د طالبانو بنسټ ايښودونکی مولوي احمدالله نانی ولې پاکستان ونيوه( مهم راز):اکرام الله اتل
تاریخ: October 12th, 2016, 8:14 pm

تر يو بیرغ لاندې د طالبانو پاتې کيدل د ملامحمد عمر مجاهد تر وژل کيدو وروسته نور ځکه ناشوني وو چې د اسلامي امارت په شته جوړښت لا له پخوا ستونزې وې خو دا چې يوازې يو امير يي درلود نو ډيرې دا خبرې د باندې نه راوتېTaliban

خو که يي د امير د مرګ درې کاله پټ پاتې کيدو ته وګورو نو شونې ده دا درک کړوچې د طالبانو د شته جوړښت ستونزې به څومره ژورې وې چې مړي پرې درې کاله راج چلاوو او ان مشرتابه شورا نه وه خبره بلکه لکه عادي خلک د رسنیو له لارې خبر شول.

پاکستان وروسته تر دې چې پوره يوه لسيزه يي طالبان د افغان حکومت په مقابل کې په پروژي شکل سره وکارول ( هم يي نيول او پلورل اوهم يي جنګول) او له امريکې هم ورته درې ميليادره ډالره مرستې راغلې نور يي ددې پروژې د تمديد لپاره دڅيرې بدلون ته اړتيا لرله، زه په خپله چې د طالبانو له ډيرو مشرانو سره نيږدې پاتې شوی يم د اسلامي امارت ستره بریا دا وه  چې له ډيرو خبرو خلاص مشر يي په راس کې وو خو د ملاعمر تر وژل کيدو وروسته د کوټې شورا د اخترمحمد منصور له ټاکلو سره سم پاکستان څو څو سهوې وکړې:

الف: منصور د اسلامي امارت په بنسټ ايښودونکوکې نه وو همدا لامل شو چې د ملارسول، منصور دادالله، طيب آغا،متعصم آغاجان او…. په ګډون ډير د اسلامي امارت له شته بدنې بیل شول او اوس هر يو په خپل وار سره د بیلابیلو محاذونو مشري کوي ان تر دي چې د منصوردادالله او ملارسول ډلې د منصور او هبت الله پر ضد وسلې پورته کولو ته اړې شوې او سلګونوتنه يي په خپل منځ کې سره و وژل.

ب: ټول منلی نه وو اويو ډول يي شخصي کاروبار هم کاوو چې ډیره برخه يي د نشه يي توکو ليږد را لیږد او په دوبۍ کې د بل چا په نوم تجارتونه وو نو د اسلامي امارت ډيری جنګي برخه يي په خپله ګټه را څرخوله چې تير کال په هلمند کې د تریاکو د کښت پر مهال يي زوروره جګړه او له قاچاقبرو يو ميلیون ډالر تر لاسه کول يي ښې بیلګې يادولای شو.

اوس چې پاکستان له نړۍ والې انزوا سره مخ شوی دی او پر طالب مشرانو هم فشارونه ډير شوي دي څو دوی په افغانستان کې ځينې سيمې ونيسي او له دې سره سم د کوټې شورا سويل او حقاني شبکه بیا ختيځ افغانستان ته ولیږدوي له دوی سره له کيدونکو مقاومتونو او په طالبانو کې د ننه له خپل سريو داسې ښکاري چې پاکستان به اوس په دریم اپشن کار کوي او په  دې اپشن يي يو څه کار هم روان کړی او اوس د هبت الله تر مشرۍ لاندې د کوټې شورا يوه برخه او د حقاني شبکه په بشپړ ډول له روسيي سره د مولانافضل الرحمن په وساطت اړيکو ته اړويستل شوې خود کوټې شورا او ملاعمر د کورنۍ نيږدې کسان پر دې معامله هيڅ خوښ نه دي خو ددې لپاره چې پاکستان د ملاعمر د شهادت په څير دا معامله هم پټه ساتلي وي نو يي هبت الله يو نامعلوم لوري ته انتقال کړی او د کوټې شورا درې مهم غړي آی اس ای په تیرو دریو ورځو کې نيولي دي  او بیا يي رسمي سرچينو ويلي دي چې دوی له افغان دولت سره د سولې د پروسې مخالف وو خو ډار دا دی چې اوس به  د هبت الله برخلیک څنګه کيږي ؟ خو څومره چې زه پوهیږم کيدای شي له روسيي سره تړون د هبت الله په لاسلیک وکړي او که پاکستان په اسلامي امارت کې مخالفتونه ولیدل نودستي به هبت الله چیرته و وژني او حقاني ته به د رامخې ته کيدو يو بل چانس هم په لاس ورشي.

اوس راځم په تيرو څو ورځو کې  د کوټې په اسحاق آباد کې د دریو نيول شویو طالب مشرانو برخې ته:

په نيول شویودریو تنو کې مولوي احمدالله نانی چې د اسلامي امارت بنسټ ايښودونکی او په خپله ملاعمر او د هغه کورنۍ ته نيږدې کس وو هم شامل دی، نوموړی تر دې مخکې د ځانمرګو د قطعې او په اوسني جوړښت کې د قضا او محاکمود برخې مسول وو.

