د ملاياریا يا تائپوئید پیژندنه،مخنیوي او کورني درملنه: زيبا نوراني
تاریخ: October 16th, 2016, 6:19 pm

لومړي به محرقه وپیژنو چېZEEBA NOORANI  (Typhoid ) یعنې محرقه څه ده او څنګه انساني وجود ته لاره پیدا کوي.

محرقه چې په پښتو کې ورته لویه تبه یا وچکې تبه هم ویل کېږي یوه باکتریائي یعنې یوه میکروبي ناروغي ده چې د انسان بدن ته داخلیږي دا میکروب د  (Salmonella Typhi) سلمونئلا تائپی په نوم یادیږي چې د ناپاکو اوبو او ناپاکو خوراکي توکو له خوړلو سره سم  د انسان بدن ته لاره پیدا کولی سې.

یعنې سلمونئلا تائپي  باکتریا  یا میکورب په ناپاکو اوبو او چټل خوراکي توکو کې شتون لري کله چې انسان هغه ناپاکې اوبه وڅیښي یا ناپاکه خوراک وکړي دا باکتریا د انسان بدن ته داخله سي او انسان د ناروغیو سره مخ کړي. او ډېره خطرناکه ناروغي ده انسان د مرګ سره هم مخ کولی سي. ځکه چې (intestinal perforation) یعنې كولمي سورې کوي او (complication) یعنې  پیچیدګي یې هم پیدا کوي یعنې د کولمو په خونریزي انسان اخته کېږي. او دا هم په سلو کې دیرش فیصده شوني ده چې انسان د کولمو له سرطان سره هم مخ کړي.

دا ناروغي په ورسته پاته ټولنو کې ډېره لیدل کېږي، او ډېر ماشومان او لویان چې ځان پاک نه ساتي د (Typhoid ) محرقي له ناروغي سره مخ سوي دي، او د ناسمي درملني له وجهي څخه یې خپل ژوند له لاسه ورکړي دی.

که چېري یو انسان د محرقي ناروغي ولري یعنې اخته وي، له همدې انسان څخه بل انسان ته  د غایطه موادو (stool سټول) او ادرار (پیشاب)(Urine) له لاري رسیږي او د هغه څخه نورو ته رسیږي  د یوه انسان څخه بل انسان ته رسیږي په اخر کې ټوله کورنې یا چاپیریال له دې ناروغیو سره مخ کېږي. یعنې محرقه یوه ساري ناروغي ده. کله چې د محرقي په ناروغي اخته انسان په لارو او کوڅو کې یا په فصلونو کې ادرار ( پیشاب) غایطه مواد خارج کړي په هغه مچان او نور حشرات کښیني او همدا مچان، او حشرات بیا په خوراکي توکو کښیني له همدې لارې نورو انسانانو ته دا (Salmonella Typhi) میکروب ورسیږي، او د محرقي له ناروغي سره مخ سي. او ځیني ټولني داسې هم سته چې  په روانو اوبو کې ادرار ( پیشاب) میتیازي کوي، یا غایطه مواد او نوره چټلي روانو اوبو ته غورځوي، نور انسانان همدا رواني اوبه وڅیښي میکروب یې بدن ته داخلیږي، او داسې هم کېږي کله چې د محرقي په ناروغي اخته انسان په  لارو کوڅو یا فصلونو کې ادرار ( میتیازي) یا غایطه مواد خارج کړي هغه وچیږي نو باد ( هوا) یې د یوه ځایه څخه بل ځای ته انتقال کړي او همدا دوړه په نورو میوه جاتو او سبزیجاتو کیښني، یا هغه اوبه چې د څیښلو د پاره وي او سر یې نه وي پټ همدا دوړه ورته ورسیږي یعنې میکروب په اوبو کې ځای پر ځای سي نور انسانان خبر نه وي خو کله چې هغه اوبه وڅیښي میکروب یې وجود ته داخل سي او د ناروغیو سره مخ سې.

ځکه خو هر وخت وایمه چې د هر ځای اوبه چې وي اول یې ښه جوش کړي بیا یې یخي کړي، او بیا د څیښي د پاره یې استعمال کړي. که د نل اوبه وي،که د برمي اوبه وي، او د څاه اوبه وي، که د چينې اوبه وي اول یې جوش کړي بیا یې د څیښلو د پاره استعمال کړي. اوبه د بدن د پاره اولینه اړتیا ده لکه ساه ( تنفس) چې بدن ته اړتیا لري، او انسان ته ژوند ورکوي، همداسې اوبه د بدن د پاره ضروري دي، او انسان ته ژوند ورکوي، کله چې اوبه جوش کړي بیا یې صافي کړي  په دې سره هغه ټول میکروبونه چې په اوبو کې شتون ولري له منځه ځي.

