د مسکو ناسته د حکومت د کمزورتيا په خاطر هڅه ده
تاریخ: December 28th, 2016, 4:48 pm

taliban-and-russiaافغان ځواک: په مسکو کې د روسيي په کورته توب د چين، پاکستان او مسکو ناسته د ملي شورا او افغان ولس له تندو غبرګونونو سره مل شوې.

د ملي شورا غړو ددې ناستې د غندلو په لړ کې ويلي دي چې  د سيمې هیوادونه کوښښ کوي په دې ډول ناستو سره شته حکومت کمزوری کړي او له دې لارې طالبانو ته مشروعيت ورکړي.

دوی د حکومت پر ديپلوماسۍ هم نيوکې کړي دي او وايي چې د شته حکومت سیمه ایزه ديپلوماسي کمزورې ده.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي وويل چې حکومت باید بهرنۍ سياسي تدوين کړي او هم دې هڅه وکړي څو افغانستان د سوريي په برخلیک اخته نشي.

د ولسي جرګې يو بل غړي ميرداد نجرابي وويل چې روسيي په تیر کې له خپلې شرمونکې ماتې څخه عبرت نه دی اخیستی او هڅه کوي چې دلته بیا سړه جګړه جاري وساتي.

بلخوا ويل کيږي طالبانو په دې ناسته کې غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو په تورليست کې ځينې طالب مشران باید له دې ليست څخه و ويستل شي.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي وويل چې د افغانستان روانه نښته جهاد نه بلکه د سيمې د استخباراتي ډلو هغه پروژه ده چې په ټول کې يي قربانيان افغانان دي.

یاده دې وي چې د بهرنیو چارو وزارت هم دا ناسته غندلې.

بلخوا نن عام افغانانو هم په ټولنیزو پاڼو کې طالبان د روسيي مليشه بللې.

دوی ويلي دي هغه ډله چې يو وخت يي د روسانو پر ضد د جهاد فتواوې ورکولې نن له هم هغو سره استخباراتي يارانې ته ديپلوماتيکې اړيکې نوم ورکوي.

بلخوا په پاکستان کې ځينو ميشتو پخوانیو طالب مسولینو هم طالبانو ته خبرداري ورکړي دي.

د طالبانو يو تن پلوي عنایت الله کاکړ ويلي دي چې طالبان به د روسيي د مليشې رول ولوبوي.

نوموړي ويلي که طالبان وضعيت درک نکړي د روسانو په مقابل کې د يو نيم ميليون شهیدانو اروا به دوی ونه بښي ځکه په خبره يي طالبانو ته د همدې شهيدانو کورنيو ډوډۍ ورکړې او د همدې شهيدانو بچيان پکې دي.

افغان ځواک ـ کابل


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©