياسي کړۍ غړو يي په خلکو باندې په ټاکنو کميسیون کې وسلې را ویستې، په پروان کې يي د وسلو ستر زیرمتون امریکايانو منهدم کړ ، د لويي جرګې په تالار کې يي پلويان د وخت د ولسمشر حامدکرزي انځورونه تر لغتو لاندې کړل او باالاخره د شپږ اتيا کله مخکيني ملاعمر يانې حبیب الله بچه سقاو د مړي د خښيدو فرمان يي ورکړ او د دوی وسله والو یو وار بیا په کابل کې تنظيمي رعب او وحشت خپور کړ نو له دې ښه جوتيدای شي چې له عبدالله سره لیدل پر افغان ولس او اساسي قانون پښې کيښودل دي نو زه خو وايم تر لیدو نه لیده ورسره غوره دي ځکه کله چې نوموړی هیڅ ډول قانوني او رسمي پوسټ نلري خو فرمانونه صادروي، شمالي ټلوالې ته مبارزه کوي او ټول ټال ورکول شوې رايي د ملت خو امتياز يي د یونس قانوني، بسم الله محمدي، امرالله صالح او نورو بولي نو له داسې يو کس سره لیدل يوازې د وخت ضايع کول دي.

بله خبره داده چې عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې شعار ورکړی وو خو له عبدالله سره د پښتون اکثريت ولس استازيتوب ګونګی محمد خان ، ساده ګل غازي نواز تڼی،نشه او خمار امان خيري او داود اساس کوي نور نو عبدالله ته په رسيدلي حق کې نه پښتون وزیر شته او نه هم پښتون والي يا معين په اجرائيه رياست کې يوازې جاويد فيصل تاويږي راتاويږي او نور نو نه د پښتو درک شته او نه د پښتنو ، همداسې د عبدالله په پچه رسيدلي وزارت يانې داخله کې ترفیع هم د اجرائيه رئيس لاسلیک غواړي او مقرريدل هم.

نو اوس غني په چا باور وکړي:

۱ـ احمدضيا مسعود: نوموړی چې د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر سياسي استازی دی په سياسي عمر کې تر سياسي او متعصب ماشوم امرالله صالح څخه يوازې څو کاله مشر دی هيڅ چا نه پيژاند په ټاکنیزو منډو ترړو کې د نيم ژبي زلمي رسول مرستيال شو خو دا چې ټول ټال زور يي ایله پنځه لکه رايي وګټلې نو غني قدر ورکړ او ددریم مرستیال معادل څوکۍ يي ورکړه خودی يا په تخار کې کسان مسلح کوي، يا هم د نظام پر ضد خبرې کوي او يا له زندانونو داسې غله خوشې کوي او کميشنونه اخلي چې د ملت پوره نهه سوه ميليونه ډالره يي لوټلي دی.

دا غله د کابل بانک پخواني هغه مشران دي چې د سمارټ سيټي په نوم په يوه ډنډوره ایزه پروژه کې له زندان څخه د ولسمشر د حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي په شتون کې د بډو په بدل کې را خوشې شول چې په رسنیو کې ددې غلو په لیدو سره ملت هک پک شو او ټولو دا پوښتنه کوله چې آيا غل د سزا وړ دی کنه د قدر او عزت وړ؟

د کابل بانک غله هغه خلک وو  چې په ۲۰۰۹ کال کې يي له همدې بانګ  څخه چې د ملت پيسې پکې وي څو سوه ميلیونه ډالره د حامدکرزي پر کمپاين ولګولې او څو سوه ميلیونه نورې يي د قسیم فهيم ورور، د کرزي ورور،د پنجشيرن قرارداديانو او ډګه بوزانو چور کړي وو خو دوی په ډيره بې شرمی را و ويستل سره نيکټايي يي په غاړه کې ور واچوله د غني له مشاوره بیا تر وزیر، وکیلانو او…….. ټولو ورته غومبر واهه او سيخ يي را ووست او غوښتل يي په غله بلې غلا ته موکه برابره کړي خو ملت دې خیروسي چې نارې سورې يي جوړې کړې کينې لرې نه وه چې په ځان مين اشرف غني به هم ورته بښنه کړې وی او نن به رډ رډ په کابل کې ګرځيده او د نوي چورتالان پلانونه به يي ترتيبول.

همدارنګه به مو د کرنې وزارت ته يو وخت هغه د احمدضيا مسعود نوماند وزیر هم لیدلی وي چې ان په پرمختللې اروپا کې يي د غلا دوسيي پرتې وې، همداسې يي د زوی سلاکار کيدل، د نوموړي زرهي موټريز کاروانونه او……… نورې وهنې  او رسوایی هم د يادونې وړ دي لنډه داچې د ټلوالې هر نيکټايي کړی عطامحمد نور، خبرداري ورکونکی ضيامسعود او سياسي رنډۍ عبدالله عبدالله او… ټول ددې په هڅه کې دي چې ځانونه چاغ کړي او ددې چاغښت په خاطرسياسي معاملې ان له اوسه د ملي امنيت شورا له سلاکار، محمد عمرداودزي،حامدکرزي او انورالحق احدي سره پيل شوي دي چې په ټولو به که خير وو بیلې بیلې لیکنې ستاسو مخې ته کيښودل شي.

