د معدې د هر ډول درد او زخم اسانه علاج: زيبا نوراني
تاریخ: January 4th, 2017, 5:51 pm

معده (Stomach) چې زموږ ستاسې په مورنې ژبه (پښتو) کې ورته نس یا ګیډه هم ویل کېږي، د بشر د جسم په داخل کې د سیني لاندې برخه کې یو مهم او midaخاص نظام دی، او همدا د هضمي سیستم چې ( Stomach) معده ورته ویل کېږي سالمه ساتنه او روزنه غواړي.

د معدې سالمه روزنه،ساتنه په خوراک پورې تړلې ده، چې خوراک او څیښاک پاک وي معده به د هرې ناروغیو څخه ساتل سوې وي.

په ځینو ټولنو کې چې کله انسانان د معدې له تکلیف سره مخ سي نو وایې چې زړه مې درد کوي، یا مې زړه بد بد کېږي، او یا هم وایې چې زړه مې سوځي… او یا هم وایې چې نس مې درد کوي…

خو په اصل کې دا زړه نه وي بلکې معده وي. د زړه تکلیف بیا ځان ته بیل بحث او موضوع ده.

اوسنې لیکنه صرف د معدې په اړه ده  تر څو زموږ د ټولنې هغه کسان چې د معدې له تکلیف سره مخ وي وژغورل سې او د ژوند په خوند او ارزښت پوه سې.

د وطنوالو دوستانو د غوښتني سره سم به د معدې اسانه علاج او کورني نخسي درته ولیکم ډېرې ګټي او فایدې به یې وویني او د ډېرو مصرفونو څخه به هم وژغورل سې.

هغه کسان چې د معدې تکلیف ولري، او یا هم معده یې زخمي وي چې په انګلیسي کې ورته ( Peptic Ulcer) یادیږي،،،، د معدې تکلیفونه هم په دوه ډوله دی، یو هغه کسان دي چې خوراک وکړي نو د معدې درد ورته پیدا سې، دوهم هغه کسان دي چې په خالي نس یعنې معده یې خالي وي په تش نس ورته دردونه پیدا کېږي.

 د معدې د زخمي کيدلو اصلي علت د (HBP) په نوم يوه باکتريا ( میکروب) دی  چې په معده کې پيداکيږي او معده  زخم کوي او یا معده د دردونه سره مخ کوي.

د معدې په نظام کې داسې تيزاب شتون لري چې خوراکي توکي هضموي، د معدې په داخلي برخه کې يوه پرده ده چې معده له تيزابونو څخه ژغوري تر څو د معدې نظام ته ستونزي جوړې نسي، او هضمیتي نظام په اسانه سره خپل حرکتونه او دنده سرته ورسوي.

معدې ولې درد پیل کړي، یا ولې زخمي سې؟ یا هم ولې  یو انسان د معدې له تکلیف سره مخ سې؟

په انسانانو کې د معدې د درد نښې نښانې توپيرونه سره لري، نو د علايمو د لپاره یې کومه خاصه ځانګړې لاره نسو انتخابولي. دا چې (HBP) میکروب په معده کې څنګه پیدا کېږي او څنګه کولو سو چې مخ سې ونیسو د علاج د پاره یې اسانه لاره او درمل یې شتون لري.

په اول سر کې مې هم یادونه کړې ده چې د معدې روغتیا او روزنه  په خوراک پورې تړلې ده چې خوراک او څیښاک پاک وي معده به د هر ډول ناروغیو څخه ژغورل سوې اوسې، او چې خوراکونه ناپاک وي معده په هغه صورت کې د ډېرو ستونزه سره مخ کېږي.

(لمړني علت یې نشي توکې دي هغه کسان چې  په نشي توکو روږد وي لکه،شراب،سیګرئټ، نسوار،پاڼ،چرس، او نور تمباکوئي مواد چې د نشي سره تړاو ولري همدا ټول خطري دي او معده د تکلیفونو سره مخ کوي، ځکه چې نشئي توکي دماغ کمزوري کوي، او دماغ د انسان د ټول جسم پاچا دی یعنې دماغ د انسان د جسم ټول نظامونه په خپل واک کې لري کله چې انسان نشئي توکې استعمال کړي اشتیا یې بندیږي، کمیږي او غوسه او خپګان یې ډېریږي، د دې اثر په معده باندې ډېر لویږي او د معدې نظام ورځ په ورځ د کمزوري سره مخ کوي چې معده کمزورې سې انسان د بندونو له درد سره هم مخ کوي،تنفسي نظام هم ورسره کمزوري کېږي، او د زړه والونه ته هم زیان رسیږي، نو په داسې حالاتو کې په معده کې د (HBP) میکروب پیدا سې او انسان د معدې له تکلیف سره مخ سي) او د معدې  دردونه  پیغله، ځوان، سپنسري، او سپنږري ته نه ګورئ بلکې په ټولو کې یو دول وي خو بیا هم په ځوانانو ډېر ژر تاثر نه کوي چې عمر ډېریږي تاثر یې هم ډېریږي او که علاج ژر و نسي تر 35 کلني ورسته یې ستونزي نورې هم ډېریږي.

