د لوګر والي څنګه خلک وارخطا کړي:عبدالله مظلوميار
تاریخ: July 25th, 2016, 10:50 am

د لوګر والي محمد حليم فدايي چې کله کله په مدیریت کې د ماسترۍ لرلو دعوه هم کوي خو ماستر نه دی او دا topic 3کار هم ترې لکه د ارزې

د لارې،خروار د ښونځيو او امنيت په څير نیمګړی پاتې شوی دی خو همدې باطلې دعوې يي په خوار لوګر کې د ټولو شته ادارو رئيسان، مديران، آمرین او وکيل صواحبان سخت وارخطا کړي دي دوی داسې فکر کا چې فدايي شونې ده په مديریت کې د ماسترۍ په لرلو سره علم غيب ولري خو داسې نه ده بلکه د لوګر شته والي محمد حلیم فدايي په چالاکۍ او په شاتو کې د زهرو په ورکړه کې  يوه نه بلکه څو دانې ماستريانې لري.

د ولایت هره اداري ناسته چې جوړيږي د والي له راتګ سره سم نوموړی په شفرانه انداز يو رئيس مخاطب کوي:« زه دې پيژنم چې ته څوک يي او څه دې کړي له ځينو خبرو دې خبر شوی یم» د والي همدا خبره ټول وارخطا کړي غوږونه مړه شي. له دې سره سره چې د ځينو رئيسانو په زړه کې خبرې وي، پلان وي، يا د خپل رياست، مديريت او امریت د ستونزو په اړه يي ډير څه را ټول کړي وي ولې ددې خبرې په اوریدو يي يو وارې پیاګي وتښتي او نور نو ساه کښ مخلوق په بې ساه تبديل شي خو لا يو نر پيدا نشو چې په همدې جلسه کې مخامخ ورته و وايي که غل يم نو لرې مې کړه او که غل نه يم د کړي توهين له امله مې باید د حيثیت اعاده وکړې چې له امله يي باید افسوس وکړو ځکه جرأت لرونکی انسان تل ګټونکی دی.

اوس اوس په لوګر کې د ځوانانو پارلمان ته د يو مشخص قوم، مشخص کس او مشخصې موخې په خاطر د والي په فرمايش درې تنه معرفي شوي دي له دې سره سره چې په ټولنیزو پاڼو کې دې کار غوغا جوړه کړي خو اصلي کيسه داسې ده چې والي په دې ټولو کارونو کې دخيل دی او ټول کارونه څنګه يي چې زړه وي په خپله مديریت کوي ان تر دې چې هلته شته ژورناليستان خبر دده په خوښه لیکي، مدني ټولنې يي تر اغيز لاندې راوستي او هيڅ  خپلواک خوځښت ته اجازه نه ورکوي.

والي په لومړي سر کې چې لوګر ته ولاړ  له هيڅ  رئیس، مدیر،امر او کارکونکي راضي نه وو د پراخو بدلونونو او سمونونو خبره به يي کوله هر سړی يي وډار کړ او باالاخره له نوموړي سره جوړجاړي او د فدايي دخبرې د منلو لپاره موکه سازي وشوه، د اطلاعاتو او فرهنګ  رئيس فدايي ته لومړنۍ موخه وه خو دا چې له دوی سره يي پخوانۍ اړیکې او يارانه وه باالاخره هلته شته مضره کړۍ په خپل ټول زور سره  پاتې شوه او پوره لس کاله کيږي چې ددې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس خپلې دندې ته دوام ورکوي.

والي د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې د وکيلانو، جمعتيانو، عطامحمد نور او…. بانډونه په خپل وار سره تر خپل ځانګړي ترحم او پوښښ لاندې راوستي دي او د دوی له لارې رسنیز، فکري، مدني،تبليغاتي او رواني سانسور کوي او د ځوانانو د پارلمان مسله هم د والي د مخ مخامخ هدايت په شتون کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د یو تن مدير  محمد کاظم له لوري پر مخ وړل کيده او د اطلاعاتو او فرهنګ لس کلن رئيس شفيق پوپل هم په جریان کې وو ان تر دې چې ځينو  ځوانانو او ټولنو ته فورمې هم نه وې ورکول شوې.

محمد کاظم چې جمعيتی او د ټلوالې سړی دی تر دې مخکې يي د ډيش آنتن جوړولو ، سي ډي ګانو  او ټيپ سازۍ دوکان درلود خو دا چې جمعيتي افکار لري نو يو وارې مخکې شو اوداده نن تر مديریت پورې رسیدلی دی په لوګر کې يو وخت کې د عطامحمد نور لمانځنه،بلخ ته د لوګر د ولايتي شورا د پخواني رئيس حسيب ستانکزي سفر  او بیا د عطا پر ضد د بشری جنایت په اړه د خپرو شويو اسنادو غندنې او د بلخ د سرپرست والي ستاينې ته همدې کاظمي نه یوازې موکه سازي وکړه بلکه له بلخ څخه ورته څو وارې منظمې پيسې هم راغلې او لا هم شونې ده دا پيسې را روانې وي.

د ځوانانو پارلمان يا يي استازيتوب د مالي ګټې وټې لپاره مناسب ځای نه دی خو د مبارزو ځوانانو د رامخې ته کيدو او د ولسي باور په راخپلولو کې مهم رول لري بله مهمه خبره داده چې یو ډول يي له يوناما او نړۍ والو سازمانونو سره هم اړیکې شته دي که وړ کس ورته وټاکل شي نو شونې ده له خولې راوتونکی غږ يي فرمايشي نه بلکه ولسي وي خو که چیرته دا ټاکنې د والي او يا ټيپ ساز او رادوساز په خوښه کيږي نو لکه څنګه چې په شته رسمي ملي شورا کې بې سوادانو، د خاموشی پادشاهانو او  په ځان مينو شرمولي يو نو د ځوانانو په پارلمان کې به مو هم بې سواده ځوانان او  د نور امر ته ناست استازي په شرمونو وشرموي.