۲ـ اکرم خپلواک: که څه هم په ځان مين دا هسې خیالي ډاکټر په شخصي مجالسو کې ځان په شته نظام کې مهمه مهره او لوبغاړی بولي او تر ډيره کيدای شي ولسمشر ته هم نيږدې وي خو باور وکړی له کميشن کارۍ، بډو، معاملو او وهنو يي بل کار نشته د غني په ډيرو ګمارنو کې چې ځان خوښی غني ورته خوشاله دی  او تل يي له وړوکي ستوني دا خبره را ووزي« له هر ښاروال او جنرال سره مې تر مقرری او ترفیع مخکې په خپله مصاحبه کړې» خو هر ور وستل شوی مقرريدونکی يا ترفیع کونکی تر حق وروسته ولسمشر ته رسيدای شي او هغه هم هغه وخت چې ددې بډې خور ډاکټر ملاتړ ورسره وي چې دی نه وي که دې له خولې اور هم باد شي نو غني ته رسيدل دي کوه قاف فتح کول دي. اکرم خپلواک له هرې شونې لارې خپل جيبان ډک کړي دي ، دا سړی که څه هم پټ او ښکاره کله کله د پښتنو ځوانانو په مجالسو کې ځان پښتون پښتون کوي خو په اصل کې خپلواک د هر چا دی د کرزي په دفتر کې هم لاس په نام ولاړ وي او د غني په دفتر کې هم، پښتون هم په پيسو مقرروي او د عبدالله عبدالله کسان  هم لنډه دا چې دې سړي ته ټول ټال په ارګ کې کار کول يانې ځان چاغول مانا لري.

۳ـ عبدالسلام رحيمي: دا مبهم سړی چې له بريټانيا سره پټه يارانه لري د چارو ادارې لوی رئيس دی ددې سړي په شتون کې غني دومره بې عزته شوی چې ولسمشر نه د وينا د لیکلو څوک لري او نه هم د کالیو د ګنډلو يا انتخابولو ډيزاينر کله يي لمن لنډه وي او کله يي بیا داسې دريشي ور اغوستي وي که ته به وايي چیرته  دې له خوشکه شويي په کرايه ورته راوړې، په ارګ کې د همدې سړي په شتون کې د اهل کسانو دومره کمی دی چې نادر نادري په دریو پوستونو کار کوي،پښتو ځپل شوې او پښتانه شړل شوي دي ان تر دې چې يو د مطبوعاتو ریاست دی او بل هم د وياند دفتر چې مطبوعاتي رياست د سبا تلویزیون له قرارداديانو ډک دی او د وياند دفتر خوارکی بیا نه معياري خبریال لري او نه هم مسلکي انځور اخیستونکی بس څو پکې نوي مقرر شوي او څو تنه له کرزي ور پاتې دي پکې تاويږي راتاويږي.

که د رحيمي له لوري په پټه د ولسمشر د سپکاوي خبره درته دروغ ښکاري نو د ولسمشر شوې ويناوې بیا بیا واوری. مفکر ولسمشر که څه هم په نړۍ واله کچه پيژندل شوی دی خو له پښتو سره دومره نابلده دی چې کله امام حسین ترې د خدای زوی شي او کله بیا د داعش سر په ککرۍ کې ور مات کړي.

که چیرته د ارګ شته جوړښت په پوره قوت سره پاتې وی پخواني مامورین شړل شوي نه وی، ریاست دفتر له چارو ادارې سره نه وی مدغم شوی نو شونې ده اوس اوس د ولسمشر تر دې دمه ځينې شوي  تاريخي کارونه ډيرو ته په زړه پورې  او رسنیز انعکاس يي ډير ښه وی خو د رحيمي په شتون کې ولسمشر نه يوازې نيک نام نه شو بلکه دومره وشرمول شو چې هيڅ حد يي نشته خو زموږ ړوند ولسمشر که څه هم عبدالله او د نوموړي د ټيم نارواوې وينې کله کله يي غږ بيځايه لوړ شي ولې له ده را تاو ډګه بوزان او استخباراتي خيښي پالونکي هيڅ نه ويني او هرڅه په دومره بې حیایی سره پر مخ ځي چې هيڅ حد يي نشته.

