د شکرې (Diabetes) د ناروغي درملنه:زيبانوراني
تاریخ: November 8th, 2016, 6:16 pm

هغه کسان چې د شکرېshakara (Diabetes) ناروغي لري،که لویان وي او که ماشومان هغوې کولی سې چې د  شکرې د ناروغي علاج خپله وکړی.

له بده مرغه د شکرې ناروغي داسې کیمیاوې درمل نه لري چې د شکرې ناروغي د تل لپاره ورکه کړي. خو کنترول یې اسانه دی. یعنې د کنترولو درمل یې شتون لري.

او که یې 6 میاشتي پرله پسي دا لاندې طریقه استعمال کړي په سلو کې 70 فیصده امکان لري چې د شکرې  ناروغي یې د تل له پاره ورکه او نارمل حالت خپل کړي. یعنې د شکرې د ناروغي څخه به خلاصون تر لاسه کړي. د تل لپاره به یې شکره نارمل وي.

د انسان وجود انرژي ته اړتیا لري چې وجود یې انرژي و نه لري وجود یې حرکت نسي کولی، او د وجود انرژي هغه خوت پوره کېږي چې خوراک او څیښاک وکړي، انسان ته تر ټولو ارزښت لرونکې یعنې وجود چې ورته ډېره اړتیا لري هغه د ګلوکوز انرژي ده، په وجود کې د ګلوکوز انرژي یعنې طاقت، ډوډۍ،شیدې،میوې، لوبیا،نخود، سبزیجات،غوښې، او ترکاري پوره کولی او صحت د ډېرو ناروغیو څخه ساتلي سې. یو خبره بله هم سته، هغه انرژي چې میوې،سبزي، شيدې، لوبیا،نخود، ورجي، او ترکاري یې پوره کولی سې په غوښو کې ډېره کمه ده. یعنې د ورجو،شیدو،هر ډول سبزي،او ترکاري ،لوبیا، او نخود، دا ټول چې څومره زیاته انرژي لري په غوښو کې هغومره نسته. صرف د ماهیانو غوښې د غوائي،پسه، او د چرګ تر غوښو ډېره انرژي لري. ځکه چې فروټین یې تر نورو یازت دي.

انسان چې خوراک او څیښاک وکړي، یعنې ډوډۍ،غوښې،شیدې،میوجات، سبزیجات او ترکارې وخوري یا هم نور انرژي لرونکې نشابات وڅیښي هغه په وجود کې د معدې د نظام په مرسته هضمېږي،ورسته د وجود نورو نظامونو ته انتقالیږي او ګلوکوز منځ ته راوړي، بیا د وینې سره یو ځای کېږي، او د جسم ټولو برخو ته رسیږي،  د انساني جسم د حرکت او طاقت د پاره اړینه او ضروي ده چې ګلوکوز (شکره) یې نه ډېره لوړه وي او نه ډېره کښته.

د ګلوکوز ډېروالې او لږوالي د انسان جسم خپله په قدرت سره کنترولوي، او دا کنترول په جسم کې یو هورمون دی چې د  انسولين په نامه یادیږي، د انسولین هورمون د ميعدې په لاندې برخه کښې خپل ځانګړې ځای لري چې د (پانکراس) یا پئنقراص په نوم سره یادیږي، همدا پنکراس انسولین جوړي، او همدا هورمون چې انسولین نومیږي همدا په جسم کې خپله د ګلوکوز حجره ټکوروې یعنې سوځوي یې او له هغه څخه انرژي منځ ته راوړي، د انسولین کارې تګلاره یا حرکت یا دنده هغه وخت پیلږي کله چې انسان خوراک او څیښاک وکړي، د وخوارک او څیښاک ورسته په قدرت سره انسولین خپله کړنلاره عملي کوي او سرته یې رسوي، کله چې انسان خوراک او څیښاک وکړي په دې جریان کې د ګلوکوز اندازه د انسان په وينه کې لوړه خیږي یعنې ډېریږي، نو په دې وخت کې (پانکراس) یا پئنقراص وینې ته انسولین انتقال کړي او انسولین په وینه کې خپلي دندې ته علمي بڼه ورکوي او د وینې له حجرو څخه ګلوکوز اخلي او ګلوکوز ( شکره) خپل نارمل حالت ته راولي.

د شکري په ناروغي انسان هغه وخت اخته کېږي کله چې د انسولين اندازه یې په جسم کې کمه وي یعنې ډېره کمزوري وي، او سم کار نسي کولی نو ځکه په وینه کې ګلوکوز ډېروالي پیدا کړي او انسان د ستونزو سره مخ کړي، او د شکرې په ناروغي اخته سې.

د انسان چې دفاعي نظام کمزوي وي د پانکراس نظام چې انسولین جوړې هغه برخه یې سم کار نسي کولی نو ځکه په وینه کې شکره ډېره سې.

اول: کله چې د وجود د دفاعي نظام د پانکراس برخه له منځه ولاړ سې، یا تللي وي، او یا هم کمزورې وي، او انسولین نسې جوړلي نو انسان د شکرې له ناروغی سره مخ کېږي او دا ناروغي یې صرف د انسولین انجکشن یا ستني کنترولولی سې.

