د سياسي ماشوم نازونه او کلابند ارګ: عصمت الله افغان
تاریخ: August 13th, 2016, 6:43 pm

حکومت په عام ډول او ولسمشر محمد اشرف غني په خاص ډول بیا د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله تر argسياسي نازونو لاندې راغلی

دی خو تر ټاکنو او سياسي هوکړې مخکې او په اوس وخت کې د عبدالله دا نازونه ډير توپير کوي او شونې ده پر ولسمشر يي تر پخوا فشار ډير هم وي ځکه دا وارې ولسمشر يوازې دی او په يوازې سر د يوې سترې مافيايي، غاصبې،جنايتکارې او جنګ سالارې ډلې مخنیوی به ورته ډير ستونزمن وي.

محمد اشرف غني چې په ډير سخت حالت کې د افغانستان ولسمشر شو او په ټول هیواد کې خلکو د رايي په ورکولو سره د ولسي حماسې نوی پړاو پرانیست خلک ورته هیله من وو خو د سياسي هوکړې تر کيدو وروسته ځينو ستونزو يو ډول خلک له ده زړه تورې کړل او دا پروسه لا هم روانه ده خو ددې کار لاملونه په دوو برخو ويشو چې يوه برخه يي عقده مندانه او شخصي او بله برخه يي بیا ملی او د ولس له ادرسه دي زه په عقده مندانه  زړه تورو څيرو باندې تبصره کول نه غواړم خو دا چې يو انسان پوه او مفکر ولسمشر دا کسان زړي توری کړي دي پر دوی هم لنډ مکث په کار دی خو غواړم په ليکنه کې  ددې دوهم ډول په دې لیکنه کې لنډ مکث ولرم:

۱ـ ارګ د څو تنو په انحصار کې: ولسمشر به د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال تر ډيره دا شعار  ورکاوو چې دی به کله هم د چاپړوسانو او بوټ پاکانو ښکار نه شي خو اوس په ارګ کې حالت داسې راغلی دی چې نه یوازې د چاپړوسانو تر سختې محاصرې لاندې دی بلکه د چارو ادارې رئيس سلام رحيمي او څو نورې مشخصې کړې يي د شټرينګ په ډول کاروي او همدا لامل او پر نوموړي ددې ډلې فکري اغیز دی چې نادر نادري ته چې د رحيمي اوښی دی دوه رسمي دولتي دندې ورکول شوي دي په داسې حال کې چې تر ده ډير لایق او وړ ځوانان چې افغانستان او ولسمشر ته ژمن وي بیکاره او در په در ګرځي. د رحيمي ډلې په ارګ کې د پښتون ځپنې پروسه داسې په درز کې پيل کړې چې له تیر نظامه ورپاتې خو غني ته ژمن کسان يو هم په ارګ کې نه دی پاتې بلکه په لومړي سر کې ارګ ته راغلي او رسمي مقرر شوي کسان يي هم په ښه زړه نه دي پريښي، دوی په ارګ داسې ډراماتيکې او شرمونکې ګمارنې کړي دي چې شونې ده د افغانستان د ارګ په تاريخ کې يي ساری نه وي.

د رحيمي ډلې په مشخص ډول د ارګ ټول هغه تشکيلات چې يو ډول به پښتانه پکې اکثريت وو ګډ وډ کړي، ډيری ادارې يي لغوه کړي او له خپلې وسې سره يي کوښښ کړی دی چې مشخص کسان په مشخصو ځايونو کې په دندو وګماري د بیلګې په ډول :

الف: د ولسمشر د رسنیو دفتر چې شعوري او په وطن مين پښتانه پکې وو شړل شوي،تورن شوي، لرې شوي، تشکيل يي را کم کړای شوی، مياشتې مياشتې يي معاشونه نه دي ورکول شوي او پر ځای يي داسې کسان مقرر شوي چې ان املا او انشا يي سمه نه ده زده.

ب:خدماتي برخه: ارګ په خدماتي برخه کې رياست لري ددې رياست مخکيني کارکونکي چې ټولو په سختو ورځو کې ولسمشر ته کمپاينونه کړي وو،منډې يي کړې وې او له خپله جيبه يي پيسې لګولې وې ددې په تور چې دوی د پخواني ولسمشر کسان دي له قانون او د ملکي خدماتو د قانون له په پام کې نيولو پرته يي له رئيسه تر عادي کارکونکي پورې شړل شوي تر ټولو ستر شرم خو يي لا دا چې باغوان يا صفا کار هم د تقاعد په پلمه له دندې شړل شوی چې د ډيرو خبرې هم په دې اړه ټولنیزو پاڼو ته را و وتې  خو ډيری نوي راوستل شوي کسان چې نه ارګ پيژني، نه په سياسي ادبياتو پوه دي په ډيرې اسانۍ سره يوازې د يو وړانديز په کولو سره رحيمي په يوه ورځ کې مقرر کړي او همداسې يي حقداره او نظام ته ژمن کسان هم په يوه ورځ کې لرې کړي دي.

