د سرطان ضد درمل پيدا شول
تاریخ: October 4th, 2016, 4:17 pm

افغان ځواک: اوس اوس پوهان بريالي شوي دي چې د سرطان د ټولو ډولونو د درملنې لپاره درمل پیدا کړيsaratan.

د بیرګن پوهنتون مسولین وايي چې دوی کوښښ کوي ددې ناروغۍ د درملنې په برخه کې نورې هڅې هم وکوي.

شنونکي وايي چې دوی هيله من دي ددې ناروغۍ د پراختيا مخه ونيسي.

د بیرګن پوهنتون مسولین وايي چې دوی په دې اړه څو کاله څيړنې کړي دي.

شنونکي وايي دوی يو څه موندلی دی چې کولای شي د انسان په بدن کې د سرطان د ناروغۍ د ودې مخه ونیسي.

دوی وايي داسې ماده يي هم کشف کړې چې کولای شي د حجرو د معاشرت بڼه بدله کړي.

ويل کيږي دا درمل به ډير ارزان هم وي او هر سړی به کولای شي چې ويي کاروي.

سرطان چې اوس اوس په نړۍ کې ډيره شوې شنونکي په تیرو څو کلونو کې  ددې ناروغۍ پر درملنه باندې بوخت دي خو تر اوسه وړ څه نه دي موندل شوي او پر دې ناروغۍ ډيری اخته کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©