دوهم: کله چې د پانکراس برخه لږ انسولین جوړوي او د ویني ګلوکوز سم نسي کنترولوی، نو په دې وخت کې په ویني کې غوړ یعنې کلستورل هم ډېریږي او د ویني پریشر هم لوړ خیږي او انسان د شکرې د ناروغي سره مخ کېږي.

دریم: هغه میرمني چې ماشوم ولري یعنې ماشوم یې په نس وي، نو د هورمونونو په خاطر یې جسم زیات انسولين ته ضرورت لري که په دې وخت کې یې دفاعي نظام کمزوري وو او د پانکراس برخه یې ویني ته پوره انسولین نسوای انتقاولی، او یا هم انسولین لږ وي او سم کار نسي کولی نو په داسې حالتو کې میرمن د شکرې له ناروغي سره مخ کېږي.

(په دې اړه په راتلونکو  ورځو کې بشپړ معلومات درسره شریکومه. که ژوندۍ ومه)

اوس به یې لنډ ځواب او د لنډه طریقه درسره شریکه کړمه ډېرې فایدې به یې هغو ټول انسانان ته ورسیږي چې د شکرې له ناروغي سره مخامخ دي.

اوله طریقه: دوې سپیني (مولې)مرلې که غټي وي او که کوچني،  همدا دوې مولې پاکي په اوبو پرمنځي او هر ورځ یې همداسې یې وخوري. بل هېڅ شي هم مه په ګډوي. ساده یې وخوري  تجریبه یې کړي یوه فایده نه بلکې فایدې به یې خپله وویني.

 او یا هم نیم کلاس شیدې په جوسر ماشین کې واچوي، او یوه دانه مولې میده میده کړي شیدو ته یې واچوي او جوس ورڅخه جوړ کړي سهار او ماښم یې د خوراک څخه مخکې وڅیښې، هم به مو  د وجود دفاعي نظام پیاوړتیا پیدا کړي او به مو د وجود انسولین پوره وي، که یې 6 میشاتي هغه کسان چې د شکرې ناروغي لری دا طریقه تکرار کړي په سلو کې 70 فصیده چانس لري چې شکره به یې ورکه او تل لپاره به ورڅخه بې غمه سې. کوښښ وکړي چې تمرین یعنې ورزش هم وکړي.  ورزش یعنې سپورټ درسره ډېره مرسته کولی سې.

که سپیني مولې نه وي سرې مولې هر وخت وخوري هره ورځ یې وخوري سرې مولې لږ توندوالي لري که یې ساده خوارک خوند نه درکوی د شیدو سره وخوري، او یا یې هم د مستو سره وخوري، او یا هم هر خوارک چې کوي مولې هم ورسره وخوري. د شکرې څخه به خلاصون تر لاسه کړي. او نورې فایدې به یې هم درته ورسیږي.

دوهم: د نخودو ( چھولا) څخه ډوډۍ پخه کړي د ورجو له اوبو سره یې وخوري. نخودو ( چهولو) څخه اوړه پوډر ( اټا) جوړ کړي  مالګه د ضرورت په اندازه ورسره ګډه کړې،او ډوډۍ ورڅخه  پخه کړي او بیا دوه دري ګلاسه ورجي په درې لټره اوبو کې واچوي او جوش ورکړي چې ښه جوش یې وخوړي د ورجو هغه اوبه او د نخودو ډوډۍ ورسره وخوري، داسې هم کولی سې چې د نخودو ډوډۍ د ورجو په اوبو کې خیشته کړي او بیا یې وخوري هغه ستاسې په خپل اختیار پورې اړه لري چې څنګه درته خوند درکوي هغسې یې وخوري. ترکارې هم ورسره کډولي سې یعنې هره ترکارې چې مو خوښه وي هغه هم ورسره خوړلي سې. کوښښ وکړي چې تریمن هم ورسره وکړي.

دریم: په یوه ګلاس مستو کې څلور دانې هوږه میده میده کړي او ویڅښي، او یا هم په یوه ګلاس شیدو کې څلور دانې هوږه میده میده کړي بیا یې وڅیښې، نور هېڅ هم مه په ګډوي، د شکرې په کنترولولو او د شکرې په له منځه وړلو کې پوره مرسته درسره کولی سې.

هر ډول سبزیجات او ترکاري  دا ټول د شکرې د ناروغي په له منځه وړلو او کنترلولو کې درسره پوره پوره مرسته کولی سې، او صحت ته مو ښکلا او روغتیا دربخښلي سې. د رومیانو څخه جوس جوړ کړي او ویڅښي، او یا هم رومیان په ورځ کې یوه دانه یا هم دوې داني همداسې وخوري، لیمو ډېر وخوري،د خوراک په شانو کې هوږه هر وخت اتسعمال کړي.

افغانستان د پوهي انسانان غواړي، شملورغیرتیان نه غواړي.

#تعلیم_د_افغانستان_د_هر_درد_دوا_ده

#د_افغانانو_یوالي_د_زیبا_وطن_بریا_ده

#انسانیت_لوی_مذهب_محبت_لویه_سجیده_ده

زیبا روشني نوراني–  کاناډا


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©