دوستم دې خلک کابل ته د نامسولو وسله والو په راتګ نه ډاروي
تاریخ: January 2nd, 2017, 6:52 pm

rasheed_Dostam_Afghan_Creminalافغان ځواک: راپورونه وايي چې د ولسمشر لومړی مرستيال عبدالرشيد دوستم کابل ته له لسګونو نامسولو وسله والو سره يو ځای راغلی دی.

د ولسي جرګې غړی نذير احمدزی وايي چې له دوستم سره راغلي وسله وال د ملي پوځ منسوبین نه بلکه د نوموړي شخصي او ناقانونه مليشه ده.

ويل کيږي دا کسان په سپکو او درنو وسلو سمبال دي او په کابل کې يي په يوه سیمه کې يي خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د شيرپور  د سيمې اوسيدونکي هم مني چې نامسوله وسله وال يي سميې ته راغلي دي او دوی يي سخت په عذاب کړي دي.

د شيرپور يو اوسيدونکي افغان ځواک ته وويل:« راغلو دوستميانو زموږ په ذهن کې د ګيلم جميانو خاطرې تازه کړې راغلي وسله وال حتی په کوڅو کې لاره نشي پيدا کولای او په عادي خبره  هم خلګو ته ګواښ کوي.»

د سيمې خلک وايي چې د دوستم د کور پر بامونو او ديوالونو سپاره ازبکان او ناقانونه مليشه د کابل په پلازمينه کې دوی ته د منلو نه دي.

د ولسي جرګې غړی نذير احمدزی وايي چې دا کسان  د شيرپور او وزیراکبرخان په غونډۍ کې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړی وايي چې ياد کسانو په وسلو او زرهې موټرو هم سمبال دي او په يوه ډيپلوماتيکه سیمه کې يي د دفترونو او عادي خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی هم وايي چې کابل د بدمعاشی ځای نه دی.

دوی وايي چې د ولسمشر لومړی مرستیال د مليشه سازی نه بلکه له شته او قانونو حقوقو څخه ګټه پورته کولای شي.

ياده دې وي چې دوستم وروسته تر هغه په بدمعاشی لاس پورې کړ چې د جوزجان پخوانی والي احمد ايشچي د نوموړي له شخصي زندان څخه ازاد شو او پر دوستم يي تور پورې کړ چې پر ده يي جنسي تيری کړی دی.

د احمد ایشچي دې خبرو د دوستم پر ضد نړۍ وال غبرګونونه له ځان سره لرل او ډيرو نړۍ والو متحدينو غوښتنه کوله چې دوستم باید د جنسي ځوروني او شخصي زندان د شتون له امله سزا و ويني.

دفاع وزارت په دې اړه نور معلومات نه ورکوي خو وايي چې له دوستم سره شته ځواکونه حکومتي هغه دي.

دوی په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې.

افغان ځواک ـ کابل


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©