دا چې محرقه یوه ساري ناروغي ده که چاپیریال پاک نه وي چټلي او مچان او نورو حشرات ډېر وي د محرقي ناروغي په ټول چاپیریال کې داسې ژر خپریږي لکه ویروسي ناورغي. لکه څنګه چې یو ویروس  ټول کمپیوټر یا مبائل جام کړي همداسې د محرقي ناروغي ټولنه له فلج سره مخ کولی سې.

 نو اول ضروري ده چې خپل چاپیریال پاک وساتو،نضافت یې وساتو،سړک،کوڅه ښار،کلي کور پاک وساتو، هر وخت خپل لاسونه پاک پریمنځو، هر خوراک چې کوو اول به یې پاک پریمنځو بیا یې نوشيجان کړو تر څو د ناروغیو سره مخ نسو.

د محرقي ناروغي مشر،کشر، ځوان،او سپینژري، ښځینه او نارینه  ته نه ګورئ په ټولو یو ډول حمله کولي سي. فرق یې صرف دا دی کله چې ماشومان په دې ناروغي اخته سوي اوسي هغه ماشومان  د ډېر اسهال سره مخ کوي دا هم کېدای سې چې خالص اوبه یې د بدن څخه روانې اوسې، او لویان د  سخت قبضیت سره مخ کوي، یعنې په لویانو کې د قبضیت ډېروالي راولي، او ځیني لویان بیا د اسهال سره هم مخ کولی سې. په خاصه ښځینه. او په ماشومانو کې د ویني سپن کرویات لوړ خیږي او په لویانو کې بیا کښته کېږي)

د محرقي  په ناروغي چې کله انسان اخته سې یعنې کله چې د انسان بدن ته سلمونئلا تائپی  Salmonella Typhi)  میکروب داخل سې  د انسان د بدن په کولمو، تریخي او یا کئسه صفرا کې ځای پیدا کوي، هلته چیچ کوي یعنې نور تولید کوي، په اولو لسو او یا شلو ورځو کې په انسان هېڅ تاثر نه کوي ورسته تر لسو او شلو ورځو بیا انسان لږ د کمزوري احساس کوي یعنې انسان د کمزوري سره مخ کوي، په اوله مرحله کې انسان د نس ( ګیډې) درد،او د سر له درد سره مخ کوي، خو همدا درد بیرته ژر ورکیږي، ورسته کرار کرار انسان د تبي سره مخ کوي دا چې تبه خپله یو دفاعي سیسټم هم دی کله کله انسان په اولو ورځو شپو کې هم لږ تبه لري خو بیا هم انسان د تبي احساس نه کوي، ورسته تر دوو یا درو اونیو تبه ډېره شدیده سې یعنې انسان ډېر زیات ګرموالي پیدا کوي،بدن یې لړزه پیدا کوي،سرچرخي یې کېږي،خواګرځي یې هم کېږي، خوراک ته یې زړه نه کېږي،اشتها ډېره کمیږي،خوله یې وچوالي او بد بوي پیدا کوي،ژبه یې سپنوالي پیدا کوي، ټوخي یې هم کېږي، د ستوني له درد سره هم مخ کېږي،ځیني وخت ممکین د پزي له لاري څخه وینه هم راسې، دا چې محرقه د کولمو ناروغي ده که یې درملنه ژر و نسې یا یې درملنه په ناسومه توګه وسې همدا میکروب د وجود یعنې د بدن په کولمو تاثر کوي کولمي د کاره باسې بیا یې درملنه ډېره ستونزمنه کېږي، د همدې انسان په غایطه موادو کې وینه هم پیدا کېږي، کله چې ادرار خاریجوي سوزش یې هم کېږي، د بدن اوبه یې کمیږي،په لویانو کې د ویني سپین کرویات (WBC) یې ډېر ټیټ کېږي، چې دې حالت ته لوکو پينیا ویل کیږي (خو په ماشومانو کې بیا د ویني سپین لوړیږي کېدای سې لوکو سایتوزیس وي یعنې په ماشمانو کې د وینې سپین (WBC) لوړ خیږي،) نور د لویانو او ماشومانو د بدن دفاعي سیستم یې کمزوري کېږي، یعنې  د بدن ټول عضلات  کمزوري او له درد سره مخ کېږي،کله کله یې ساه تنګي هم کېږي یعنې تنفس سم نسي کولی ساه بندې یې کېږي، د ملا درد او د پښو له درد سره هم مخ کېږي، د انسان په بدن داغونه او داني پیدا کېږي، د وجود ګرموالي یعنې تبه یې ډېره لوړه روانه وي، د زړه سیسټم یې کمزوري کېږي، همدا انسان چې خبرې کوي په خپلو خبرو نه پوهېږي، په همدې حالت کې د ځان سره ګډوډي هم وایې، او ماشومان چیغي وهي، ځکه چې تبه یې تر 40 سانتيګراد هم لوړه روانه وي په ځان نه پوهېږي، او هر وخت  تبه د غرمى ورسته یعنې د ماسپښين په وخت کې لوړي درجي ته رسیږي،او د ماښام په وخت کې بیرته ټیټه سې، او د شپي یې بیا ساه تنګې کېږي،خوب یې ورکېږي ځکه چې جسم یې دردونه لري خوب یا ارام ته یې نه پریږدي.