ج: د فرامينو برخه: په چارو اداره کې تر دې مخکې د فرامينو په برخه کې ډيرو وړ کسانو چې پوره څو لسيزې يی هلته کار کړی وو او د هیواد په ملي ژبو پښتو او دري مسلط وو کار کاوو خو اوس اوس داسې کسان پکې مقرر شوي دي چې د دوی املا او انشا به مو د ولسمشر په ورکولو شویوفرامينو او د دوی په ادبیاتو کې ښه لیدلي وي، ددې برخې ډيری کسان په منظم ډول شړل شوي او داسې کسان پکې مقرر شوي دي چې ان له چا سره د خبرو کولو وړتيا هم نلري، دې چې همدې برخې ته په ارګ کې په سنګي تعمير کې چيرته چې د رسنیو دفتر، د ولسمشر فرهنګي مشاوریت  او د ولسمشر د اداري برخې نور دفترونه پکې دي مشخص دفتر ورکول شوی، ځانګړي قلفونه لري او داسې کسان پکې مقرر دي چې له چا سره عادي خبرې هم نه کوي چې ورشې ټوله ورځ ور پسې بند وی څو مشخص کسان چې مشري يي د رحيمي رئيس د دفتر کوي پکې ناست وي او له خپلې خوښې او سليقې سره سم فرامين ليکل کيږي او ولسمشر ته هغه اسناد ور وړل کيږي چې د نوموړي خوښ وي او همدا لامل دی چې د مشر، مخور، بانفوذه يا درد لرونکي غږ،غوښتنه او درد تر ولسمشر پورې نه رسيږي.

د:  د پالیسۍ معاونيت: د چارو ادارو په نوی تشکيل چې کله ولسمشر راغی نو د پاليسۍ معاونيت چې د کرزي صیب په وخت کې هم وو له ارګ څخه و ويستل شو او په چارو ادارې کې ورته معاونيت ايجاد شو چې د عتيق نوشير په نوم يو ځوان چې زه ورسره کومه شخصي يارانه يا بل لین نلرم مقرر شو او نوموړي هم لسګونو کدرونه له بهر څخه راوستل او دلته يي مقرر کړل خو دا چې د رحيمي ډراماتيکې او شرمونکې کړنې ورته د منلو نه وې نو په نوي تشکيل کې ورته د منحل کيدو موکه برابره شوه او نه یوازې نوشير بلکه ورسره راغلي لسګونو ځوانان هم بې سرنوشته شول.

ه: د شکايتونو د اوريدو آمريت:ياد آمريت چې تر دې مخکې په ارګ کې دننه وو او د کرزي په وخت کې د رياست دفتر تر چتر لاندې يی کار کاوو د ولسي غږ اوريدو په برخه کې ډيره موثره سرچينه وه خو دا چې يو لوري ته پکې نامسلکي کسان وګمارل شول او بل لوري ته د رحيمي خوښ نه وو او پر شکايتونو کيدونکو لاسليکونو د نوموړي وخت نيوه نو دا آمريت يي د همدې لامل او بل له تشکيلاتي پلوه د پښتنو دډيروالي له امله لغوه او يوازې دوه شمېرې يي د چارو ادارې د عرايضو له برخې سره يو ځای کړې او هلته هم مشخصه کړۍ حاکمه شوه او د کرزي د وخت هغه کسان پکې پاتې شول چې رسما د ولسمشر غني مخالفین وو او همدا اوس هم د نظام او پخپله ولسمشر پر ضد څو دانې پاڼې چلوې او په دوی پسې منظم منفي تبلیغات کوي.

همداسې د وياند د دفتر بې صلاحیته کول او ورسره د مطبوعاتو د رياست په نوم د يو نامسلکي رياست ايجاد،يوې خياطې او پروژي ښځې کاملې صديقي ته د ارګ په څير د هیواد د لومړۍ ادارې د مالي او ادارو چارو د رياست سپارل،اداري انحصار،د ولسمشر ناستو او مجالسو ته د فرمايشي ځوانانو وربلل او….. يي هغه بیلګې دي چې لنډه يادونه يي کيدای شي.

