د لوګر د میرآبدال کرامات او ورمات چارواکي: لیکوال: د میرابدال پيری
تاریخ: July 29th, 2016, 5:01 pm

لوګر ته که د فيسبوک او خبرپاڼو د ولايت نوم ورکړو ډير بد به نه وي همداسې يي که مرکز د غرمزلو او انځور اخیستونکو هغه پسې وبولو نو په شاعرانه انداز کې يي خوند او رنګ ډيريدای شي او کيدای شي د خيال پالو او ځان پالو د ادب مينه پرې خړوبه شيmerabdal2

ځکه د ولايت مآب او شاهينشاه والي صیب محمد حليم فدايي،فيسبوکي او ټويټري رضی الله تعالی عنه په ورتګ سره نور له رئيس، مدير،آمر، مامور او ان ولسه ولايت پاتې دی، کار نشته، نيوکې او نقد نشته بس هر سړی په فیسبوک کې ناست دی اوس نو دومره دود شوی دی چې زموږ د کلي ډم يا نايي هم فيسبوک جوړ کړی دی او ماته کله کله یو نيم غږيز پيغام راليږي او ډير خوشاله دی چې زه جوړ یم خو ما لا ځواب نه دی ورکړی ځکه په دين، وطن، اداره، مشرتوب، ږیره،ايماندارۍ، وجدان او ولس مې ملنډې لیدلې وې ولې پر نړۍ او د دوی پر جوړه شوې ټکنالوژۍ مې ملنډې نه وې لیدلې خو خیر زموږ ډم ځکه مه ګرموۍ په لوګر کې ډاريږم  چاريان او پنج پايان هم فيسبوک ونلري ډم خو که هر څه وي انسان دی، دو پای دی او لږ تر لږه  تر دې بې وجدانو خلکو خو د ولس دا خیرن او ببر څټونه ور ښيوي او هیله من يم چې يوه ورځ د خلکو د څټانو انځورونه رسنیز کړي يا د چټ او پيغام پر مهال د کوم يوه غوږ يا پوزه ور پرې کړي نو څه خوند به کوي.

رښتيا یوه خبره مې هیره نه شي نن په لیکنه کې ډير کوښښ ځکه کوم چې ادبي او فني صنعتونه پکې ډير راوړم ځکه چې له همداسې يوې ادارې سره د قلم په ژبه څو خبرې کول غواړم او خدای مهربان دی د ملي سرود د شاعر او  په وطن مین شاعر محترم عبدالباري جهاني چې اوس وزیر د اطلاعاتو او فرهنګ او يا لږ تر لږه يي د کوم معين او يا مسول کس ور پام شي ويي  لولي او زموږ شاعرانه خو منثورې ولې له درده ډکه خبرې يې شاعرانه وجدان ولړوزي او باالاخره ولیکي مکتوب د منفکۍ د پوپل، راډيوساز او ډيش آنتن ساز مدير يي کاظم او ورسره دې نورو په ډير احترام او ورسره وسلام.

نن مې  له سهاره دا طبیعت لکه د لوګر جمعه بازار داسې خړ پړ وو بس سل زړونه مې يو کړل او لاړم په فیسبوک کې مې څارنه شروع کړه او رښتيا هیر مې نه شي د لوګر د والي صیب څو انځورونو او خبرپاڼو ته مې يو لايک،يو زړه او يوه هاهاهاها هم ور وتوغوله یاره نو فیسبوک هم عجيب شی دی چې دا زموږ فدايي لوګرته ولاړ دا څو اپشنونه يي هم دده په وياړ ور ډيرکړل خو دوستانو دا د هاهاهاها اپشن ډير سخت خوند کوي په زور دې تري جي…..

نو څه به مو سرخوږم چې داسې لږ کښته ولاړم نو يو وارې مې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ د رئيس فضیلت مآب شفيق پوپل پر شاعرانه اندازه او خورا عالي شانه کيفيت پر اخیستل شويو انځورونو او په لاس کې يي پر نيولې پنځه ليتري ګيلنه سترګې ولګيدې او همدارنګه په دې مبارک او د بایسکل زین ته ورته سر باندې ايښي پکول يي نو هغه د کندهاريانو خبره ګرسره سخت خوند راکی سم د نامي زوی شکاريده، نو ما ویل راشه تر دې خبرپاڼې مخکې اول ددې سړي پر انځور لږ هغه د چا خبره سترګو ته آب او تاب ورکړم بیا به ددې قدرمن اقوال زرین او متونې تاریخي وګورم چې څه يي فرمايلي په اړه د فرهنګ د لوګر.

