د لیکوریا د ناروغي درملنه:زيبا نوراني
تاریخ: September 27th, 2016, 5:38 pm

د سپیني مادې،چرک،او د رحم د زخم څخه د خلاصون اسانه لاره اسانه کورنې قدرتي درملنهZEEBA NOORANI.

هېڅ ډول بازاري درمولو ته به اړتیا پیدا نه کړي که دا طریقي خپله عملي کړي. له ډېرو مصرفونو څخه به وژغورل سې

هغه ټولې مرمینې/انجونې چې د میاشتنې عادت وخت یې نه وي رارسیدلي او له بدن څخه یې سپیني/ژړې نرې اوبه رواني وي او ډېرې زیاتي وي، او یا یې د میاشتنې عادت په وخت کې سپینه یا ژړه ماده  یې له وجود څخه روانه وي،  او بد بوي ولري یا چرک ورسره وي، او یا یې وینه له وجود څخه روانه وي ( خونریزې ولري) وخت او نا وخت یې نه وي معلوم او د ملا درد، د سر درد او د نس درد، د پښو درد  هم ورسره ملګری وي، او یا په میاشت کې دري څلور ځلي یې میاشتني عادت تکراریږي یعنې په یوه میاشت کې دري څلور ځلي وینه له بدن څخه خاریجیږي نو درملنه یې ضروري ده.

 یو څو کورنې قدرتي د درملنې طریقي یې درته لیمکه ډېره مرسته درسره کوي له ډېرو مصرفونو څخه به وژغورل سې او د روغ صحت څښتنانې به سې. (هغه متل دی وایې روغ صحت پاچاهي ده یا چې صحت روغ وي هره ورځ اختر دی) نو د خپل صحت ساتنه په هر چا فرض ده.

ډېري وخت ځیني انجونې/میرمنې د میاشتني مریضي په وخت کې د ملا او د نس درد احساسوي او ځیني وخت کله کله ډېره شیدیده تبه هم ورسره ملګرې وي په اصل کې دا کومه خاصه ځانګړې یا د تشویش وړ خبره نه ده د میاشتنې عادت سره دردونه پیدا کېږي او بیرته خپله ورکېږي.

همدا دردونه او  تبه د میاشتني عادت په وخت کې پیدا کېږي چې کوم خاصه د ستوزي وړ یا د تشویش خبره ځکه  نه ده چې په موږ تاسې ټولو ښځینو کې د  میاشتني عادت په وخت کې لږ دردونه پیدا کېږي لکه د ملا درد د نس درد او د پښو درد دا دردونه بیرته خپله ورکېږي دوې درې ورځي لږ درد وي اما دومره هم نه وي چې انسان تر روغتون یا بیسترې پورې ورسوي، هغه ټولې انجونې او میرمنې چې سپورت کوي له دې ډول دردونو سره اسانه مقاومت کولی سې ځکه چې عضلات یې پیاړي وي او وجود یعنې بدن یې داندورفئن مواد لري ( دانډورفین هغه مواد دې چې د هر ډول درد سره د مقاومت په وخت کې مرسته کولی سې او دا مواد په بدن کې په تمرین یا ورزش سره پیدا کېږي) نو ځکه د درملو خوړلو ته هېڅ اړتیا نه لیدل کېږي، خو کله کله دا درد ډېر زیات سې چې علاج یې ضروري وي د هغه د پاره د درد ضد کمزوري درمل هم په هر درملتون او کور کې شتون لري په یوه کپسول او ټابلیټ سره یې درد او تبه ورکیدای سې. لکه پنستان، بسکئپان ،بروفن، پئسټامل،،،، خو ځیني وخت دا درد دومره ډېر وي چې انسان ډېر زیات او ډېر شدید په تکلیف کښې وي نو په دې وخت کې له ډاکټړې/ ډاکټر سره مشوره کول او خپله ستونزه ورسره شریکول یې غوره انساني اخلاقي لاره ده. ځکه چې ډاګتران یې اصلي علت څرګندوي، کېدای سې په رحم،هومورمون کې کوم بل مشکل پیدا سوې وي، کېدای سې چرک یا زخم هم شتون ولري، یا کومې نورې ستونزي یې پیدا کړې وي کله چې د ستونزو درک څرګند کړل سې بیا درمل ورکول کېږي،  په یاد ولري چې د میاشتني عادت په وخت کې   هر ډول د درد ضد درمل خوړل بیله مشوري څخه نورې ستونزي پیدا کوي نو ځکه  له ډاکترې/ډاکتر سره مشوره کول یې غوره لار ده.