 د سلام رحیمي ټول ژمن کسان له هرې شونې لارې کوښښ کوي چې يوازې خپلې کړۍ ته کار وکړي له دې سره سره چې رحيمي په شخصي مجالسو کې ځان پښتون بولي او له پښتنو سره د کيدونکي پړه هم لکه نر پر ولسمشر ور اچوي خو له ارګ څخه کوم پښتانه چې ده شړلي او پښتو ژبه په بلک ليست کې راغلي له دې ژبې سره به په ټول تاريخ کې هم دومره زياتی نه وي شوی ځکه د کرزي د واکمنۍ پر مهال لس سلنه پښتو وه خو اوس اوس دا فيصدي صفر ته راغلې.

د عبدالسلام رحيمي اجنډا له دې سره سره چې ډيره مبهمه، پيچلې اويو ډول استخباراتي او پروژوي بوی ترې ځي په ارګ کې يي له اداري، فکري، رواني او ذهني انحصاره ښکاري چې نوموړی په مشخصو موخو پسې دی او د همدې په خاطر هم ډيره پانګونه په خپل ټيم کوي او  يو ډول يي خپل خيل او خټک راټول کړي دي او يو کس ته لکه نادر نادري دوه دندې هم ورکوي خو يوه خبره هم مه هيروۍ هغه دا چې د رحيمي په څير د مبهم کس يو وارې را پورته کيدل او له يو عادي او مبتذل ټلويزيون څخه تر چارو ادارو پورې رسيدل يي له بهرني ملاتړ پرته ناشونی کار دی او دا چې رحيمي په ډيره سپين سترګي پښتو او پښتون ځپنه کوي لامل يي دادی چې بهرنی مربي لري چې مرباوې خوري.

په فرامينو کې غلطي، په دفترونو کې پر پښتو ژبې بنديز، د پښتنو کدرونو شړل، په ارګ کې رسنيز انحصار،په دولت پسې منفي تبلیغ کونکو خبريالانو او متعصبینو  ته د مډالونو ورکول او يو ډول منفی ذهنيت ته خلک هڅول، د ښځو او له دولتي رموزو ناخبره ځوانانو ګمارنې او د ولسمشر فکري مخالفینو ته په ارګ کې يو ډول نه يو ډول موکه برابرول هغه څه دي چې کرار کرار يي ولس او هغه چې په ډيره لېوالتیا يي محمد اشرف غني ته رايه ورکړې وه زړه توري کړي دي.

په ارګ کې د رحيمي له دې عقده مندانه، پروژوي او استخباراتي کړنو خو داسې ښکاري  کله چې يو څوک د خپل دفتر مديریت سم ونشي کړای نو ناشوني به وي چې د يو هیواد او يا استخباراتي او تحمليي جګړو مخنیوی دې وکړی شي.

ولسمشر په بهرني سياست کې ډير په تيزه سره مخ په بره روان دی او همدا سیاست يي لږ تر لږه کم خلک  د يو باثباته افغانستان راتلونکې ته هیله من کړي دي او زه ډاډه یم که د نوموړي د بهرني سياست جديت او قاطعيت نه وی اوس به يي ډير مخکې ولس د حکومت ګيلم ور ټول کړی وی او د حکومت نوم بدۍ ته خو لا ډير مخکې د نوموړي په ټيم کې سلام رحيمي او ځينو نورو مشخصو کړيو ذهنيت سازي کړې وه.

خو خلک بل لوري ته بیا له امنيت شورا او د ولسمشر له شته مشاورينو څخه هم ځکه ګیله من دي چې دوی نه يوازې هيڅ يي په وس کې نشته يا يي نه کوي بلکه له خلکو سره تشې ليدنې کتنې هم نه کوي هر يو په خپل دفتر کې ناست دی، موټر لري، معاش ورته مياشت په مياشت ورکول کيږي نور د ولس په غم کې هيڅ نه دي.

د امنيت شورا ټول تمرکز يوازې او يوازې د ښاغلي محمد حنیف اتمر پر لیدنو کتنو او ددې شورا پر کورني مديریت دی، اتمر د  امنيتي سلاکار په توګه هيڅکله هم ولسمشر ته د  زړه او خلکو خبره نه کوي زه نه پوهیږم په ارګ کې ناست او له استخباراتي رموزو او موخو خبر اتمر ولې داسې چوپ دی او ولې يي ټول تمرکز يوازې پر ځان کړی دی ځکه د نوموړي په څير يو سړی که د ځان په خاطر هم مبارزه کوي باید د افغانستان او ارزښتونو ساتنه ورته لومړيتوب ولري ځکه که هيڅ نه وي لږ تر لږه خو د ولسمشر د شته ټيم غړی دی او تر احدي او دې نورو ښه ځکه دی چې په هیوادنۍ کچه په يو لوی بست کار کوي او که په پټه ولسمشر په ارګ کې په روانه بې غورۍ او د  يو مشخص قوم په ځپلو پوی کړي زه فکر کوم چې تاوان به ونکړي.

