د دڼیا (ګشنیز) طبي ګټې: زيبا نوراني
تاریخ: September 3rd, 2016, 6:24 pm

د ګشنیز په خوړلو سره صحت ته روغتیا او ښکلا ورکړي، او د ډېرو ناروغیو علاجونه وکړيZEEBA NOORANI.

د استعمال طرقي یې درته لیکم هیله ده چې ګټه ورڅخه پورته کړي.

د ګشنیزو په مرسته کولی سې چې د ډېرو ناروغیو علاجونه وکړي، او د ډېرو ناروغیو مخه ونیسي.

دڼیا (دهنیا) چې ګشنیز هم ورته ویل کېږي او په طبي نړۍ کې ورته د صحت د خزاني نوم هم  ورکول سوی دی، ډېر ښایسته او خوندور بوټي دی، ګشینر چې همداسي اومه وخوړل سې ډېري ګټی لري د ګشنیزو کچه خوړل یو ډول خوند لري او چې کله د نورو خوراکي توکو سره یو ځای پاخه سي بیا یې خوند نور هم زیات سي، او نورو خوراکي توکو ته هم خوند او رنګ وربخښي، په همدې خاطر خو  ګشنیزو ته د صحت  د حزاني نوم ورکول سوی دی،ګشنیر یا ډنيآ ته د صحت د خزاني نوم ځکه ورکول سوی دی چې ډېر ساده بوټي دی اما رنګ او خوند یې ځان ته ښکلا لري، او د صحت د پاره هغه ټول ویټامینونه لري کوم چې صحت ورته ضرورت لري. لکه: ویټامین آي ، ویټامین بي،  ویټامین سي، آئرن، کلسیم،پتاشیم،مئګنیز، او مئګناشئم هم لري.

دهنیا ( ګشینز) لکه څنګه چې یې خوند او رنګ ښکلي دی همداسې صحت ته ورغتیا او ښکلا هم وربخښي.

لمړۍ طریقه: کوم کسان چې د پښتورګي درد لري هغوي دې دا طریقه استعمال کړي په ګټه به یې خپله پوه سي.

یوه دسته ګشنیز، او نیم ګلاس ساده اوبه دا په جوسر ماشین کې واچوي او جوس ورڅخه جوړ کړي، کله چې جوس ورڅخه جوړ سو په یوه  ګلاس کې یې واچوي،لږ مالکه د ضرورت په اندازه ورسره ګډه کړي،یوه دانه د لیمو اوبو ورسره مئکس کړي، او په ورځ کې  یو ځلي وڅیښي که په تش نس وي او که په ډک نس هېڅ فرق نري… د دې په څیښلو ډېري ګټي درته رسیږي، لکه: صحت ته ارام او دماغ ته سکون وربخښي، د سرطان د ناروغي مخه نسي،معده پیاوړي ساتي، قبضیت ختموي، په وجود کې چې هر ډول باد شتون ورلري له منځ یې وړي، پښتورګي ( کیدني) پاک ساتي، او په پښتورګو کې چې کوم چرک ( مکروب) او یا ډبره وي د تل لپاره یې ختموي. 15 ورځي یې استعمال کړي ګټه به یې خپله درته معلومه سې.

( داچې بیلابیل درمل خوري او مصرفونه کوي تر دې دا ښه دی چې هر څه په خپل کور کې اسانه او ارزانه ځان ته جوړ کړي او استعمال یې کړي د ډېرو مصرفونو او تکلیف څخه به وژغورل سي)

دوهمه طریقه: هغه کسان چې د بدن خارش او په بدن باندې هر ډول داني ولري، او یې وجود او مخ یې ګونجي پیدا کړي وي هغوي دې دا طریقه استعمال کړي:

یوه دسته ګشنیز، او نیم ګلاس شیدې په جوسر ماشین کې واچوي جوس ورڅخه جوړ کړي که جوسر ماشین نه وي  کولی سې چې ګشنیر په  یو شي کې ښه وکوټي او بیا نیم ګلاس شیدې ورسره ګډې کړي  ښه یې سره ولړي لس دقیقي ورته انتظار وباسي،،، ورسته تر لس دقیقو بیا د بدن په هغو ځایو باندي ووهي یا وموږي چې خارش کوي او یا داني وي… تر شلو ورځو پوري یې استعمال کړي په دې سره به د بدن خارش د تل د پاره ورک سي، او په بدن کې چې کومي داني وي که اوسني وی او که پخواني ټولې به ورکې سې،،، هغه انجونې او هلکان هم کولی سې چې دا طریقه استعمال کړي کوم چې په مخ یې تور داغ یا ټپونه وي خپل ټول مخ دې په مالش کړي 20 دقیقي دې ورته انتظار سې ورسته دې بیا مخ پاک پریمنځي تر یوې مشاتي پوري یې استعمال کړي د مخ ټول داغونه یا ټپونه به ورک سې مخ به سپینوالي پیدا کړي،  او هغه انجونې (ښځې) چې واده سوې وي او نس یې ګونجي پیدا کړي وي او یا یې ورنو (لینګې) ګونجي یا کرښي پیدا کړي وي هغوې دې هم دا طریقه استعمال کړي، خپل لینګې او نس دې په مالش کړي  په دې سره به یې نس او لینګې بیرته صاف او د پیغلتوب په شان ښکلي سي. تر یوې میاشتي پوري تکرار کړي ګټه یې خپله درته معلومیږي.