دوهم: ډیره خوابدی تشویشونه کول یعنې ډېر خپګان کول انسان د عصابي ناروغیو سره مخ کوي او د دې خپګان اثرات په معده باندې هم ډېر تاثر کوي ځکه چې خپګان هم اشتیا کموي، د ځینو کپسولو، ټابلټونه لکه  بروفین، اسپيرین په تش نس خوړل، او په تش نس د تیزه کافي یا د چایو ډېر څیښل هم معده  زخمي کوي، په خالي معده ګاغزي یا تیزابي نشابات څیښل لکه،مرئنډا،پیپسي،کولا،سپرائټ،ډیو،همزا،سئون، او داسې نور… ډېر تیزه مساله داره او ډېر سره کړې خوراونه کول هم  انسان د معدې له تکلیفونو سره مخ کوي.

د معدې د ناروغي اسانه تشخيص د (Endoscopy اېنډوسکوپي) په ذريه تر سره کيږی، دا تشخیص د هضمي نظام د يوې مخصوصي وسيلي په مرسته مرې، معده او  د کوچني کولمو برخه تر څیړني لاندې نیسي، کتل کېږي چې ورسته بیا د زخم تشخيص کیږي او د دې یادو برخو څخه نمونې اخلي بيا یې په لابراتور کښې د خطري باکتریا د شتونوالي او نشتونوالي معلوموي، او د يوه کوچني ژوندی مکروب چې د H. pylori په نوم ياديږي هغه څرګندوي.

هغه کسان چي د معدې درد ولري او یا هم معده یې زخم ولري، ضروري ده چې اول یې د مکروب پلټنه وسې، کله چې  میکروب ثابت سې نو بیا د معدې تلکلیف لرونکې انسان ته انټي بیوټیک درمل ورکول کېږي او علاج یې هم اسانه وي، ځکه چې ډېر ژر تاثر کوي او مثبته نتیجه لاسته راوړلای سې.

  د ځیني روغو انسانانو په معده کې کېدای سې میکروب شتون ولري خو د هغوى د معدې د مخاطي غشا او اسید تر منځ توازن نه وي خراب سوې نو ځکه د معدې له درد سره نه مخ کېږي. د معدې د درد نښې هم ډېرې دي: لکه یو عام علت یا نښه یې درد دی، همدا درد  سوځولې هم وي او موقعيت يې د نس په لوړه برخه کې د سینې په منځ کې د  هډوکي په لاندنې برخه کې درک یعنې معلومېږي یا احساسېږي، ډېر وخت همدا دردونه د زړه له دردونو سره یو ډول وي، نو ځکه په ځینو حالاتو کښې د معدې ناروغ  په غلطي کې د زړه  د درد درمل خوړلي وي نو ځکه وایمه چې د ډاکټرانو مشوره او د ډاکټرانو په هدایت درمل خوري بیله پوښتنې او مشوري په خپل سر درمل خوړل نورې ستونزي درته جوړوي.

ځيني وخت هغه کسان چې د معدې ناروغي ولري یا هم زخم ولري له ډېر شدید درد سره مخ وي او ډېر په تکلیف کښې وي خواګرځي یې هم کېږي او خوب ته یې هم نه پریږي یعنې ارام هم نسي کولی.

د معدې د  ټولو تکلیفونو څخه د خلاصون اسانه لاره شتون لري دا لاندني طریقي چې درته لیکم په یاد ولري چې د معدې د هر ډول تکلیف سره چې مخ یاست همدا طریقي عملي کړي د  معدې د ټولو تکلیفونو څخه به خلاصون تر لاسه کړي. او دماغ به مو پیاوړتیا او صحت به مو سکون تر لاسه کړي. د ژوند په خوند به پوه سي. او د ډېرو ستړیا او مصرفونو څخه به وژغورل سې. په دې لاندنیو طریقو کې چې مو هره طریقه خوښه وي ستاسې صحت ته روغتیا دربخښې. په یاد ولري چې په یو ځای ډېر خوراک مه کوي لږ لږ وکړي او هر وخت یې وکړي.

 (1) لمړنې طریقه:

په یوه کوچني لوښې کې دوې کاچوقي عسل ( Honey)  نیمه کاچوقه میده کړې سپینه زیره یعنې د زیرې پاوډر ( cumin powder) دا دواړه یو ځای سره ګډ مئکس کړې او په تش نس یې دوه وخته وخوري یعنې سهار او ماښام یې په تش نس وخوري. لس ورځې یې پرله پسي سهار او ماښام په تش نس وخوري د معدې له درد څخه به خلاصون ومومي.  تجریبه یې کړي او نورو دوستانو ته یې هم وښیاست. خپل دماغ په کار واچوي او خپل ځان ته خپله درمل جوړ کړي.