بل کس چې ډير به د خلکو سترګې ور اوښتي او ده به هم يو ډول ځان ولسمشر ته ډير نيږدې باله هغه د ولسمشر سياسي مرستيال اکرم خپلواک دی خو خپلواک بیا په داسې کارونو بوخت دی چې په دې لیکنه کې يي ځکه يادونه نه کوم چې حالت نازک دی او نه غواړم د کرزي د پټو او ښکاره مبلغينو لپاره سوژه سازي وکړم خو کينايي نغوته ورته ځکه کول غواړم چې خپلواک باید پوی شي چې دده له ټولو کړنو او …. څخه خلک خبر دي او که حالت ته بدلون ورنکړي او د ځان ساتنې په خاطر چوپتيا غوره کړي شونې ده د سرحدونو وزارت د ډالري معاشونو او ملګرتياوو په څير يي د ارګ ليستونه او معاملې هم پسې راو وزي.

خپلواک تل کوښښ کوي په شخصي مجالسو کې ځان ولسمشر ته نيږدې، د روانو لوبو مهم لوبغاړی او جميع الکمالات وښيي دا چې ځينې پښتانه يي يو ډول تر شته پوزيشن مخکې په ځان را ټول کړي وو هغوی سره کله کله ددې په خاطر ګوري چې د نوموړي صفتونه وکړي نور نو هيڅ پښتون ته په خاص ډول او افغان ته په عام ډول مشخص او ژغورونکی پيغام نلري.

۲ـ ځانپالنه: ولسمشر يوه ستره ستونزه چې لري له ځانه ډير راضي او داسې فکر کوي چې په هرڅه پوهيږي، موږ يي پر وړتيا او پوهه هيڅ شک نلرو او کله هم د هیواد مشر په توګه پر ده کيدونکې نيوکې د کومې شخصي عقدې يا سياسي امتياز په خاطر نه کوو خو زه چې دده خبرې، خنداوې،ناستې پاستې، د مشخص ټيم له لوري يي کلابند کيدل،احساساتي تصاميم، يو ستر قوم ته شاه کول،د لوبڅار په څير د هرسړي لاس پورته کول، د هرچا په نوم د سړک، څلور لارې او… يو بل تاريخي ارزښت نومول،د تذکرو او افغانيت په اړه يي چوپتيا……… او يو اړخيز قضاوتونه ګورم نو يو ډول مې دده پر دې انسان پوهنه او تفکر شک راشي او له ځان سره وايم که د نورې نړۍ روزل شوي انسان پيژندونکي داسې وي لکه زموږ ولسمشر نو افغانان باید د انسان پيژندنې فلسفيان شي.

خو اجرائيه رئيس که څه هم په خپل ټيم کې تر ولسمشره ډيرې ستونزې لري او له نوموړي سره ټول شته کسان له ورايه معلوم دي چې د شخصي ګټو په خاطر پر نوموړي را ټول دي ولې يوه ښې ګڼه لري او هغه داده چې پنځوس سلنه اخيستی واک یی ډير شمالي ټلوالې او پاتې نور يي يو مشخص قوم ته ورکړی دی،په دواړو معاونيتونو کې يي هم د لومړي مرستيال محمد خان په دفتر کې يوازې حزبیان او د دوهم مرستيال محمد محقق په دفتر کې يي بیا يوازې او يوازې هزاره ګان مقرر دي.

بله خبره داده چې شمالي ټلواله چې د سياسي زوال وروستي نفسونه باسي کوښښ کوي د يو بل شرارت په شتون کې يو لوري ته خپل زور وښيي، بل لوري ته بیا امتياز واخلي او بل لوري ته هم په روانه ګډ وډۍ کې ځانونو ته نوې پروژې پرانیزي ځکه که چیرته د افغانستان ګټې مهمې وی په هلمند او بغلان کې روانې وينې او وحشت  ته په کتو سره په داسې حساس پړاو کې د اجرائيه رئيس په توګه د سياسي ماشوم عبدالله عبدالله وروستۍ خبرې پر افغانستان او ملت باندې ملنډې دي.

اوس نو ولسمشر ته وړانديز  نه کوم بلکه برنۍ ستونزې باید دی حل کړي او که غواړي افغانستان او افغانان اصلاح شي، د خلکو غږ تر ده ور ورسيږي نو د رحيمي، خپلواک او څو نورو مضره کړۍ باید ختمه شي، د امنيت شورا سلاکار باید ځان له يوازې شورا را وباسي او په پوره قاطعيت سره شته ستونزې او د خلکو خوا بد والی تر ولسمشر پورې ور ورسوي.

عصمت الله افغان


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©