د قذافي قبر پیدا کول ۲۵ ميلیونه ډالره جاييزه لري
تاریخ: September 18th, 2016, 10:32 am

افغان ځواک: د لیبیا د وژل شوي مشر معمرالقذافی کورنۍ ويلي دي که څوک د نوموړي د تدفین ځای ور received_206789933071292وښيي ۲۵ ميلیونه ډالره جايیزه به ورکړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د نوموړي د کورنۍ د يوتن غړي له خولې ويلي دي چې د نوموړي کورنۍ یو سوداګر ته ويلي دي که دا کار وکړي يادې پيسې به ورکړي.

ياد سوداګر چې د اسلحې کاروبار کوي انور صوان نوميږي او واشنګټن پوسټ ته يي دا خبره تاييد کړې خو وايي چې ياد وړاندیز یي رد کړی دی.

نوموړی وايي:« ما ورته وویل چې تاسو باید راشی د قذافي د ۴۰ کلنو کړنو مسوليت واخلی او بیا به يي مړۍ درته وښيم خو دوی دا مسولیت ونه مانه.»

نوموړی سوداګر وايي چې د قذافي تر وژل کيد و وروسته يي يوه شپه د نوموړي مړی په خپل کور کې ساتلی وو.

یاده دې وي چې صوان ته د قذافي پلويانو ځينې ګواښونه هم کړي دي ځکه دوی شکمن دي چې دا سوداګر د قذافي په وژل کيدو کې لاس لري.

قذافي په ۲۰۱۱ کال کې د اکتوبر په مياشت کې په ياد هیواد کې د نوموړي د مخالفینو تر تیري وروسته ونيول شو او بیا و وژل شو.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©