نو قدرمنو چې انځوريزه ننداره خلاصه شوه او ډاډه شوم چې دې سړي هغه د استنجا  په څير کوم داسې خطرناک انځور نه دی پکې اخیستی  نو ددې سړي لیکل شوې خبرپاڼه، له میرابدالې ولې لیدنه، پنځه سوه تږو او تندغرو وهلو ونو ته مې دده د پنځه ليتره اوبو د ورکړې او هغه د چا خبره پر سر پکول ته مې وکتل بس پوره مې هغه د والي صيب محمد حلیم فدايي کراچۍ، خاوره او نمایشي انځورونه سترګو ته لکه فلمي خيال پلو تیر شول نيږدې وو د الله اکبر او مرګ پر خاينانو نعره مې له خولې و وزي خو غلی له ځان سره مسکی شوم ما ويل لیونتوب مه کوه جمعه ده په کور کې يي اوس به دې کورنۍ د ليونتوب په پلمه تر ليونتون پورې ورسوي بیا به څه کړې خو بس د زړه له در ده مې د ولايت د شکايتونو نمبر ته يو زنګ و واهه اول خو چا پورته کاوو  خو چې دا پورته يي کړ ما ویل صیب د میرابدال پيری يم ونې له تندې وچې شوې هلۍ اوبو راوسوی خو یو کس داسې ډير تند ځواب راکړ:« ځه ورکيږه موږ خو داسې په اوبو ماړه شو چې اوس د میرابدال ونې پاتې دي» له غصې مې ټليفون بند خو درې مسکاله مې بیا هم ورکړل او هغه د اطفايي او کور والا د مسکال کانه مې وکړه هاهاهاهاهاهاهاهاها، پر ځان مې  لعنت او پر لس کلن رئيس او دده پر بې کفايتي او ورسر ه شته هنرونو مې رحمت او پر شاعر وزیر مې ور باران کړل دردونه ځکه چې نه وينې زموږ د رئيس کړنې او چکرونه عاليشان.

قدرمنو مينه والو زه نه پوهيږم چې دا زموږ شفيق پوپل (فوفل) په وزن د دل دل اوس رئيس دی د کرنې کنه رئيس دی د اطلاعاتو او فرهنګ، ځکه هلته تږې ونې منم چې دا د لوګر د مسولو چارواکو د وجداني بې فرهنګي ښودنه کوي او که دوی لږ وجدان هم لرلی نن به شونې ده د لوګر ډيرې سيمې په افغانستان کې بې سارې وې خو اوس دې غره ته دده پورته کيدل يعني چي؟ او بل که پرې خبر شي والي فدايي نو څه وایی جوړ به نه شي ترې دريم جنګ جهاني؟ ځکه ده ويلي دي ټولو سوبه دارانو او منصبدارانو ته چې دده له اجازې پرته يي ان که چاته په فیسبوک کې لايک يا کمينټ هم ورکړی وو بیا به يي خیر نه وي البته يوازې زړه پکې لیږلی شي او بس.

اوس نو ونې تږې دي،میرابدال تباه او برباد دی، غصب پکې روان دی او  ر ئيسان پکې چکرې وهي نوددې ګټې او تاوانونه به ولس ته څه وي؟ آيا د لوګر خلکو ته خبرپاڼې، چکرې، انځورونه په ګټه  دي که کار؟.

پر همدې ميرابدال باندې همدا اوس د کرنې په رياست کې د يو ميليون ډالرو په ارزښت د نيالګيو د کينولو اسناد پراته دي، په همدې ميرابدال باندې محمد حليم فدايي څو وارې هاشم حسين خيل، نارسمي خو ولسي سکرتر يي عدالت عبدالرحيمزی او ډير نور څو وارې را وګرځول خو نه پوهيږم چې په دې غره  کې به دې زموږ رئيسانو، والي او وکيلانو ليدلي څه وي چې داسې ور مات دي زه خو وايم دوی شومې موخې لری او که شومې موخې لري نو اول دې الله او بیا دې هلته په تيږو خښ میرابدال ولي دوی په شرمونو وشرموي.

شفيق پوپل صیب!

