د مدني ټولنې د همغږۍ جرګه:د غوراوي کميټې ته معرفي شوي کسان نه منو
تاریخ: November 16th, 2015, 12:34 pm

افغان ځواک: په کابل کې د مدني ټولنو تر ټولو پياوړې شبکه وايي چې د ټولټاکنو د کمشنرانو لپاره د غوراوي کميټې ته پیژندل شوي کسان د مدني ټولنې استازيتوب نشي کولایmadani tolani

د دوی له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:«ځینې مدني ټولنې د ټولټاکنو د کمیسیون د غړو د ټاکنی لپاره د غوراوي د کمیټی لپاره د مدني ټولنی په استازیتوب ځینې کسان حکومت ته ورپيژندلي چې دا د دوی د صلاحیت څخه پورته کار دی. هیڅ ډله یا جوړښت چې ټول چتري بنسټونو ته د وندې زمینه برابره نکړي، خپله پریکړه په ټولو مدني ټولنو باید ونه تپي. نو پر همدی بنسټ کڼو چتري بنسټونو ته فعلي کسان د استازو په توګه د باور وړ نه دي او د دغو ډلو دا ډول پریکړې غیر مشروع ګڼي او د ملي یووالي د حکومت د رهبری نه په کلکه غوښتنه کوي چې د مدني ټولنو لخوا په غیر شفاف ډول پیژندل شوي کسان د غوراوي په کمیټه کې و نه مني او مدني ټولنه پریږدي چې په روڼ او خپلواک ډول او ټولو چتري بنسټونو ته په یوه منل شوي میکانیزم کسان و ټاکي او حکومت ته یی وپیژني.»

دوی زیاتوي: مدني ټولنو د تاریخ په اوږدو کې د نړئ د ډیرو هیوادونو په پرمختګ او د ولسونو په سوکالئ کې د حکومتونو سره په ګډه یو مهم او ارزښتناکه نقش لوبولی دی. خو په دی شرط چې مدني ټولنی د څو کسانو یا ډلو په انحصار کې واقع نشي. همدا راز باید د داسې کسانو او ډلو مخه ونیول شي چې د مدني ټولنې له نوم نه ناوړه ګټه پورته کوي، عامه سرچینې د خپلو شخصي او ډله ییزو ګټو لپاره کاروي، او انساني، ملي او عقیده وي ارزښتونو ته سپکاوی کوي. د داسې ډلو مخنیوی نه کول د خلکو باور په مدنې خوځښتونو کموي او د ټولنیز پرمختګ مخه نیسي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي:« په افغانستان کې ولسواک نظام نوی دی نو په همدی بنسټ د مدني ټولنو رول هم خورا مهم دی. لکه څرنګه چې مدني ټولنی د حکومتونو او د ولس تر منځ د یو پول دنده اجرا کوي نو په همدی اساس دغه رابطه باید سالمه او حقیقي وي کنه نو پایلی به یې د ملت او دولت په منځ کې د واټن زیاتیدل وي. نو ځکه د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې ټولو ریښتینو مدني بنسټونو ته برابره پاملرنه وکړي. د مدني ټولنو ګډ کاري ګروپ چې په کابل کې د شاوخوا دری کلونو را پدیخوا کار کوي د مدني بنسټونو د را ټولولو او همغږي کولو لپاره یوه ښه پروسه ده. دغه ګروپ د کارونو د انسجام لباره په کابل کې یو سکرټریټ لري. ددی سکرټریت دنده ده چې د مدني بنسټونو کارونه منسجم کړي نه داچې د هیواد په کچه د مهمو کارونو په اړه د ټولو مدني ټولنو په استازیتوب پریکړی وکړي. همداراز د ګډ کاري ګروپ د سکرټریت د یو څو کسانو په انحصار کې دی او د ملي وحدت ښکارندوی ندی. په داسې حال کې چې په افغانستان کې زرګونه مدني ټولنې شته، د ګوتې په شمار کسان د سکرټریت له لارې غواړي چې د خپلې خوښې پریکړې په ټولو مدني ټولنو ومني. دا کار د افغانستان ملي مدني ټولنو ته چې تل یې د حق او خپلواکی لپاره قرباني ورکړې ده د منلو وړ ندی او اجازه به ورنکړي چې د افغانستان د راتلونکي په سر لوبې وشي. په همدې دلیل لاندې د حل لاره حکومت ته وړاندې کیږي.»

دوی د هیواد شته وضعیت ته په کتو سره لاندې وړاندیزونه کړي دي:

په یوه اونۍ کې د چتري مدني ټولنو د پيژندلو لپاره باید د حکومت او پیژندل شویو مدنې چتري بنسټونو یوه ګډه کمېټه جوړه شي

کمېټه باید د هرې کټګورۍ د استازو د ټاکلو لپاره شرایط وټاکي.

په یوه اونۍ کې باید ټولي چتري مدني ټولنې په ګوته شي.

په یو ه اونۍ کې د مدني ټولنو د چتري بنسټونو د استازو یوې پراخې غونډې ته نیټه او ځای و ټاکل شي

ټولو مدني ټولنو چتري بنسټونو ته په رسمي ډول خبر ورکړل شي

د چتري بنسټونو په منځ کې ټاکنې ترسره شي او د هرې کټګورۍ لپاره کسان وټاکل شي.

د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه

د اداري فساد ضد افغاني شبکه

د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو اتحادیه

د مدني ټولنې د پیاوړتیا شبکه ( سین)

مېرمن کلتوري ـ ټولنیز ه شبکه

اشنا Afghanistan Social and Humanitarians national alliance

د ځوانانو د همغږۍ ټولنیزه شبکه

د حقوقپوهانو شبکه

ټاکنو د روڼتیا د څار شبکه

د افغان مېرمنو د همغږۍ ملي شبکه

د ختيځ ډاکترانو د روغتیا شبکه

ښېګڼه خیریه شبکه

د افغاني رسنیو د څار شبکه

کانونو د څار شبکه

ماليي چارو د څار شبکه

د اداري فساد سره د مبارزې عمل شبکه

له سولې څخه د څار شبکه

د بشر حقونو د فعالانو د څار شبکه

هیره دې نه وي چې وړمه ورځ د ولسمشر د وياند مرستيال هم معرفي شوي کسان ناسم بللي دي.

ويل کيږي په دې کسانو کې تر ډيره هغه کسان معرفي شوي دي چې د خاصې ډلې او خاصو موخو په خاطر يي کار کړی دی.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©