د بولیوی ولسمشر د لوڅ فلم د کتلو په حال کې رسنیو ګیر کړ
تاریخ: December 28th, 2016, 4:56 pm

boliwoyافغان ځواک: د بولیو ولسمشر اوو مورالس د يوې محکمې د لیدو ناستې ته راغلی وو.

د محکمې ناسته وغځيده او ولسمشر ستړی شو او په دې ناسته کې يي د خپل موباييل له لارې  بربنډو فلمونو په لیدلو پيل وکړ.

خو نوموړی هغه وخت وشرميد چې په ناڅاپي ډول فلم پلې شو او ټولو يي غږ واوريد.

د نوموړي دا ويديو د ځينو رسنیو کامرو هم اخيستې وه او په ياد هیواد کې يي سترې ناندرۍ را منځ ته کړي دي.

ويل کيږي دې ويډيو د يادې محکمې پروسه هم ګډه وډه کړه او ټول خلک د ولسمشر له ټليفون څخه پورته کيدونکي غږ ته متوجې شول.

د محکمې ګډونوالو هم د ولسمشر پر دې کار نيوکې کړي دي او وايي چې نه ښايي د يو هیواد ولسمشر د ملت پر ځای خپل ډير وخت لوڅو يا د بربنډو فلمونو لیدلو ته ورکړي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©