د غضلاتو د درد د درملنې آسانه لار: زيبا نوراني
تاریخ: September 12th, 2016, 4:42 pm

زه د  عضلاتو د درد یو څو کورنې علاجي طریقي درته لیکم او د تل د پاره به د هر ډول درد څخه خلاصون تر لاسه کړي. یو شرط لري ، شرط یې دا دی چې تمرین یعنې ورزیش غواړيZEEBA NOORANI.

څنګه کولی سو چې د زنګنو (knee pain) له درد څخه خلاصون تر لاسه کړو؟

دا هغه پوښتنه ده چې څو ورځي مخکې ځینو دوستانو کړې وه.

که مې ځواب ځنډولي وي بخښنه غواړم. وخت راسره ډېر کم وي او درسونه او کارونو مې ډېر زیات دي د وخت د نه شتون په خاطر  په اونې کې یوه یا دوې لیکنې کولی سم هغه هم د شنبي او یکشنبي په ورځ نو په دې خاطر هرې پوښتنې ته طریقي ژر ژر نه سمه لیکلی. بیا هم ډېره زیاته بخښنه غواړمه.

هغه کسان چې عمرونه یې د 40 کلنې څخه لوړ وي اکثره یې د زنګون له درد څخه شکایت لري، د زنګون د درد په ناروغي نن سبا ځوانان هم په ستونزو کې راګیر سوي دي، کله چې د انسان په بدن کې د کلسيمو او ويټامينو کموالی رامنځ ته سې په هغه انسان هره ناروغي ډېر ژر تاثر کوي، او د بدن د عضلاتو په دردونو اخته کېږي.

انسان هغه وخت له بیلابیلو دردونو او ناروغیو سره  هم مخ کېږي کله چې د انسان د وجود  ویټامینونه،کلسیم،پتاشئم، ایوډین، ائرن او فروټین له کموالي سره مخ سې، کله چې د انسان ویټامینونه کموالي پیدا کړي  دماغي پاور خپل توان ټولو عضلاتو ته سم نسي انتقالولی ، ځکه چې دماغ د کمزوري سره مخ وي، د بدن عضلاتوته طاقت نسي ورکولی، زړه خپله دنده سمه سرته نسي رسولی،د وجود ټول عضلات کمزوري وي، انسان ډېر په تکلیف کښي وي، وجود یې ډېر ګرم وي یعنې تبي نیولي وي. په داسې حالاتو کې هر ډول ناروغي په انسان باندي ډېر ژر تاثر کوي او انسان تر بیستره ورسوي.

د انسان د جود ویټامینونه،کلیسم،پتاشئم، ایوډین، ائرن او فروټین چې پوره وي په هغه انسان هېڅ ډول ناروغي   په اسانه سره غلبه نسي کولی، ځکه چې د بدن وینه یې د هر ډول ناروغي سره مقابله کولی سې او دماغي نظام د انسان وجود د ناروغیو څخه ژغورلی سې.

انسان چې هر ډول ګټور خوراک او څیښاک کوي د دې خوراک ډېره برخه یعنې په سلو کې 20 فصیده فایده یې دماغي نظام (مغر) ته رسیږي، دا نورو سیسټمونو یا نظامونه ته لکه تنفسي سیسټم، د زړه سیسټم، (کیدني) د پښتورګو سیسټم یا نظام، هاظمي سیسټم او د عضلاتو ټولو نظامونه ته 5 فصیده،10 فصیده،3 فصیده،4 فصیده، 7 فصیده او 12 فیصده رسیږي، مطلب د ګټورو خوارکو تر ټولو ډېره برخه یې دماغ ته رسیږي. او خوراک او څیښاک دماغ غواړي نس یا ګیډه یې نه غواړي.

 دا خوراک او څښاک چې موږ تاسې کوو دا زموږ نس یا ګیډه یې  نه غواړي بلکې دماغ یې غواړي.

همدا دماغ دی چې انسان دې ته اړباسي چې خوب وکړي،خوراک وکړي،حرکت وکړي،کار وکړي،زده کړه وکړي، تمرین وکړي او ژوند ته تکامل ورکړي،،،، دماغ په ټمبلي مه روزي بلکې په تعلیم، تمرین او کار، ګټور خوارک او حرکت یې وروزي. ژوند به مو د خوښیو ډک وي.

د قدرتونو لوی خالق د نړۍ نظام داسې جوړ کړی دی چې هر څه ته یې خپل ځای، او هر کار  ته یې خپل حرکت او ځای ټاکلی دی،  د نظام په چوکاټ کې ځانونه داخل کړي او خپل ژوند ته تکامل او حرکت ورکړي.