که چېري په داسې حالت کې انسان ته د درد ضد درمل ورکړي لکه اسپيرین یا پاراستامول نو دا درمل په معدې او کلمو بد تاثر کولی سي او انسان نور هم له حرکته غورځوي. ډېر پام به کوي. د طبي داکتر بې مشوري هېڅ درمل په خپل سر استعمال نه کړي.

  د محرقي د ناروغي تشخیص کول ډېر اسانه دی هېڅ مشکل نه لري:

د محرقي د پيژندنې او تشخیص د پاره اوله اسانه لاره یې  لابراتواري معاينات دي لکه  د وینې کښت، یعنې د ناروغ انسان وینه په لابراتوار کې کرل کېږی، د وینې کرل یا کښت یې دقیقه نتیجه ورکوي په دې سره یې علاج ډېر اسانه کېږي، دوهم غایطه مواد، او ادرار هم کرل کېږي او دقیقه نتیجه ورکولی سې…

 ( یادونه: د وینې کښت داسې دی لکه غنم یا جوار چې په ځمکه کې کرل کېږي همداسې وینه،غایطه مواد،او ادرار په لابراتوار کې خپل ځانګړي مواد او سامان لري په هغه کې کرل کېږي او بیا د محرقي یعنې سلمونئلا تائپی  Salmonella Typhi) د میکورب د شتون او نه شتون ځواب لاسته راوړي، یعنې د مثبت او منفي دقیقه نتیجه لاسته راځي کله چې وینه وکرل سې که د محرقي میکروب  په بدن کې شتون درلودی هغه وینه خپل رنګ بدلوي،شنوالي پیدا کوي، که د محرقي میکروب شتون و نه لري وینه هم هغسې نارمل حالت کې وي…. په دې کې بیا د ویني لابراتواري تکنالوجستان، او تکنیشنان خپلي لاري ورته لري او نتجیه یې طبي داکترانو ته لیکي داکتر د دوی په اعتبار ناروغ ته درمل لیکي، یعنې د طبي داکترانو سترګي هم دوي دي. که د دوی نتجه غلطه ورکړي یعنې کومه غلطي ورڅخه سوې وي، بیا هم ډاکتر د ناروغ حالت، علایم او عمر تر نظر لاندي نسي بیا یې درملنه کوي)

د هډوکو مغز هم کرل کېږي خو د هډوکو د مغز کرل انسان ته تکلیف ورکوي نو ځکه اکثره طبي داکتران ناروغ د نور تکلیف سره نه مخ کوي او د هډوکو د مغز معینات نه ورته لیکي.