د میاشتني عادت په وخت کې صرف د میاشنتي عادت په وخت کې د سپینو یا ژړو نرې اوبو وتل کومه د تشویش وړ خبره نه ده په شرط ده دې چې دا سپین یا ژړ مواد چې له بدن څخه خاریجیږي بد بوې و نه لري همدا سپینه مریضې په اصل کې خپله سپینه وینه ده چې کله د انجونو/میرمنو میاشتنې عادت وخت وي او په دې وخت کې سپینې نرې یا ژړې اوبه خاریجیږي دا ځکه چې  هیموګلوبئن په وجد کې کم وي یعنې کمخونې لري نو په وینه کې پلازما ډیره سې نو ځکه د وینې په ځاي سپينې نرې اوبه له وجود څخه بهر کېږي، چې دا په اصل کې سپینه وینه ده چې کومه خاص ناروغي یا د شتویش وړ خبره نه ده خو که چېري دا سپینې مریضې ډېر بد بوی ولري یا هم چرک ورسره وي نو علاج یې ضروري دی. ځیني وخت  له بدن څخه سپینه ماده وتل ډېره زیاته وي چې درملنه یې ضروري ده که یې په وخت درملنه  و نه سې انسان د نورو ستونزه سره مخ کوي او ډېر یې کمزورې کوي او بیا یې علاج ډېر ستوزمن کېږي.

په ځینو انجونې کې چې اوله مرحله یې د مریضې وي هم کله کله سپینه ماده یې له وجد څخه بهره کېږي چې دا د پروجسترون ،هومورمون د ډېروالي څخه پیدا کېږي هېڅ د تشویش وړ خبره نه ده او نه کومه خاصه ناروغي ده. په دې شرط چې دا سپینه ماده بد بوي و نه لري.

که یې بد بوي درلودی مطلب یې دا دی چې په رحم کې چرک یا مئکورب شتون لري نو علاج یې ضروري دی.

ډېر علتونه لري په هغه یې نوره نه ږغیږمه لیکنه ډېره اږده کېږي بیا یې لوستل وخت ډېر غواړي. لیکنه درته لنډومه او کورنی علاج یې درته لیکمه.

بیا وایمه چې علت یې هر څه وي دا لاندني طریقي یې درسره ډېره مرسته کوي او سل په سله کې یې په ګټه خپله پوهېږي او ډېره زیاته ګټه درته رسیږي. له ډېرو مصرفونو څخه به وژغورل سې. په دې هیله چې عملي یې کړي. نور تاسې او خپل اختیار. د خپل صحت او ژوند خپله مالیکانې/مالیکان یاست.