دریمه طریقه: هغه انجونې او هلکان چې د وریښتانو د تیودو له ستونزو سره مخ وي هغوي دې دا طریقه استمعال کړي:

دوې دستي ګشنیز په جوسر ماشین کې واچوي، او نیم ګلاس اوبه هم ورواچوي، جوس ورڅخه جوړ کړي کله چې جوس ورڅخه جوړ سو، بیا یې چاڼ کړي یعاني په یوشي کې یې اوبه ورڅخه وباسي هغه اوبه یې په خپلو وریښتانو ووهي ټول سر باندي مالش کړي 15 او 20 دقیقي یې همداسې پریږدي ورسته تر 15 یا 20 دقیقو بیا خپل وریښتان پاک پرمینځي،،، دا طریقه 20 ورځي تکرار کړي د سر وریښتان به مو د هر ډول ناروغي څخه وژغورل سي او په وریښتانو کې به زرو یا قوت پیدا سې هغه وریښتان چې ختلي وي هغه به بیرته راوخیږي او ورښتان به مو ښکلا پیدا کړي، دماغ هم ورسره فرش کېږي، د سترګو درد هم ورسره وکېږي… ( په ګشنیزو کې قدرتي قوت پورت دی لکه څنګه چې صحت ته قوت ورکوي او هداسې ورښتانو ته هم قوت او ښکلا ورکوي)

څلورمه طریقه: هغه کسان چې د جسمي کمزوري او دماغي کمزوري سره مخ وي، یا د کمخوني سره مخ وي هغوي  دې دا طریقه استعمال کړي ډېر ژر به فایده ورته ورسیږي:

دوې دستي ګشنیز په جوسر ماشین کې واچوي که جوسر ماشین نه وي په (اونګ) کې یا بل شي کې یې وګوټي چې ښه میده میده سې بیا یې چاڼ کړې یعاني اوبه یې ورڅخه وباسي، له دوو دستو ګشنیزو څخه لږ تر لږ نیم ګلاس اوبه ورڅخه جوړیږي دې نیم ګلاس اوبو ته  دوې کاچوغي عسل ورواچوي، یوه دانه د کورنې چرګې د هګي ژړ صرف د هګي ژړ ورواچوي، او ښه یې سره ولړي چې ښه سره ګډ سې بیا یې وڅیښي، په ورځ کې یې یو ځلي وڅیښي که په تش نس وي او که په ډک نس تر یو میشاتي پوري یې تکرار کړي په دې سره دماغي مکزوري رپه کېږي، جسمي کمزوري ورکېږي، او جسمي نظام ته قوت ورکوي، د وجود ویټامین سي پوره کېږي، د سترګو د دید کمزوري ورکېږي،د ویني فیشار (بلډ فرئشر) خپل نارمل حالت ته رارسیږي، سرچرخي ورکېږي، خواګرځي ورسره ورکېږي، او د بدن پوست قدرتي ښکلا پیدا کوي.

پینځمه طریقه:  هغه کسان چې خوب نه لري، او نشیي توکو روژد وي، او د عضلاتو دردونه ولري هغوي دې دا طریقه استعمال کړي:

دوې دستي ګشنیز په جوسر ماشین کې واچوي که جوسر ماشین نه وي په یو بل شي کې یې وګوټي چې ښه میده میده سې بیا یې په یو شي کې چاڼ کړې یعاني اوبه یې ورڅخه وباسي، کله چې مو د ګشنیزو څخه اوبه ویستي دې د ګشنیزو اوبو ته نیمه کاچوغه میده کړې تور مرچ،دوې کاچوغي د لیمو اوبو،نیمه کاچوغه د هوږې اوبه، او مالګه د ضرورت په اندازه ورواچوي، ښه یې سره ولړي چې ښه سره مئکس سې… ورسته یې بیا وڅیښي په ورځ کې یې یو ځلي وڅیښي که په ډک نس وي او که په تش نس تر 20 ورځو پوري یې تکرار کړي په دې سره به د عضلاتو ټول دردونه ورک سي، په هډکو کې به قوت پیدا سې، ساه تنګي یعاني  ساه لنډي به مو ورکه سي، د زړه  والونه د هر ډول مکروبونو څخه پاکېږي، د ویني چربي خپل نارمل حالت ته راټیټږي، تنفسي نظام د هر ډول ناروغیو څخه پاکېږي، د سترګو د دید کمزوري هم وسره ورکېږي، (Heart attack) د زړه حلمه )

د زړه د حملي څخه هم خلاصون تر لاسه کولی سې، د کمخوني ناروغي ( ائنمیا) څخه هم ژغورل کېږي… کوښښ وکړي چې دهنیا ( ګشنیز په ټولو هغو خوراکي توکو کې استعمال کړي کوم خواراکي توکي چې پخوی ځکه چې هم به خواړه خوندور وي او به مو صحت ته د ناروغیو څخه ژوغورل سوی وي.

نور بیا:

زیبا روشني ( نوراني)

سواد د افغانسان د هر درد واده ده

د افغانانو یوالي د زیبا وطن بریا ده


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©