د روژې د میاشتې فضائل:احمدشاه راشد
تاریخ: June 7th, 2016, 3:55 pm

ددې مبارکې میاشتې څو داسې فضائل او ځانګړتیاوې دي، چې صرف د همدې میاشتې سره خاص دي او ددې څخه ماسوا په نورو میاشتو کښې نه موندل کیږي، چې ځینې ئې په لاندې ډول بیانیږيRAMADAN:

۱ـ د اسماني کتابونو نازلېدل:

تر ټولو لوی فضلیت دادی چې په دغه میاشت کې د ټولو آسماني کتابونو او صحیفو نزول شوی دي. خصوصا د قران کریم عظیم الشان نزول، لکه څرنګه چې خپله قران کریم موږ ته دا ښودلي دي:

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ

ترجمه : د رمضان د میاشتې هغه روژه په کومه کښې چې قران کریم نازل شوی دی.

۲- د روژې د میاشتې نفلي عبادات د نورو میاشتو د فرض یا واجب عباداتو سره برابر والی:

دوهم فضلیت دادی چې د نوافلو درجه د فرائضو سره برابر او د یوه فرض درجه د اویا فرضو سره په دغه میاشت کې برابریږي.

۳ــ د جنت دروازې خلاصیدل د جهنم دروازې بندېدل:

د حضرت ابو هریرة (رض) څخه روایت دی چې نبي کریم (ص) وفرمایل:

ترجمه: کله چې د روژې میاشت داخله شي نو د آسمان دروازې خلاصیږي او په یو بل روایت کې دي چې د جنت دروازې خلاصیږي او دوزخ دروازې بندیږي او سرکښه شیطانان په ځنځیرانو تړل کیږي.

۴ــ په روژه کښې ددغه امت لپاره پنځه انعامونه:

د روژه نیوونکي د خولې بوی الله تعالی ته د مشک د بوی څخه زیات خوشبویه دی.

د روژې تر ماتولو پورې ماهیان د هغه دپآره د مغفرت غوښتنه کوي.

الله تعالی هره ورځ خپل جنت ښائسته کوي او بیا ورته وفرمایی: نژدې دی چې زما نېک بندګان د دنیا مشقتونه د ځان څخه لرې کړي او تا ته را وګرځي.

په دغه میاشت کې سرکښ شیطانان تړل کیږي نو هغه څه ته چې به دوی مخکې ور خلاصېدل اوس هغه ته نه شي ور خلاصېدلای.

د روژې په اخیري شپه کې روژه نیکوونکو ته ګناهونه وربخښل کیږي، صحابه کرامو رضي الله عنهم عرض وکړئ: اې د الله رسوله! ایا دغه د مغفرت شپه د قدر شپه ده؟ نبي علیه السلام وفرمایل: نه، مزدور ته د کار پر ختمېدو باندې مزدوري ورکول کیږي.

۵ــ روژه د رحمت د نزول او د دعا، د قبلېدلو میاشت ده

د حضرت عبادة بن صامت (رض) څخه روایت دی: نبي کریم (ص) یو وار کله چې روژه نژدې وه وفرمایل:

ترجمه : د روژې میاشت راغله چې ډیره د برکت میاشت ده، په دې کې الله تعالی په خپل رحمت سره پرتاسو چاپېره کیږي، رحمت درباندې نازلوي، او ګناهونه مو دربخښي او دعاوې مو قبلوي، په دې (میاشت) کښې ستاسو تنافس ( د خیر په کارونو کښې یو دبل څخه وړاندې کېدلو ) ته ګوري، او په تاسو سره ملائکو ته فخر کوي، نو تاسې الله تعالی ته د خپلو ځانو څخه عبادت، نیکي او ښه اخلاق ورښکاره کړئ، بدبخته هغه ځوک دی چې په دغه میاشت کې هم دې الله تعالی د رحمت څخه بی برخې پاته شي

۶ــ د ګناهونو د بخښنې میاشت:

د حضرت ابو هریرة رض په دغه روایت کښې په دې ډول دی چې دی وایي! نبي کریم (ص) وفرمایل:

ترجمه : چا چې د روژې د میاشتې روژه ونیول د ایمان او د ثواب د یقین سره د هغه ټوله مخکې ګناهونه معافیږي او چا چې د روژې د میاشتې په شپو کښې قیام ( لمونځ، تراویح او اذکار ) وکړل د ایمان او د ثواب د یقین سره د هغه مخکني ګناهونه معافیږي.


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©