لومړي طریقه: یو ګلاس پخو شیدو ته یوه کاچوغه میده کړې ژړ کرکومن (هلدې) یوه دانه د کورنې چرګې هګۍ دا یو ځای د شیدو سره ګډ کړي او ښه یې سره وړلي چې مئکس سې بیا یې وڅیښې (د خوند د پاره که لږ بوره، ګوړه یا عسل ورسره ګډوي او که نه هغه ستاسې خپله خوښه ده) وڅیښې که په ډک نس وي او که په تش نس هېڅ فرق نه لري. 15 ورځي یې پر له پسي سهار او ماښام یې تکرار کړي ډېرې ګټي درته رسیږي،،، لکه د میاشتني عادت مریضې په خپل وخت راتلل، او هېڅ د درد احساس به نه کوي، یعنې ډېر شدید دردونه به نه لري،که په رحم کې چرک یا زخم شتون ولري هغه وسره قدرتي ورکیږي او جوړیږي، که سوزش ولري هغه هم ورسره ښه کېږي، د بدن کلسئم،فروټین،(ویټامین،آي،بې او ویټامین سې) پوره کېږي، پروجسترون ،هومورمون خپل نارمل حالت ته رسیږي، د هر ډول مئکروب څخه پاکېږي او ساتل کېږي، په رحم کې چې کوم چرک وي هغه هم ورکېږي، که په داخل رحم کې زخم وي هغه هم ښه کېږي، او که یې دوامداره هره ورځ یې څيښل پیل کړې ګټې یو په زره ډېرې دي… عملي یې کړي او خپل صحت له ناروغیو څخه وژغوري.

دوهمه طریقه: یوه دانه کیله،یوه دسته ګشنیز، نیم ګیلاس شیدې دا په جوس ماشین کې واچوي او جوس ورڅخه جوړ کړي کله چې جوس ورڅخه جوړ سې بیا یوه دانه د لیمو اوبه ورسره ګډې کړي او ویڅیښې، که جوسر ماشین نه وي یوه دانه کیله کوچني کوچني میده میده کړي او ګشنیز په یو شي کې ښه وکوټي چې چکني ورڅخه جوړ سې بیا یې نیم ګیلاس شیدو ته واچوي او یوه دانه د لیمو اوبه هم ورسره ګډې کړي، د خوند د پاره لږ بوره د ضرورت په اندازه ورسره ګډه کړې او ویڅښې د خوند د پاره ځکه وایمه چې ګشنیز لږ ترخه وي نو څیښل یې هر چاته اسانه نه وي که بوره، عسل یا ګوړه ورسره ګټه سې بیا یې خوند سمیږي او څیښل یې خوندور کېږي،،،  دا طریقه 20 ورځي سهار او ماښام پر له پسي ترکرار کړي د دې په څیښو سره هغه انجونې/میرمني چې د لیکوریا په ناروغي اخته وي د تل لپاره به د لیکوریا له ناورغي څخه خلاصون تر لاسه کړي، یعنې هغه میرمني/انجونې چې د سپیني یا ژړې مادې څخه شکایت لري د تل لپاره به له دې شکایت څخه خلاص تر لاسه کړي، او سپینه مریضې به یې ورکه سې، خپله میاشتني عادت به یې په خپل وخت راځي او د دردونه له شکایت څخه به هم خلاصون تر لاسه کړي، ځکه چې د دې په څیښو سره د بدن ټول عضلات یې پیاوړي کېږي، کمخونې ورسره رپه کېږي، یعنې د وجود هیموګلوبئن یې پوره کېږي، کمزوري یې ورسره ورکېږي،د سترګو دید یې هم روښانه کېږي. که په وس کې مو وه ځای او وخت مو ورته درلودی په ورځ کې یو ځلي د 10 څخه تر 15 دقیقو پوري د ځغستا تمرین هم وکړي  ځغستا هم ډېره مرسته درسره کولی سې.