په لوګر کې داسې نه ده چې لوستي او مبارز ځوانان نشته بلکه په زرګونو  دي خو موکه ورته نشته فدايي او ورسره تلي تبلیغاتي بانډ يي کاري، مدني او رواني کړۍ دومره را تنګه کړې چې ليسانس  ځوانان اوس ملي اردو ته تګ ته زړه ښه کوي ځکه وايي په لوګر کې ورته څوک د کار  چانس نه ورکوي، په مدني برخه کې داسې مبارزين شته چې کلونه کلونه کیږي مبارزه کوي  او ارمان لری چې يو خدمت وکړي خو يو ډول يي د قومي، ژبني، حزبي او يا سمتي تړاوونو پر بنسټ مخه نيول کيږي او ګواښل کيږي.

په لوګر کې هر سړی کوښښ کوي درناوی ورته وشي خو په دې نه پوهيږي چې څنګه؟څومره؟ او د کوم معيار پر بنسټ؟ او همدا لامل دی چې د ولايتي شورا برحاله وکیل عدالت عبدالرحيمیزی تر ولسي باوره د والي د سکرتر رول لوبول، د ولسی جرګې غړي د شخصي تجارتونو کول،ولسی مشران مضر احتياط کول او لوستي هغه بیا په ځان د ډاریدو له امله چوپتیا ته لومړيتوب ورکوي او په بشپړ ولايت کې لرې پرتې سيمې له وسله وال دښمن او مرکزي او لږ څه امن سيمې بیا له غاصبینو، پروژه يانو او  خلاط خورو سره دي.

هیله من يم والي محمد حلیم فدايي د ۲۱ پيړۍ انساني اړتياوې درک کړي، ځان ته دجميع الکمالات فکر  ونکړي، د خودخواهۍ له ناروغۍ را و وزي، او  داسې څه وکړي چې لږ تر لږه يي ولس ته ګټه ورسيږي هغه څه چې دی  يي اوس د يو والي په توګه کوي دا ټول ولس په غفلت کې اچول دي که چیرته زه وايم چې امنيت نشته خو والي يي نه مني او ناامني وي دا نو د ولس تباهي ده، که چیرته زه وایم چې د ځوانانو پارلمان ولسي چار دی والي ته نه ښايي پکې لاسوهنه وکړي خو دی اجازه نه ورکوي دا د ځوانو استعدادونو وژل دي، که چیرته زه په زړه کې خبره لرم او کول يي غواړم خو والي مې په خولو لاس را ږدي دا د بیان پر آزادۍ او د يو انسان په ورکول شوي حق تیری دی هیله مې داده او فدايي ته ځولۍ غوړوم چې له دې کارونوتیر شي ځکه که دی د يو کس پر يوه ستونزه خبر وي موږ يي له موسسې بیا تر جعلي ماسترۍ،میدان وردګو، کمپاين، فکر او عمل او بیا لوګر پورې له لسګونو  ستونزو او وهنو خبر یو، په دې ښه پوهيږو چې د لوګر د پوهنتون د نوې ودانۍ تړون څه ډول شوی، پيسې چا خوړلي، کاري کيفیت څنګه دی،څوک ، چیرته،څنګه او ولې مقرر شوي، ولسوالۍ له کومې ستونزې سره مخ دي او باالاخره د فيسبوکي خيالاتو  اظهار د څه لپاره دی خو راځئ تیر په هیر کړو که چیرته موږ ستونزه لرو، فدايي ستونزې لري،که چیرته موږ لږ کمزوری یو ، فدايي بیا ډيرې کمزوریانې لري هيله مې داده چې افشاګريو او ديو بل سپکولو ته لکه څنګه چې فدايي دا لړۍ پيل کړې موکه برابره نکړو ځکه که دا لړۍ پيل شوه بیا به نو د قندیل بلوڅ کيسه ترې جوړه وي او کيدای شي د والي اصلي او لومړنی انځوزیز البم بیا زه په خپله ډيزاین، چاپ او تکثیر کړم.

فدايي دې کله هم کوښښ نه کوي لوګریانو ته داسې وښيي چې دی د ولسمشر نيږدې کس دی او پر ده د ولسمشر  د کړي باورپايله وه چې لوګر يانې خپل کور ته يي د والي په صفت را ولیږه، اصلي کیسه موږ ته ټوله معلومه ده او موږ ښه پوهیږو چې فدايي د تحول او دوام په ټيم کې د څومره باور لرونکی وو او اوس څومره باور لري خو دې خبرو ته اوس اړتيا نه وينم د ځوانانو د پارلمان د استازو تر بیا ټاکل کيدو صبر کوم خو که ونشوه نو بیا به مې مجبوریت پر مسولیت بدل شوی وي او  هغه څه به و وايم چې لا يي ويلو ته اړتيا نه وينم خو په پای کې يوه خبره کوم چې کړې لیکنه مې قومي، سمتي، ژبنۍ يا فردي توهين نه بلکه د استعدادونو غوړيدل، د رواني ډار له منځه وړل،د والي پر وړاندې چوپتيا ماتول او بالاخره حق ته دحق ویلو د جرأت پيل دی.

ربی یسر ولاتعسر


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©