 د خالق نظام ته څنګه کولی سو چې داخل سو؟ دا هم یوه پوښتنه ده او ځواب غواړي.

اسانه پوښتنه ده او اسانه ځواب لري.

همدا یې ځواب دی: که یوه انجلۍ داسې انجلۍ چې واده یې نه وي کړې شل او سل کاله  دعاوي او خیراتونه،زیارتونه او عبادتونه وکړي او د اولاد د پیدا کېدو دعاوې او غوښتني د خالق څخه وکړي اولاد یې نه پیدا کېږي، او نه د قدرتونو خالق ورته اولاد ورکوي، ځکه د نظام څخه بهره روانه ده او دعاوې کوي، د اولاد د پیدا کېدلو له پاره به اول ځان ته یو هلک انتخابوي وي، کله چې یې ځان ته هلک انتخاب کړي دلته په نظام کې داخله روانه سول، چې د هلک سره یو ځای سې کېدای سې لوی رب یې سوال قبول کړي او د اولاد څښتنه سې.

که یو هلک شل او سل کاله خیراتونه او عبادتونه او زیارتونه وکړي او دعاوي کوي چې اولاد یې پیدا سې اولاد یې نه پیدا کېږي، د اولاد د پیدا کېیدو د پاره به اول ځان ته یوه انجلۍ انتخابوي.

 د اولاد غوښتلو اول شرط د انجلۍ او هلک خوښې،رضائي، او یو ځای کیدل دي. یعنې واده کول دي، چې انجلۍ او هلک سره یو ځای سې او په دواړو د اولاد غوښتنه وکړي 9 میاشتي ورته صبر وکړي دلته یې کېدای سې لوی رب سوال قبول کړي او د اولاد څښتنان سې او د سالي اولاد په پیدا کېدلو کې به کېدای سې لوی رب مرسته هم ورسره وکړي.

ځکه چې دلته دوی دواړو دعا په داخل نظام کې غوښتي ده. یعنې د قدرت په نظام کې داخل سوي دي، او ژوند ته تکامل ورکوي.

همداسې زموږ د وجود د نظام هره برخه ځان ځان ته دندې او حرکتونه لري، او د کایناتو لوی څښتن د ژوند د پاره هر څه پیدا کړي او برابر کړي دي د کایناتو خالق هر څه په تیاره او  دعاو نه راکوي بلکې په عمل او حرکت کې راسره کېدای سې مرسته وکړي. مثال یوه هلک او انجلۍ واده کړې وي او د واده یې 5 یا 10 کاله تیر سوې وي او اولاد یې نه پیدا کېږي، دوی دعاوي او خیراتونه کوي، خو بیا یې هم اولاد نه پیدا کېږي، که یوې ډاکټرې یا ډاکټر ته دواړه ورسې او خپله مشکل ورسره شریک کړي، داکټره/ډاکټر یې اول د مشکل ځای پیدا کوي چې مشکل یا ستونزه په چا کې ده؟ په نارینه کې او که په ښځینه کې؟ چې ستونزه یې معلومه سې  هدایت او درمل ورته ورکوي. یعنې تاسې فکر وکړي په دې نظام کې هر عمل یو حرکت لري او هر حرکت یو برکت لري. اوس طبي ساینس ډېر پرمختګ کړي دی. د کلنو کلنو څخه د خلکو اولاد نه پیدا کېدل خو اوس یې خپل علاجونه کړي دي او د اولاد څښتنان سوې دي.

خبره مې تر دې پوره اوږده کړل چې یعنې هر کار شوني دی هېڅ کار هم ناشوني نه دی…

 خو هر کار یو نظام او حرکت لري، او حرکت غواړي، او هر حرکت یو برکت لري، هره زده کړه یوه رڼا لري، او هر رڼا یوه روښانه ټولنه لري، او هر ټولنه یو روښانه راتونکې لري.

خپلي  موضوع ته به راسم.

د زنګون درد ځیني لاملونه لري لکه: د ورنو (پښو)(زنګون) د هډوکو تخریبیدل،ډېر چاغوالي، ډېر ماشومان زیږول، ډېر سکس کول، ځای په ځای ډېره ناسته، پلی نه ګرځیدل، په زنګون ضربه خوړل، د کوچنې هډکو او کړپندوکو بې ځایه کیدل،روما تیزم، د شکرې زیاتوالي، د ویني کموالي، د دماغ  یا عصابو کمزوري، د کلسیم او ویټامینو کموالي، په زنګون کې اوبه جمه (جمع) کیدل، او داسې نور ځیني علتونه لري چې انسان د زنګانه له درد او یا د نورو بندونو له دردونه سره مخ کوي.