دریمه طریقه: پینځه دانې هوږه سپینه کړې او په یو شې کې یې وکوټي چې خوړین سې (د هوږې یو غټي نه بلکې  د هوږې د یوه غټي څخه پینځه دانې هوږه بیله کړې او دا پینځه دانې هوږه سپینه کړي بیا یې وکوټي) لس دانې بادام هم وکوټي یعنې میده میده یې کړې کله چې هوږه او بادام ښه وکوټل سول بیا یې یو ګیلاس ګرمو شیدو ته واچوي، او یوه کاچوغه میده کړې سپینه ځیره هم وسره ګټه کړي، یوه کاچوغه عسل،یا ګوړه او یا هم بوره ورسره ګډه کړې چې خوند یې لږ شیرین سي یعنې خوږ سې ځکه چې هوږه لږ توندوالي لري په دې خاطر لږ بوره یا عسل او یا هم ګوړه ورسره ګډه کړي بیا یې وڅیښې  دا طریقه یوه میاشت یعنې 25 ورځي یې پر له پسي هره ورځ یا هره شپه تکرار کړي یعنې په ورځ کې یې یو ځلي یا د شپي او یا د ورځي تر 25 ورځو پورې یې پر له پسي تکرار کړي د دې په څیښلو سره ډېر ګټی درته رسیږي، د ویني فشار خپل نامرل حالت غوره کوي، دماغ پیاوړي کېږي،جسمي کمزوري ورسره ورکېږي،کمخونې ورسره رپه کېږي، خنوریزې ورسره ورکیږي، د لیکوریا له ناروغي څخه خلاصون تر لاسه کېږي، د ملا درد،د سپوخسي درد،د پښو درد،د سر درد ورسره ښه کېږي، او ورکېږي،په بدن کې او یا په رحم کې چې کوم میکروب شتون ولري هغه له منځ ځي،ټولې خطرناکې باکتریاوي ختمیږي، تنفسي نظام پیاوړي کېږي، په پښتورګو کې که کوم چرک شتون ولري هغه هم ورسره ختمیږي.د متیازو په وخت کې کوم سوزش شتون ولري هغه هم ښه کېږي او ورکیږي. ( یادونه: که د هوږي د بوي څخه بد وړي یا یې د څیښلو ورسته د خولي څخه د هوږي بوي راوځي او هغه بوي درباندي بد لګیږي تاسې کولی سې چې د هوږې دا بوي د  ګشنیزو په مرسته رپه کړي یعنې ختم یې کړي، ګشنیز په غاښو یعنې په خوله کې وژو وي او بیا یې تیر کړي ځای پر ځای د هوږي بوي ورکېږي)

په ځینو ځایو یا سیمو کې هغه سیمي چې د ښار څخه لرې وي د ژمي په موسم کې تازه میوې نه پیدا کېږي، هغوي کولی سې چې دا څلورمه طریقه عملي کړي

څلورمه طریقه: یوه دانه د کورنې چرګۍ هګلۍ په یوه ګیلاس کې واچوي،د هګۍ ژړ او سپین دواړه سره ګډ کړې بیا یوه کاچوغه ژړ کرکومن (هلدې) نیمه کاچوغه میده کړې ادرک، او نیم ګلاس تازه مستي ( تازه مستي ځکه چې تروې نه وي بلکې خوږي وي) دا ټول یو ځای سره ولړي چې ټول ښه سره ګډ یعنې مئکس سې دوې کاچوغي بوره یا عسل هم ورسره ګډ کړي او هره ورځ یې په تش نس وڅیښې. که د ورځي وي او که شپي په ورځ کې یو ځلي څیښل پیل کړي تر 20 ورځو پورې یې پر له پسي دوامداره تکرار کړي، نیم ساعت ورسته چې بیا هر خوارک کوي هغه وکړي، خو په یاد ولري چې بیا دوه ساعته ورسته خامخا یو ګیلاس پخي شیدې هم وڅیښې. په دې سره درې مهمي فایدې درته رسیږي، هغه انجونې/میرمني چې په میاشت کې درې یا څلور ځلي یې پر له پسي وینه ورڅخه خاریجیږي له دې ستونزي څخه به د تل لپاره خلاصون تر لاسه کړي، دوهمه فایده یې دا ده چې په بدن کې او یا د رحم په داخل کې او بهر  کې چې هر ډول میکروب شتون ولري هغه ځای پر ځای ختموي او د میاشتني عادت په وخت کې به هېڅ ډول د سپینې یا ژړې مادې له ستونزې سره مخ نسي، دریمه فایده یې دا ده چې د ملا درد او کمزوري ورسره ورکېږي د ملا عضلات پیاوړي کېږي.

