د اوبو د نلکې (شیردهن) د مناسب ځای ټاکنه او جوړونه:لیکوال: مطیع الله احمدزی
تاریخ: January 6th, 2017, 2:21 pm

nalد اوبو د نلکې د مناسب ځای په ټاکنه او جوړونه کې باید لاندې ټکي په پام کې ونیول شي

: 1- د اوبو د شبکې عمومی نلکې باید د کوڅې په مناسب ځای کې چې لمر ته مخامخ وي په پام کې ونیول ش ترڅو د حیواناتو او عراده جاتو د تلو راتلو له امله تخریب نشي او همدارنکه د ژمي په موسم کې نلکه د یخ وهلو څخه بچ شي

. 2- د نلکو تر منځ واټن باید د 200 نه تر 250 مترو په پام کې ونیول شی او نلکه یا شیر دهن باید داسې ځای نصب کړل شي چې مصروفونکو کورونو ته نژدې وي

. 3- د هرو 20 یا 25 کورنویو د پاره چې اټکلي شمیر یې د وګړو 150 څخه تر 200 کسانو رسیږي یوه نلکه په پام کې ونیول شي. 4- په هره نلکه کې باید بندوونکی وال نصب شي تر څو د نلکو د ترمیم په وخت کې د اوبو د ضایعاتو څخه مخنیوی وشي.

 5- نلکه باید د یخ وهلو، ماتیدلو او داسې نورو عواملو څخه د ساتنې په خاطر لومړی په شیشه یي وړیو (پشم شیشه) و پوښل شي او بیا په یوه کانکریټي بلول کې چې منځنی قطر یې 15 سانتي متر او مجموعي قطر یې 22 یا 23 سانتي متره وي ځای پرځای کړل شي او مابین ته یې تازه کانکریټ ور واچول شي ، که مو د پلاستیکي پایپ څخه ګټه واخیستله لا بهتره ده

 6- د نلکې صوفه یا پخه شوې ساحه باید د 120 سانتي متر په 80 سانتي متره کې وي او لوړوالی یې د 20 سانتي متر څخه کم نه وي

 7- د نلکې د صوفې چارچاپیره د اوبو د ملوث او چټل کیدو او د میاشو او نور حشراتو د را غونډیدلو د مخنیوي په خاطر باید صوفې ته یوه منظمه اساسی ویاله ورکړل شي ترڅو اوبه د دغه ویالې له لارې پوښل شوی کوچنی څاه ته انتقال شي

8- د نلکې صوفې ته باید تر دوه فیصده میل یا نشیب ورکړل شي تر څو ملوثې او چتلې اوبه د صوفې د غولي څخه په ښه ډول جریان پیدا کړي.

 9- د نلکې صوفه په ښه او اساسي ډول سره د کانکریټو څخه جوړه کړل شي.

 10- په نلکه کي د اوبو فشار مناسب په پام کې ونیول شي او همدارنکه د نلکې د پاره مناسب جریان 0.225 لیتر پر ثانیه مناسب ده ، که چیرې فشار ډیر زیات شي نو له یوې خوا ماشومان نشي کولای د نلکې څخه اوبه په کوزه اویا بل لوښي کې راوړي اوله بلې خوا هم اوبه ضایع کیږي او هم د نلکې د زر خرابیدو سبب کرځي او همدارنکه فشار ډیر کم هم نه وي ځکه د لوښو د زر نه ډکیدو له امله خلک منتظر پاتې کیږي او د ماشومانو د جنجال او د لویو کسانو د وخت د ضایع کیدو سبب ګرځي . البته دغه موضوع باید د شبکې د ډیزاین په وخت کې باید په پام کې ونیول شي.


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©