احمدالله نانی له نن څخه پوره پنځلس ورځې په خپله هلمند ته را روان شو او مولوي يعقوب بیا چې په روسيي د طالبانو د پلور سرسخت مخالف وو قطر ته روان شو،خو دلته نانی دوکه کړای شو او مولوي يعقوب لږ تر لږه چانس راووړ چې د آی اس آی له نيول کيدو يا هدفي وژنې وژغورل شي او اوس په دوحه کې ناست دی.

مولوي احمدالله نانی  چې د ملاعمر تر وژل کيدو وروسته يي ټول تمرکز د خپلو کسانو پر تمويل او تجهيز وو ددې لپاره يي یوازنی لار چې لرله له اخترمحمد منصور سره د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس يو کول وو ځکه نوموړي بهرنۍ اړيکې نه درلودې او يوازې په کوټه او افغانستان پورې محدود پاتې شوی وو نو يي ډيره هڅه کوله چې ورسره شته جوړښت لږ تر لږه له فزيکي مرګ څخه وژغوري خو بخت ورسره ياري ونکړه او په هلمند کې يي له ډيرو هڅو اودرنو تلفاتو سره سره ونشوای کولای د پام وړ سيمې ونيسي او په وروستیو کې په هلمند کې تر پوځي فشار وروسته بیرته اړ شو چې کوټې ته ولاړ شي او هلته له تګ سره سم د کوټې په اسحاق آبادسيمه کې ونيول شو.

مولوي احمدالله نانی د اسلامي امارت د پخواني جوړښت بنسټ ايښودونکی وو، ملاعمر ته نيږدې کس وو او په وروستيو کې يي د نوموړي د زوی مولوي يعقوب د سلاکار حيثیت لاره او قطر ته د يعقوب د تګ وړانديز هم نوموړي ته ناني کړی وو.

خو پاکستان څه غواړي:

۱ـ کوښښ کوي د کوټې شورا په څو برخو و ویشي او ويشل شوې برخې يي يو لوري ته داعش ته ور مات کړي او بله برخه يي حقاني شبکې ته.

خو پاکستان ولې داسې کوي؟

 که پاکستان داسې ونکړي او روسيي ته داعش پیاوړی ونه ښيي بیا خو له مسکو سره شوې معامله نيمګړې ده ځکه روسان په یوه خبره قانع دي چې په افغانستان کې داعش پلویان نلري او يوازې د څو زرو په منځ کې کسان لري چې هغه هم تر اوسه افغان دولت په مرګوني ډول ځپلي دي. همدارنګه که په کوټه شورا کې د شته جوړښت ډيره برخه په زور يا خبرو حقاني شبکې ته د بیعت په خاطر قانع نشي کړای که چیرته مولوي هبت الله وژل کيږي نو بیا د حقاني شبکې د اوسني مشر سراج الدين حقاني لپاره کيدونکی بیعت نیمګړی کيږي او شونې ده دریم، څلورم، پنځم او شپږم ملارسول غوندې غټ غټ مشران ځانګړي محاذونه پرانيزي چې دا به شړیدلي اسلامي امارت ته يو بل کورنی سرخوږی وي.

۲ـ د کوټې شورا چې اوس پکې تر ډيره په قبیلوي لحاظ د لوی کندهار د سیمې ديني علما برلاسي دي باید د طالبانو له بلې برخې سره چې د لوی کندهار نه دي په بدي واړوي ځکه چې په دې کار سره يو لوري ته پاکستان ته د هدفي وژنو موکه برابريدای شي او بل لوري ته هم طالبان په خپل منځ کې له يو بل سره لګیا کولای شي که داسې ونکړي نوپاکستان په دې ښه پوی دی چې د طالبانو پياوړي مشران د دې هیواد پر ضدکيدونکي دي، همداسې له دې ضعف څخه په ګټه اخيستو حقاني شبکه ډير ژر په روسيه پلورلی شي همدا اوس له ملاعمر څخه را نيولې بیا تر مولوي ناني، احمدالله،ملارسول، منان نیازي، طيب آغا، آغاجان معتصم،ملاصمد ثاني چې د زابل دی  او همداسې مولوي سلیمان ټول د پښتنو د غلجي قبیلې خلک دي نو دلته به طالبان په خپل منځ کې په قبیلوي جګړو کې هم سره ښکيل کړي او بیا به پاکستان د دریم ګړي په توګه طالبان قانع کړي چې نه دې غلجی د طالبانو مشر وي او نه هم د کندهار څوک بلکه واک دې دریمې قبیلې يانې ځدراڼو ته چې نه غلجي دي او نه هم کندهاري بلکه په تاريخي استناد ورته کرړه وايي دوی ته ولیږدول شي.