 کله چې زنګون دردونه پیدا کړي یا  د وجود نور بندونه درد پیدا کړي او انسان له تکلیف سره مخ سي په خپل سر دې د  درد ضد درمل نه استعمالوي، ډاکټرې/ډاکټر ته دې ولاړ سې.

 ډاکټره/ډاکټر د دې درد علت پیدا کوي د ناروغ انسان څخه پوښتنې کوي، او وینو ټیسټونه یا اکسري ورته لیکلي تر څو ډاکټره/ یا ډاکټر خپل شک لري کړي بیا د انسان د عمر او عمل او حرکت په نظر کې نیلولو سره درمل ورته لیکلي، او هدایت ورته کوي. هیله مې دا ده چې هېڅ ډول درمل بیله د ډاکټرې/ډاکټر له مشوري څخه پرته مه استعمالوي.  ځکه چې تر ګټي تاوان درته ډېر رسیږي ژوند مو نور هم د ستونزو او کړاونو سره مخ کېږي. د درملو په خړلو کې د ډاکټرانو سره مشوري کول انساني اخلاق دي.

د درد ضد درمل په هر درملتون کې پیدا کېږي او ډېر انسانان یې بیله د ډاکټرانو له مشوري څخه استعمالوي خو دې ته فکر نه کوي چې دا درمل بیله څړنې او تشخص څخه پرته خوړل یې تر ګټی زیان ډېر لري.

 د درد ضد درمل لکه:نئمئ سولائډ، پائیروکسیکئم ،ډائ کلوفئنک، ،اسپرین،بروفین مئګناسیم، په سلګونه د درد ضد درمل شتون لري هره کمپني خپل نوم او تعریف لري، د دې درملو په خوړلو سره به یو څو ورځي درد ارام وي خو کله چې یې تاثر ختم سې بیرته دردونه شروع کېږي.

 دا درمل چې استعمال هم کړي یو څو ورځي به ارام احساس کړي خو کله چې د دې درمل تاثر ختم سي بیرته له درد سره مخ کېږي. نو ځکه د ډاکټر مشوره او تشخص ضروري او فرضي دی، که په زنګون کې اوبه جمه سوې وي هغه اوبه ډاکټره/ډاکټر ورڅخه کاږي، او که د روماتیزم ناروغي وه د هغه علاج درته کوي، که زنګون ضربه خوړلي وه یا هوډوکي تخریب سوي وه د هغه علاج درته کوي… همداسې نور…

د زنګون د درد اسانه او بې درملو  کورنی علاج: لمړۍ طریقه:

دوه داني سیب (سیبان) مڼي) )Apple) پاک په اوبو پرمنځي، د پوستکو سره یې په چاړه کوچني کوچني میده کړي، (یعنې سیب مه سپینوي) په یوه لوښې یا کوچني پاک دیګ کې دوه لیټره اوبه واچوي او سیب هم ورواچوي په اور یا ګیس یې کښیږدي چې جوش وخوري، کله چې اوبه په جوش راغلي  د 2 څخه تر 5 دقیقو پوري ورته اتظار سې چې ښه جوش وخوري، ورسته تر جوش سیب د اوبو څخه راوکاږي، او اوبه یې په ګیلاس کې واچوي همداسې یې ګرمي ګرمي وڅیښي، (لکه ګرمي چائ، یا کاوه چې څیښي) او همدا ګرم سیب په جوسر ماشین کې واچوي د سیب څخه چکیده جوړیږي، که جوسر ماشین نه وي په یو بل شئ کې یې وکوټي چې چیکیده سې یعنې خوړین سې ګاټه خټه اوبه ورڅخه جوړیږي لکه مستي (کوښښ وکړي چې سیب خیوالي ته پرینږدی یعنې ډېر درڅخه یخ نسي) همدا ګرم سیب په خپلو هغو ځایو باندي ووهي چې درد لري، خپلي دواړي پښې په مالش کړي د زنګون په غوټې باندې یې همدا ګرم سیب کښیږدي  دواړې پښې د بجلکو څخه نیولي تر زنګنو پوري دواړي پښې باندي ولړي، سیده پریوځي او تر درو دقیقو پوري خپلي دواړې پښي کرار کرار غځوي او ټولوي، غځوي او ټولوي…. که مو پیښې ستړې سوې 15 څخه تر 20 دقیقو پوري همداسې پریږدي ورسته بیا خپلي پښې په ګرمو اوبو پرمینځي. سیب به لږ ګرم وي خو ستاسې پښي به یخې کړي، داسې به درته معلومه سې لکه په پښو چې مو یخي اوبه واچولي، په داسې حال چې سیب به تاسې ګرم باندي وهلي خو ستاسې پښې به یخوالی پیدا کړي، په هغه ساعت کې به مو درد ورک سي، دا طریقه 20 ورځي پر له پسي سهار او ماښام تکرار کړي او هره ورځ یوه دانه سیب ورسره خوري، د تل د لپاره به له هر ډول درد څخه خلاصون تر لاسه کړي.