دوهم د د ویني له لاري یو معاینات دی چې وایډل ټسټ ( Widal test) ورته ویل کېږي خو دا  ډېري وخت د عتبار وړ نه دی ځکه چې وایډل ټسټ اکثره وخت مثبت وي په داسې حال کې چې د محرقي ناروغي به نه وي خو دا د وایډل ټسټ چې وکړي مثبت به وي، او ځیني وخت به د محرقي ناروغي شتون ولري خو د دې ټسټ نتیجه به منفي وي. په اکثره هېوادو کې اوس د وایډل ټسټ ته اعتبار نه ورکول کېږي، په ورسته پاته هېوادو کې بیا هم طبي داکتران ناروغ ته د وایډل ټسټ لیکي ځکه چې پر مختللي لابراتوار نه لري، او یا به کېدای سي دوی خپله کومه بله نظریه یا تجریبه ورته ولري.

(د وایډل ټسټ د محرقي په برخه کې په دې خاطر هم د اعتبار وړ نه دی په دې ټسټ کې TO او TH اکثره وخت په ځيني نورو ناروغیو کې هم مثبت خیږي. TO 80 وي او TH 160 وي، نو ځکه عتبار نه لري، که چېري TO 160 او TH 320 وي او په ناروع انسان کې د محرقي علایم څرګندیږي لکه: سر درد،د نس درد،ګنګسیت،او شدیده ګرمه تبه،او خوراک ته یې زړه نه کېدال،خواګرځي، او په بدن داني ښکاره کېدل یا په نس داغونه څرګندیدل، خوله یې وچوالي ولري، یا ژبه سپینه وي، په داسې حالت کې د وایډل ټسټ د اعتبار وړ دی.)

 خیر په هر صورت کله چې د محرقي تشخیص لاسته راوړل سي او په معاینانو کې یې نتیجه مثبته وخیږي او لکه څنګه چې مې په لیکني کې یادونه کړي همدا علایم په انسان کې شتون ولري په هغه صورت کې ورته انتي بیوتیک درمل د طبي داکترانو له طرفه ورکول کېږي کله : (کلورومفینیکول)، (اوفلوګزاسین)،(سیپرو فلوګزاسین) (ازیترو مایسین) (سیپرتیریاکسون) او (سیپوتکسیم) که ناروغ ډېر کمزوري اوسي له دې درملو سره د طاقت درمل یعنې د انرژي او ویټامین لرونکې درمل هم ورکول کېږي، او که ناروغ ګنګسیت ولري،د انتي بیوتیکو سره (کورتیکو ستروئید) هم ورکول کیږي…  بیا وایمه هیله ده چې په خپل سر هېڅ درمل استعمال نه کړي د داکترانو سره مشوره کول او د داکترانو په مشوره درمل خوړل غوره انساني اخلاق دي. که یې په خپل سر استعمال کړي تر ګټي تاون درته ډېر رسوي.

د محرقي د ناروغي د مخنوي  د پاره واکسین هم سته خپلو ځانو او اولادو ته واکسین وکړي په هر روغتون او کلینک کې کېدای سې شتون ولري او مصرف نه لري بلکې فري یا مفت دی.

د محرقي په ناروغي اخته انسانان چې په سمه توګه یې درملنه هم سوي وي او انسان روغ جوړ وي خو ځینې انسانان  بیا هم دوې دري میاشتي ورسته بیرته د محرقې له ناروغي او تبې  سره مخ کېږي،یعنې تبه یې بیا تکراریږي او انسان په تکلیف کښې راولي، او یا هم کله چې یې درمل ختم سي څو ورځي ښه وي اما یوه اونې ورسته بیا هغه دردونه او تبي باندي حمله وکړي، او انسان له تکلیفونو سره مخ کړي. هغه ټول مصرفونه او خواري یې عبس ولاړې سې بیا د مصرفونو او خواریو سره مخ سې. داکترې یا داکتر ته چې ورسې هغه به همدا مشوره درکړي چې همدا درمل بیا استعمال کړي، نو څه باید وکړو؟ څنګه یې د تل له پاره له دې خطر ناکې ناروغي مخه ونیسو؟

مه وارخطا کېږي اسانه لارې لري هېڅ بازاري، مارکیټي درملو ته به ضرورت پیدا نه کړي له ډېرو مصرفونو او تکلفونو څخه به وژغورل سي که دا لاندني طریقي عملي او تجربه کړي.

د محرقي د ناروغي  څخه د تل له پاره د  خلاصون، او ژغورني د پاره اسانه درمل تاسې هر یو خپله ځان ته جوړلی او استعمالولی سي، هېڅ مشکل نه لري. په خپل کور کې یې جوړلی او استعمالولی سي.

