دوهم واده د سړي عمر ډيروي
تاریخ: August 3rd, 2016, 2:11 pm

افغان ځواک: دوهم واده په نوره نړۍ کې ډير کم دی خو په عربی هیوادونو، هندوستان او افغانستان کې بیا received_1067679653268114ځينې خلک دوه او درې ودونه هم کوي.

له دې سره سره چې دوهم واده په پښتو ادبیاتو کې هم يو ډول غندل شوی او په اړه يي په ولسي ادب خصوصا لنډيو کې ښځينه وو ډيره غندنه کړې لکه چې وايي:

زما په بنې سلام وايه

که ته شين باغ يي زه ږلۍ در پریوتمه

د بنې غږ را باندې وشو

لکه ډوډۍ په تناره کې وریته شومه

بنې بنتون راباندې تېر شو

زه د دوزخ د لمبو څه پروا لرمه

خو اوس اوس نوې څيړنه کې ويل شوي دي چې د ودونو ډيروالی ګټې لري نه زیان.

د بريټانيا د شيفليډ پوهنتون څيړنې ښيي چې دوهم واده د نارینه عمر ډیروي.

د روغتيا نړۍ واله اداره وايي چې دا څيړنې يي په هغو هیوادونو کې کړي دي چیرته چې دوه دونه ډير وي.

په څيړنه کې ويل شوي دي:« هغه نارینه چې دوه ودونه لری تر نورو نارینه وو يي عمر دولس سلنه ډير وي.»

ډيلي ميل خپرونې بیا دې خبر ته له بل پلوه کتلي دي او وايي هغه کس چې دوه ودونه لری تر هغه چې يو واده لري په سپينه ږیره يي ښه پالنه کيږي.

په بريټانيا کې د ارواپوهنې يو استاد هم دا څيړنه تايید کړې او وايي:« که دوه ودونه ولرې نو پالنه دې ښه کيږي ځکه دوهم واده په ژوند کې سيالۍ ته موکه برابرول دي.»

په چلم دوې سکروټې خوند کا

لکه دوې بنې په سیالۍ خوله درکوینه

نوموړی پوه وايي:« که مجرد کس له داسې يو کس سره پرتله شي چې يو واده لري تر مجرده يي عمر ډیر وي نو که دوه ودونه ولرې تر يو واده لرونکي به دې عمر ډير وي.»

خو څيړونکو ويلي دي چې دا څيړنه يي شونې ده ځينې استنثانيي ستونزې ولري چې دا بیا تر کورني مديریت او يا ماحول  پورې تړاو ولرې ولې په ټول کې يي تر تاوانه ګټې ډيرې دي.

ياده دې وي چې په اسلام کې نارینه وو ته د عدالت د ساتلو په شرط ان د څلورو ودونو اجازه ورکول شوې خو کله کله داسې کيږي چې د عدالت د نشتون او کمې پوهې له امله دوه ودونه په سرخوږي هم بدلیدای شي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©