دا طریقه چې 20ورځي تکرار کړي، چې ګرمي اوبه یې وڅښې (هغه اوبه چې سیب مو پکښې جوش کړي وي) او ګرم سیب په خپلو پښو ووهي ستاسې پښې او بدن ټکوریږي د پښو رګونه،پلې کړپندونکې نرموالي پیدا کوي، د هوډکو په منځ کې چې خالیګاه شتون ولري یعنې هډوکې چې تخریب سوې اوسې هغه خپل ځای ته سره ورځي   پښي به مو ارام او وجود به مو ډېر د سکون احساس وکړي. ځکه چې د وجود پوست کوچنې کوچنې سورې لري چې په سترګو په اسانه سره نه لیدل کېږي، له همدې سورې څخه د وجود داخل ته په قدرت سره سیب خپل ځان رسوي، او خپله فایده انسان ته په عمل سره رسوي. سیب  (ویټامین B1,B2, B6)(C،E،K)   ویتامینونه لري د بدن دفاعې وړتیا لوړوي، د وجود د هر ډول مکروبونو سره مقاومت یا مقالبه کولی سې، سیب د خطرناکې ناروغي لکه د  سرطان ناروغي  مخنیوي کولی سې،  سیب پتاشئم او ایوډین، ائرن ډېر زیات لري، وجود ته بدلون  او ښایست ورکوي،د عصبي سیستم او د عضلاتو په پیاوړتیا کې پوره پوره مرسته کوي، انسان ځوان او طاقتور ساتي، او سیب د (کاربن هایډرایټ پیکتئن) په نوم فایده رسونکې  مواد هم لري چې په وینه کې د کولیستئرول په کښته کولو کې او په نارمل حالت راوستلو کې پوره همکاري کوي، د خطرناکو باکتررتیاو په له منځه وړلو کې مرسته کوي، او  ګټوري باکتریاوته قوت ورکوي، هغو باکتریاو ته قوت ورکوي کوم چې د  هاظمې په پیاوړتیا یعنې قوت کې ګټوري ثابیتږي.

دوهمه طریقه: یو ګلاس پخي اوبو ته چې نه ډېري ګرمې وي او نه ډېري یخي وي، دې اوبو ته دوې کاچوغي ادرک (ginger) (زنجبیل)  (په پښتو کې څه ورته وایې زما یې نوم نه دی زده بخښنه غواړمه). همدا ادرک دوې کاچوغي ګرمو اوبو ته واچوي، دوه داني لیمو پکښې اوبه کړي، که د لیمو اوبه وې دوې کاچوغه ورسره ګډې کړي،، دوې کاچوغي عسل ورسره مئکس کړي او ښه یې سره ولړي هر سهار او ماښام یې په تش نسي وڅیښې،  له دردونو څخه به خلاصون تر لاسه کړي، خو یو کار به تاسې هم خپله کوي لکه د  څیښلو ورسته 10 دقیقي تمرین وکړي، یعنې پلي تګ وکړي،پریوځي او پښې دیوال ته لوړي کړي، په یوې چوکۍ یا میز یا په کوم بل داسې ځای کښینې چې پښې مو د مځکي څخه لوړې وي،  یا لوړ ځای کښیني او خپلي پښې لوړي او کښته کوي. فایده به یې په درو ورځو کې درته څرګنده سې. 20 ورځي همدا طریقه تکرار کړي: لیمو،ادرک،او عسل دا په یوه ګلاس اوبو کې واچوي او څښل یې پیل کړي، او تمرین ورسره وکړي، ورسته تر تمرین یوه د کورنې چرګۍ هګۍ په یوه ګلاس شیدو کې واچوي نور هېڅ هم مه په ګډوي صرف یوه هګۍ، او یو ګلاس پخي شیدې هم ورسره څیښې ( کله مو له شیدو سره ډېره جوړه نه وي د چرګۍ هګۍ کچه په ګلاس کې واچوي لږ عسل ورسره ګډ کړي او ویڅیښي) د ټولو دردونو څخه به خلاصون تر لاسه کړي. ډېر غوړ خوارک مه خوري، یعنې چې ډېر غوړې ولري هغه خوراک کم کړي، چې ډېر خواږوالي ولري هغه شان هم مه خوري، نارمل غوړ شان، او خواږه شان وخوري، مستي ډېر وخوري،چکیده ډېره اتسعمال کړي، سبزیجات ډېر وخوري،   ماهیان (مچھلی) Fish) هګۍ وخوري… کچه رومیان وخوري، بادرنګ وخوري،زردکي ( ګازري) وخوري، پالک سبزي وخوري، د ګشنیز ډېر اتسعمال کړي، هوږه ډېره وخوري، مطلب هغه شان ډېر وخوري چې ډېر خوږوالي و نه لري، او ډېر غوړ و نه لري.