اول خپل چاپیریال پاک وساتي،خپل ځان،کور، کلي،ښار،د کار ځای د ناستي ځای، د تمرین ځای، د زده کړي ځای،د خوب ځای،د ډوډۍ خوړلو ځای،کوښښ وکړي چې هر کار کوي اول او ورسته تر کار خپل لاسونه پاک په اوبو پرینځي. تشنابونه پاک وساتي. چې له تشناب څخه بهر وځی خپل لاسونه په صابون پرمینځي.

لمړۍ طریقه:

دوه لیټړه اوبه په یو لوښکې واچوي او دوې کاچوغي لونګ ( cloves)، که لونګ میده نه وي په احساب د لسو څخه تر پنځلسو پوري لونګ هم دې اوبه ته واچوي، او د لسو څخه تر پنځلسو پوري کشمش ( وچ انګور)، په یو شي یې ښه وګوټي چې خوړین سي همدا خوړین کشمیش هم ورسره واچوي او په ګیس یا اور یې جوش کړي کله چې اوبه په جوش راسې دوې دقیقي ورته انتظار سې چې اوبه ښه جوش سې، ورسته چې اوبه ښه جوش سوې په یو بل لوښې کې یې صافي کړي یعنې چاڼ یې کړي چې لونګ او کشمیش یې ورڅخه بیل سې، همدا اوبه چې لږ یخې سې، یوه کاچوغه میده تور مرچ ورواچوي او ښه یې سره ولړي چې مئکس سي بیا یې وڅیښي هر دوه ساعته ورسته همدا اوبه یو یو ګلاس څیښې، تر 10 لسو ورځو پوري یې په پر له پسي تکرار کړي ډېر ژر به د سلمونئلا تائپی  Salmonella Typhi) یعنې د محرقي له میکروب  څخه خلاصون تر لاسه کړي. څومره اسانه لاره یې ده هېڅ مصرف او تکلیف نه لري. د دې اوبو په څیښو سره چې په هر دوه ساعته کې یې یو ځلي یو ګلاس اوبه وڅیښې یعنې په 24 ساعته کې 6 ځلي یو یو ګلاس همدا اوبه وڅیښې په دري ورځو کې به د ارام احساس وکړي د سر درد،تبه، او د نس درد، ورکیږي وجود به ارام وي، میکروب به له منځ ولاړ سې،دفاعي سیسټم پیاوړي کېږي…

دوهمه طریقه:

 لس داني د تازه ریحان پاڼې ( ریحان ډېر ښه خوشبوي هم لري او په هر ځای کې پیدا کېږي)    همدا د ریحانو لس داني بلګونه ( پاڼي) په یو شي کې وګوټي یا یې په جوسر ماشن کې واچوي  لږ شیدي یا ساده اوبه ورسره واچوي چې جوس ورڅخه جوړ سې، که جوسر ماشین نه وي په یو بل شي کې یې وګوټي چې خوړین سې یعنې څلور کاچوغي شیدې یا اوبه ورسه واچوي بیا یې وکوټي (په دې سره بیا ژر خوړنیږي) کله چې خوړین سول،اوبه یې ورڅخه وباسي یعنې په یو نازک ټوکر کې یې واچوي او په یوه ګلاس کې یې ونیسي او د لاس به ګوټو یې کښېکاږي اوبه یې ګلاس ته لویږي، ورسته همدې د ریحانو د پاڼو اوبو ته دوه داني لیمو اوبه کړي هغه هم ورواچوي، لږه اندازه میده کړې تور مرچ هم ورواچوي، یو ځای یې سره ولړي چې ټول یو ځای سره ګډ یعنې مئکس سې بیا یې وڅیښې، په ورځ کې یې دري ځلي په تش نس وڅیښې، 15 یا 20 دقیقي ورسته بیا یو ګلاس پخي شیدي چې نه ډېري ګرمي وي او نه ډېري یخي وي هغه وڅیښې، او 15 ورځي یې په پر له پسي تکرار کړي، د دې په څیشلو سره په اوله ورځ ځای په ځای تبه او سر درد ورکېږي، (تجربه یې کړي) په دوهمه او دریمه ورځ تنفسي سیسټم، او دفاعي سیسټم پاوړي کېږي، یعنې بیرته خپل نارمل حالت ته ځان رسوي کمزوري ورکېږي، د بدن کلسیم او ویټامین پوره کېږي، د بدن کوچني او غټي کولمي د هر ډول میکروب څخه پاکېږي،او ساتل کېږي،     د محرقي د خطرناکې ناروغي څخه به د تل لپاره خلاصون تر لاسه کړي.