پاکستان کټ مټ تجربه په پاکستاني طالبانو هم پلې کړه کله چې د ټي ټي پي يا پاکستاني طالبانو د تحریک دوه مسيد مشران حکيم الله مسيد او بیت الله مسيد و وژل شول او د مشر پر سر ستونزې پيدا شوې نو وزیر طالبان په يو لوري ولاړل  حافظ سعيد يي مشر شو چې وروسته يي داعش ته بیعت وکړ او مسيد بیا د خان سعيد سجنا په مشرۍ سره را ټول شول خو آی اس آی کوښښ وکړ حالت مديریت کړي او مولوي فضل الله يي را مخې ته کړ خو دا چې وزیرواومسيدو د مشر پر سرلسګونو تنه سره وژلي وو روغه ونشوه او باالاخره پاکستاني طالبان پاکستان ته په يو سرخوږي بدل شول او دا سرخوږی لا هم روان دی .

۳ـ بله مهمه خبره داده چې پاکستان غواړي نړۍ او خصوصا افغان حکومت ته داسې وښيي چې دوی د سولې په پروسه کې د مرستې په خاطر د طالب مشرانو د نيولو لړۍ پيل کړې خو تر څو چې بیا د سولې د يوې ډراماتيکې ناستې موکه راځي نو دوی به وخته له روسيي سره معامله کړي وي خو زه په اوس وخت کې ځکه ګمان نکوم چې نور په افغانستان کې شته طالب مشرانو دا واقعیت درک کړی چې لوبه بل ډول روانه ده، بله مهمه خبره داده چې له روسيي سره د طالبانو وروستۍ معاملې په افغانستان کې جنګيدونکو طالب جنګيالیو ته له مذهبي او ايډيولوژيک پلوه سخت ټکان ورکړی دی ځکه روسانو تر دې مخکې افغانستان اشغال کړی، مات شوي او دوه نيم ميلیونه افغانان يي شهيدان کړي او همدا ماته او اشغال طالبان تل د ځان لپاره ستر کريډيټ بولي.

۴ـ پاکستان يو ډول په خپل هیواد کې د ننه هم له سيآسي کشمکش سره مخ دی ملکي حکومت يي له هرې شونې لارې کوښښ کوي ځان له نړۍ والې انزوا خلاص کړي او پر دوی بندې شوې مرستې بیرته پاکستان ته را انتقال کړي او د همدې په خاطر خو راحل شريف او  د پاکستان لومړي وزیر نوازشريف په يو مجلس کې لفظي شخړه هم کړې خو آی اس آی او پوځ بیا داسې نه بلکه امریکې ته بديل په لټه کې ده څو له دې لارې امریکا قانع کړي چې هم به مرستې ورکوي او هم به يي په افغانستان او کشمېر کې د نبايبتي جګړې مخه نه نيسي.

اوس طالبانو ته څه په کار دي:

الف: په افغانستان کې په جنګ لګيا طالب مسولین: دوی نور باید له بدیو او افغان وژنې لاس په سر شي ځکه هغه شين څراغ چې د سولې په نوم لا هم شين دی باید سور نه شي يانې داسې حالت باید رامنځ ته نکړي چې سبا يي افغان ولس روس ته د غلامۍ په خاطر هيڅ د بښلو لپاره زړه ښه نکړي او څوارلس کلن وحشتونه يي بالاخره د روس په نوم تمام نه شي او اوس له ورايه ښکاري چې حالات همداسې کيدونکي دي.

ب: دوی اوس هم وخت لري باید نور جګړه او د ځان تباهي ته د پای ټکی کيږدي او د یو منظم بین الافغاني مکانيزم په شتون کې دې د سولې خبرې شروع کړي ځکه په دې کې د دوی ګټه داده چې نه به يي افغان حکومت نيسي او نه بیرته پاکستان ته د تيښتې په خاطر اړ کيږي همدارنګه د حزب اسلامي په څير به له قضايي خونديتوب څخه هم برخه من شي، دا خبره ځکه کوم چې ډيری طالب مشران اوس دا انديښنه لري که چیرته سوله وکړي هغه افغانان چې دوی وژلي دي نو خامخا به يي کورنۍ غچ ترې واخلي خو د قضايي خونديتوب چانس دوی باید کله هم له لاسه ورنکړي.

ج:حزب اسلامي د بین الافغاني سولې لپاره بنسټ کيښود او کرار کرار که طالب مشران د سولې له پروسې سره د يو ځای کيدو لاره غوره نکړي بیا نو مجبور دي چې يا د روسانو لپاره په افغانستان کې افغان وژنه او تباهي جاري وساتي او يا به يي لکه ملابرادر او ملاعبیدالله په پاکستاني زندانونو کې ساه وخيژي نو هغه چې لا هم نه دي نيول شوي او کولای شي افغانستان ته را واوړي يا لکه آغاجان معتصم دريم هیواد ته ځان وباسي نو دا باید ورته د خطر زنګ وي او نور له پاکستان څخه په هر قيمت چې وي پښې سپکې کړي.


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©