 څومره اسانه او ارزانه یې علاج کېږي خو بیا هم زموږ ستاسې ډېري وطنوال د معدې د علاج د پاره نورو هېوادو ته روان وي. دا هر څه د بې تعلمي نافکرې، او بې خبرې، او بې اتفاقي څخه راته پیښږي.

(2)دوهمه طریقه:

یو ګلاس اوبو ته یوه کاچوقه وچه میده کړې نعناع (نانا) ( پودینه) (dry mint leaves) او یوه کاچوقه بوره واچوي، او په کاچوقه یې سره ولړې یعنې مئکس یې کړې تر څو بوره په اوبو کې وېلې سې او نانا په اوبو کې تل سې بیا یې په تش نس وڅیښې په هغه ساعت کې به د معدې له درد څخه خلاصون تر لاسه کړي. لس ورځي یې سهار او ماښام په تش نس تکرار کړي چې معده د هر ډول تکلیف سره مخ وي او یا هم زخم ولري یا هم میکروب ولري زخم یې جوړوي او میکروب یې له منځه وړي، او د معدې نظام پیاوړي کوي یعنې قوت ورکوي، او د هڅې شي څخه هم پرهئز مه کوي. چې هر خوراک مو خوښ وي هغه خوري.

یو شي په یاد ولري هر وخت مخکې تر ډوډۍ یو ګلاس اوبه خامخا وڅیښې بیا چې هر خوراک کوي هغه وکړي اوبه د معدې او هضمیت سره ډېره مرسته کوي. په غوړ پسې ژر ژر یخ شي مه څیښې ځکه چې غوړ په کومو پورې یخې کېږي او بیا درته ستونزي جوړوي.

 (3) دریمه طریقه:

یو ګلاس اوبو ته یوه کاچوقه میده کړې ادرک یعنې د ادرک پاوډر( ginger powder) په پښتو ژبه کې فکر کومه (شونډ) او (زنجبیل) ورته ویل کېږي. په بخښني سره چې بل نوم یې زما نه دی زده.

خیر چې په هر نوم یادیږي خو انګلیسي نوم یې ( ginger) هندې نوم یې ادرک دی.

همدا ادرک که لانده وه میده میده یې کړي چې خوړین سې بیا یې یو ګلاس اوبو ته واچوي، او که وچ ادرک یعنې د ادرک پاوډر درسره وي یوه کاچوقه یو ګلاس اوبو ته واچوي که یې پاوډر نه وه لانده ادرک په یو شئ کې وکوټي چې میده میده یعنې خوړین سې په اندازه یوه کاچوقه ورڅخه واخلي او اوبو ته یې واچوي، دوه دانې لیمو پکښې اوبه کړي، او یوه کاچوغه بوره ورسره ګډه کړې ټول یو ځای په اوبو کې ولړې چې مئکس سې. په تش نس یې یو وخت وڅیښې یا سهار او یا ماښام د معدې له دردونو څخه به خلاص سې. د دې په څیښلو سره په هغه ساعت کې درد ورکېږي او چې لس ورځې یې پرله پسي تکرار کړي د معدې دردونه،ګیس او زخم هم ورکېږي او کولمې هم د میکروبونو څخه پاکېږي، د معدې سیستم خپل نارمل حالت ته رسیږي. چې عملي یې کړي په ګټه یې خپله پوهېږي.

 (4) څلورمه طریقه:

سهار او ماښام په تش نس پخې د غوا شیدې وڅیښې. داسې شیدې چې ډېرې ګرمي نه وي او نه ډېرې یخې وي چې ډېر لږ ګرمي وي. یوه کاچوقه بوره او یا عسل ورسره ګډ کړي او ویڅښې نور هېڅ شي هم مه په ګډوي.

که مو د شیدو سره جوړه نه وي په یو ګلاس مستو کې درې دانې هوږه میده میده کړې او د مستو سره یې ګډه کړې، د مالګې په ځای دوې کاچوقي بوره ورسره ګډه کړې. او په تش نس یې وخوري.

 ( 5) پنځمه طریقه:

سپورټ یعنې ورزیش وکړي ځغستا، او یا پلي تګ وکړي. د بدن د چاپي کېدو سنټر ته ورسې خپل بدن باندې چاپي کړي. او یا هم  په ورځ کې یوه ساعت لمر ته پروځي او خپل بدن ( ټول جسم) د بادام یا د کوپړې په روغن ( غوړو) غوړ کړي. ډېره ګټه یې درته رسیږي او د خپل صحت په اراموالي او سکون او ورغتیا به خپله پوسې.

تعلیم د افغانلئنډ د هر درد دوا ده

د افغانانو یوالي د زیبا وطن بریا ده

انسانیت لوی مذهب محبت لویه سجیده ده

زیبا روشني ( نوراني


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©