څومره اسانه لاره یې ده هېڅ مصرف او تکلیف نه لري، هېڅ بازاري یا مارکیټي درملو ته ضرورت نه  پیدا کېږي. د خوراکي توکو څخه ځان ته درمل جوړ کړي هر څه خپله کولی سې بل ته به محتاجه نه یاست ژوند وکړي او نور ته یې ګټه ورسوي تر څو هغوي هم ویښ سې او خپل ژوند ته حرکت او تکامل ورکړي.

دریمه طریقه:

یوه دسته ګشنیز (دهنیا) په جوسر ماشین کې واچوي چې جوس ورڅخه جوړ سي کله چې جوس ورڅخه جوړ سو په یو شې کې یې چاڼکړي چې اوبه ورڅخه بیلي سې همدا اوبه نیم ګلاس شیدو ته واچوي او دوي کاچوغي عسل ورسره مئکس کړي، بیا یې وڅيښې، که جوسر نه وي همدا یوه دسته ګشنیر (دهنیا) په یو بل شي کې وکوټي کله چې ښه وګوټل سول یعنې خوړین سول بیا یې په یو نازک ټوکر واچوي اوبه یې ورڅخه وابسي، همدا د ګشنیزو اوبه نیم ګلاس پخو شیدو ته واچوي چې نه ډېري یخې وي او نه ډېري ګرمي.همدې شیدو ته د ګشنیزو اوبه واچوي، او دوي کاچوغي عسل یا بوره هم ورواچوي بیا یې ولړي چې ټول یو ځای سره ګډ سې بیا یې وڅیښې، سهار او ښام یې په تش نس وڅیښي، تر 20 ورځو پوري په پر له پسي تکرار کړي، د دې په څیښلو سره په دوو ورځو کې د بدن کولمي د هر ډول میکروب څخه پاکېږي، تبه او سردردي ځای په ځای ورکېږي، د سلمونئلا تائپی  Salmonella Typhi)      باکتریا له منځ وړي، یعنې د محرقي د ناروغي څخه به خلاصون تر لاسه کړي، د وجود ویټامیونه پوره کېږي،کمزوري ورکېږي،سردردي،سرچرخي ( ګنګسیت) خواګرځي ورکېږي،  اشتها ورسره ډېریږي، دماغي کمزوري هم ورسره ورکېږي…

څلورمه طریقه:

دوي داني هوږه میده میده کړي چې ښه خوړین سې همدا هوږه یو ګلاس  تازه مستو ته واچوي ښه یې سره ولړي چې مستي او هوږه دواړه یو ځای سره ګډ سي بیا یې په تش نس وڅیښې سهار او ښام یې وڅیښې، تر 20 ورځو پوري تکرار کړي د دې په څیښلو سره په وجود کې ټوله هغه باکتریا یا میکروبونه چې تاواني دي له منځه وړي. د بدن کوچني او لوي کولمي د میکروبونه څخه پاکوي، د سلمونئلا تائپی  Salmonella Typhi) باکتریا که په وجود کې شتون ولري ځای په ځای یې ختموي، د بدن غوړزګي خپل نارمل حالته ته کښته کوي، هوږه او مستي تل استعمال کړي ګټي ډېري لري…

که چېري د محرقي په ناروغي یو انسان اخته وي همدا طریقي دي عملي کړي محرقه  به یې د تل لپاره ورکه سي، او که نه وي اخته هم دي عملي کړي  د دې په علمی کولو سره به د محرقي د ناروغي څخه ژغورل سوي اوسي، او دفاعي سیسټم به یې پیاوړي وي. تل نرم خوراک وکړي، او د ورجو اوبه هم ډېري فایده رسوونکي دي. کله چې ورجي پخوي د ورجو هغه خټه ګاټه اوبه یې هر وخت وڅیښي ډيره ګټه لري.

نور بیا ….

محترمو قدرمنو وطنوالو او ګرانو دوستانو بې سواده یمه که په لیکنه کې ستونزو شتون درلودی بخښنه به راته کوي

#تعلیم_د_افغانستان_د_هر_درد_دوا_ده

#د_افغانانو_یوالي_د_زیبا_وطن_بریا_ده

زیبا روشني نوراني ـ  کاناډا


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©