د دې طریقي په عملي کولو سره د بدن ائرن ،کلیسم،او فروټین پوره کېږي،  دماغ مو وسره پیاوړي کېږي،عضلات په قوت کې کېږي،چې عضلات قوت پیدا کړي درد له منځ ځي، او د جسم بندونه بیا هېڅ کله هم په درد نه اخته کېږي.

دریمه طریقه: په یوه لوښې کې څلور دانې لیمو اوبه کړي، مطلب د څلور لیمو اوبه په یوه لوښې کې واچوي، او دوې کاچوغي ( هلدې) (turmeric) ژړ کرکومن، او دوې کاچوغي عسل ورسره مئکس یا ګډ کړي او ښه یې ولړي چې کرکومن پښکې خیشته سې، 5 دقیقي یې همداسې پریږدي چې ښه خیشت وکاږي، ورسته تر پینځه دقیقو لس دانې هوږه سپینه کړې او میده میده یې کړي یعنې ویکوټي چې ښه میده سې همدا هوږه هم ورسره ګډه کړې، او ښه یې سره مئکس کړي چې ټول سره ګډ سې، او بیا یې په خپلو زنګنو ووهي، هغه ځایونه چې درد لري هغه ځایونه باندي مالش کړي   د بجلکو څخه تر زنګنو پوري دواړې پښې باندي مالش کړي، او خپل زنګون ښه باندي ولړي، یعنې د زنګانه په غوټي باندې یې ډېر ووهي، هم د  زنکانه لوړه خوا هم یې کښته خوا دواړې خواوي باندې ولري،  سهار او ماښام یې تر 7 ورځو پوري تکرار کړي چې د زنګون هر ډول درد وي هغه ورسره ورکېږي، او د پښو له دردونه څخه به تل لپاره خلاصون تر لاسه کړي، په یاد ولري چې له دې سره به هغه کسان چې د زنکانه درد لري  میوي او ترکاري به هم ډېرې خوري، او پلي تګ به هره ورځ کوي، هر څومره چې ډېر پلي تګ کوي فایده یې ورته رسیږي. د لیمو شربت جوړ کړي او هره ورځ یې څیښې، په دې سره به مو دماغ پیاوړي او عضلات طاقتوره وي.

څلورمه طریقه: تریمن ډېر وکړي، په کور کې وي او که د کور څخه بهر خپل تریمن یعنې ورزش مه پریږدي،،،، میوي او تکاري ډېر وخوري.

 دوه لیټره ساده اوبو ته څلور کاچوغي مالګه ورواچوي او جوش ورکړي هغه ګرمي اوبه په یو داسې شئ کې واچوي چې اوبه ورڅخه بهر و نه وځي لکه د پلاستک کڅوڼه په داسې شئ کې واچوي او همدا ګرمي اوبه په هغه ځایو باندي کښیږدي چې درد لري، یعنې د مالګي د  اوبو ګټور ورکړي،،، او یا هم پټاټي (آلوګان) جوش کړي او بیا یې وګوټي او هغه ګرمي پټاټي په خپلو هغه ځایو باندي کښیږدی چې دردونه لري، په دې سره هم درد ورکیږي، او کوښښ وکړي چې تمرین یعنې ورزش وکړي او د سیبو جوس،د لیمو جوس،انارو جوس،د مالټي جوس، د دهنیا او بادرنګو ګډ جوس،د هندواڼي جوس، د خټکي جوس، د کیلي جوس، د لیمو او پیازو جوس، د لیمو،دهنیا (ګشنیز) او هوږي جوس دا که په ورځ کې نه وي په دوو درو ورځو یې خامخا څیښي، که یې جوس نه وي میوي همداسې وخوري او ډېري زیاتي وخوري، هر وخت یې وخوري. سبزیجات ډېر وخوري. ګټي ډېري لري.

نور بیا..

#تعلیم_د_افغانستان_د_هر_درد_دوا_ده

#د_افغانانو_یوالي_د_زیبا_وطن_بریا_ده.


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©