کوښښ وکړي چې مستي ډېري وخوري ځکه چې مستي د بدن بده باکتریا ختموي غوره او ښه باکتریا ډېروي او پیاوړي کوي یې، یعنې ( bad bacteria بډ باکتریا له منځه وړي، او (good bacteria) ګوډ باکتریا غشتلي کوي.

سبزیجات او ترکاريو خوړل هم ډېره مرسته درسره کولی سې سبزیجات او ترکاري ډېر وخوري.

او دا ترکاري همداسې کچه ډېره وخوري لکه: سره رومیان،پیاز،لیمو، ګندنه،ګشنیز،نانا هوږه، اردک،مولي (مورلې) ګلفي،لیمو، نارنج او نور،، او په میوجاتو کې هر ډول میوه چې وي ویخوري د هېڅ دول میوو څخه پرهز مه کوي. که لندې میوي وي او که وچي خوراک یې درته ګټور دي.

پینځه طریقه: لږ انذاده کشمش په احساب د 20 څخه تر 30 پوري کشمیش ( وچ انګور) په یو ګیلاس پخو ساده اوبو کې واچوي،پینځه داني بادام میده میده کړي هغه هم ورسره ګډ کړي څلور داني وچ انځر کوچني کوچني کړي او ورسره ګډ یې کړي،اود ګیلاس په سر یې یو شي ورکښږدي چې کوم میکروب ور ونلویږي، یعنې د ګیلاس پر سر یو داسې شي کښیږدي چې ګیلاس ته دوړه یا کوم بل میکروبي شي ورنسي،، څلور ساعته او یا هم شيژ ساعته یې همداسې پریږدي چې ښه خیشت وکاږي ورسته تر څلور یا هم تر 6 ساعته ورسته یې بیا په تش نس وڅیښي  که د ورځي وي او که شپي ویڅښي، یعنې کشمیش،بادام،او انځر یې وخوري او اوبه یې وڅیښې په تش نس یې وخوري او وڅیښې. دا طریقه یوه میاشت پر له پسي تکرار کړي په دې سره ډېرې فایدې درته رسیږي، او په لسو ورځو کې به یې خپله په فایده پوهسې لکه: دماغي پاور پیاوړي کېږي،، د وجود ټول عضلات ورسره پیاوړي کېږي،کمخوني ورسره ورکېږي،کمزوري ورسره ختمیږي، د ملا درد ورسره ښه کېږي،ذهني کمزوري ورسره رپه کېږي،په رحم کې که چرک وي او یا زخم وي هغه هم ورکېږي او ښه کېږي، او میاشتني عادت به یې په خپل وخت وي هېڅ بې وختي به نه کوي، هېڅ ستونزه به نه لري، او هغه میرمنې چې ماشوم ولري هغه ماشوم ته یې هم فایده رسیږي صحتمند او ښکلي ماشوم یې پیدا کېږي، او هغه ټولې میرمنې چې په دې پوه سې چې ماشوم یې په نس سوی دی همدا طریقي دې تر هغه وخته هره ورځ تکرار کړي او  جاري دې وساتي چې تر څو یې ماشوم پیدا کېږي د هغو میرمنو د پاره چې ماشوم ولري  ځکه ډېره فایده رسونکې درمل دي چې د ماشوم د پیدا کېدو په وخت کې به د ډېرو شدیدوو دردونه سره مخې نسي په ډېري اساني سره به یې ماشوم پیدا سې او ماشوم به یې هم ډېر ښکلي وي، او میرمني به هېڅ کمخونې و نه لري.

ستاسې روغتیا روغ صحت زموږ د هیلو څخه یوه مهمه هیله ده.

نور بیا

سواد دافغانستان د هر درد دوا ده

د افغانانو یوالي د زیبا وطن بریا ده

زیبا روشني نوراني _   کاناډا


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©