ستا په رياست کې تر فرهنګه ډير توجه بودنه بازۍ ته کيږي، ستا په رياست کې ټيپ سازان او سي ډي پلرونکي مدیران دي، ستا رسمي مامورين په رسمي ورځو کې مزار ته ځي او له هغه ځايه د عطا نور د ستاينې پروژې راوړي، ستا په همدې رياست کې يوازې يو کتابتون نشته، د لوګر د فرهنګ په اړه په ټولو لسو کلونو کې يوازې یوه مقاله نه ده لیکل شوې، يو سينمار، مشاعره، نندارتون او…. نه دی جوړ شوی نو تاته له خیره چې ځان دې سجاو کړی دی او په غرونو کې ګرځي زه وايم ته له دې غرنيو ونو تیر شه د فرهنګ د ونې بیخ او بنياد دې و ويست د هغې په بساینه کې کار وکړه، کار اهل کار ته وسپاره، بودنه بازي او… بنده کړه، خپلو کارونو ته توجو ډيره کړه ځکه لوګر دومره شين دی چې يو میرابدال پکې همداسې خړ پړ هم نظر ماتي ته ښه دی.

قدرمنه!

لس کاله کيږي رئيس يې خو په لسو کلونو کې مهرباني وکړه لس کاره دې راته ليست  کړه چې تا لوګر، فرهنګ، رياست او يا ځوان پوړ  ته کړي وي، زه پوهيږم خوږه ژبه لرې، ژر خلک غولولی شې او کيدای شي ډير مخکې دې لا د اطلاعاتو او فرهنګ وزير هم غولولی وي او له فدايي سره خو دې هسې هم د میدان وردګو د پي آرټي، جي ای زيټ، آی او ام او اشيا فونډيشن د خلاطونو يارانه وه خو ای ته دا فکر مه کوه چې لس کاله دې تیر کړل  لس به نور هم تیر کړې وايم که بیخي دا رياست تاته ستا د عمر تر  پای پورې هم درکړای شي مرګ شته او د الله له حساب او کتاب څخه په والله که خلاص شې.

پوپل صیب!

اوس داسې نه چې بیا دې اعصاب کار پريدي او اخطار راکړې يا مې په مرګ وګواښې خو ای ياد دې شي هغه تیره اونۍ دې چې په رياست کې له کارکونکو سره جلسه نیولې وه يوه مامور دې څه درته وويل؟ آيا شته داسې کوم رئيس يا رياست په لوګر چې و وايي ستاسو رياست يي په فرهنګي برخه کې دا برخه پیاوړې کړې؟ آيا شته کوم داسې ځوان يا شاعر چې تاسو يي د کارونو ستاينه کړي وي.

پوپله ګرانه!

والي صیب محمد حلیم فدايي چې نوی درغی ستاسو ټولو پښې په لړزه وې هغه هم په هغه دغه ځوانان راټولول او په يو بل يي د سپکولو لړۍ پيل کړه اسدالله غالب ته يي لس زره افغانۍ معاش ورکړ او د آدينې په نوم يي د جمعې په ورځ يو بهیرګوټی جوړ کړ خو کله يي چې ښه له خلکو او شاعرانو سره په بدي واړاوو بیا نه آدينه شته او نه آينه آیا نه کيدل چې دا کار تاسو تر دې مخکې کړی وی او شاعران دې را ټول کړي وی.

په هر حال زه پوه يم تا نه ملامتوم په تا اوس هم آفرين وايم چې یوازې يو وارې دې غره ته وختې خو افسوس پر والي او افسوس د ملي شورا پر غړو او ولايتي شورا راځي چې په اونۍ کې يو وارې يي په والي پسې دوسيي او موباييلونه اخیستي وي دې ځای ته ورځي.

پوپل صیب! خربوزه از خربوزه رنګ ميګیره که نور نه وی ورغلي ته هم په خوبونو عادت يي خو د فدايي فيسبوکي، خبرپاڼه ايز او  ځان ته د شهرت خمار تاسو هم معتاد کړي ياست هیله من يم د ځانونو درملنه په وجداني روغتون کې وکړۍ او د لوګر  او ولس په خاطر نور له دې ملنډو تیر شی، ځکه نه به میرابدال شين شي او نه به  څوک سيل يا چکر ته درشي خو که زما منی دا پاتې او واړه واړه کارونه وکړۍ او له دې شنو غرونو او مزاياوو موږ هسې در تیر يو.


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©