۴ـ امریکا: غني د امریکې د کيدونکي زیاتي او استخباراتي لوبې پر وړاندې هم ګونګی دی که څه هم طالبان په ډيره بې رحمۍ سره افغان سرتيري په شهادت رسوي يو په بل پسې ولسوالۍ او لرې پرتې سيمې نيسي خو امریکايي الوتکې يا په اسمان کې ننداره کوي يا په هغو بندي سرتیرو بمبارۍ کوي چې د پنجاب په ننګه جنګيدونکي طالب نيولي دي او يا د افغان سرتیرو نيول شوي پوځي وسايل له منځه وړي. کله چې امریکايي قومندان ته ورشې چې تاسو ولې داسې کوی نو دستي درته وايي چې زموږ ماموریت خو نور د مشورې تر حد پورې دی خو کله چې يي خپل زړه وي بیا نو نه مشوره وي او نه ماموریت چې چیرته يي زړه شي هلته يي له عادي افغانه بیا تر تاليب پورې چې څوک په مخه ورشي ترې دوړه پورته کړي وي اوس يي نو داده رسنیو هم په ډنګر او سوتغذي غني پسې را وخيسته خدای دې ورته خیر کړي که دا لوبه روانه وي نو غني به ګمان نه کوم که په دې هډوکين او وراسته ځان ورته ټينګ شي.

نو کله چې له غني را تاو غله په پوره مهارت غلاوې کوي، په واک کې سياسي شریک يا بن يي د ملت پر ځای پنجشيریزم، ټلواليزم او قومندانيزم ته مبارزه کوي،د سقاو د زوی د خښيدو فرامين ورکوي، سلاکاران يي  د ځان، څوکۍ، زرهي موتر او معاش له ډاره غني ته یوازې يوه خبره هم نه شي کولای،وزیران په وهنو او والیان بیا په فيسبوکي انځورونو، ځان ښودلو،خبرپاڼو او د کرزي په پاتې شونو په شخوند وهلو بوخت وي نو اوس تاسې  و وایی غني په چا باور وکړي؟

کيدای شي ستاسو ځواب به دا وي چې په افغانستان کې خو يوازې همدا شته خلک نه دي نور دې وګماري خو اوس له مفکر غني څخه ورخ اوبو وړی او په شرمونو شرمیدلی دی زما او ستا په څير د میلیونونو تنو غږ والله باالله که د ارګ له سيمټي دروازو ګلخانې يا سلامخانې ته هم ور ورسيږي خو د فیض محمد ځلاند، نظرمحمد مطمين، انورالحق احدي،عبدالرب رسول سياف او…. غږونه چې ور رسيږي هغه ځکه پر نوموړي کار نه کوي چې د دوی په اړه د مفکر غني شپږم حس کار پيل کړی دی او د حق غږ چې ور ورسيږي هغه بیا د رحيمي، حنيف اتمر  او اکرم خپلواک له سياسي لابراتوار څخه نشي پاس کيدای خو کاش چې دا حس يي د ټولو په اړه همداسې فعال وی نو هله به پته لګيدلې وی چې له غصه ناک غني سره څوک ګذاره کړای شي کنه.

غني ډيره کمه دا ستونزه درک کړې نو ځکه خو کله چې چیرته ځي قومندان دوستم ته د سرپرستی فرمان نه ورکوي او چې راشي د نهه ګونو کميسيونونو مشري ور له غاړې وي او د هلمند يا کندز د ژغورنې پر ځای يي ډير فکر په تدارکاتو کميسيون او يا اقتصادي شورا کې وي او همدا لامل دی چې په شهيد سردار داوودخان روغتون کې د غني له لوري ګمارل شوي افسران د خپل پر ځای پردۍ جنازې د شهيدانو شویو سرتیرو کورنۍ ته ورکوي او يا چیرته سرتیري د سختۍ کلابندۍ له امله ځان وژنه غوره بولي.

بله مهمه خبره داده چې دلته ټول مسولیت يوازې د غني هم نه دی ځکه غني ته امریکا، عبدالله، پاکستان، روس، چین، هند، کرزی،داودزی او……….لسګونو کارونه او مسولیتونه ور له غاړې دي دا به هم بیخي ظلم وي چې غني دې شپاړس ساعته کار هم وکړي، غلا دې هم نه کوي،حق دې هم حقدار ته ورکړي او د دفاع وزارت د غونډو په تالار کې دې د بچه سقاو لګیدلی انځور هم وګوري چې دا ولې او چا زړولی دی که غني ولسمشر دی نو موږ هم د ملت، وزیر، والي، معين، سرتیري، افسر،جنرال او استازي په توګه مسولیت لرو چې د خپل وطن  د پالنې او ساتنې لپاره لاس په کار شو نه لکه د امنيت شورا سلاکار چې پوره څو درجنه خياطان يي ایله دې ته نيولي دي چې د اتمر ښه سړيتوب ثابت کړي که چیرته ترغني وروسته د شته ستونزو په اړه اتمر پوره فکر کړی وی له ماشومانه کارونو تیر شوی وی او د کرزي د سپين زاده،سپنتا… او رول يي لوبولی وی نو باوري يم هغه ارمان چې اتمر يي په زړه کې لري ډير ژربه پوره شوی وی خو اوس چې غني له څومرو ستونزو سره مخ کيږي نو بدنامۍ يي که ډيره غني ته ورګرځي نو لږ پکې د اتمر او پاتې نوره د ملت، والي، وزیر، وکیل، سلاکار، خاص او عام استازي په غاړه هم ده.

د هوسا افغانستان په هیله


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©