د ملي امنيت لوی رئيس: په کمو امکاناتو مو د دښمن سترې دسيسې شنډې کړي
تاریخ: December 27th, 2016, 6:45 pm

افغان ځواک: د ملی امنيت لوی رئيس محمد معصوم ستانکزی چې نن مشرانو جرګې ته ورغلی وو وويل چې ځينې هسې د دښمن د مبلغ رول لوبوي او يو ډول له masom stanikzayترهګرو سره مرسته کوي.

ښاغلي ستانکزي سناتورانو ته په خطاب کې وويل:« ځينې پرته له دې چې پوی وي د دښمن لپاره رواني تبلیغات کوي او تر هغه چې ددې کار مخه ونه نیول شي بريا به ناشونې وي.»

نوموړی وايي چې اوس معلوماتو ته لاسرسی آسانه شوی نو ځکه دښمن هیوادونه نه غواړي چې اوس جاسوسان وګماري.

ستانکزي وويل:« ملي امنيت ډير کم امکانات لري ولې له دې ټولو سره سره دوی بريالي شوي دي  د دښمن له شومو موخو خبر شي او په خپل وخت يي له منځه يوسي.»

نوموړي وويل چې دښمن ته د افغان وژنې انګيزه پردي ورکوي او دښمن له همدې انګیزې په استفادې افغان ولس وژني يا زياتی کوي.

نوموړي په ټول ملت غږ وکړ چې باید د دې تپل شوې او نااعلان شوې جګړې پر ضد يو موټی شي.

نوموړي پر علماوو غږ وکړ چې د روانې جګړې پر وړاندې چې ديني مشروعيت نلري نور باید غږ پورته کړي ځکه په خبره يي ددې نااعلان شوې جګړې قرباني علما دي.

ستانکزي په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې په حکومت د ننه د مشرانو تر منځ خپل منځي ستونزو هم پر روانو عملیاتو او دښمن ځپنه باندې ناسم اغیز کړی دی.

ستانکزي په خپلو خبرو کې وويل چې دموکراسي يو څه ده او ملي ګټې بل څه نو ځينې دې د بیان د ازادۍ او دموکراسي په نوم د هیواد ملي ګټې له ګواښ سره نه مخ کوي.

یاده دې وي چې له نوموړي سره دې ناستې ته د ملی دفاع وزیر او د کورنیو چارو وزیران هم ور بلل شوي وو چې هر يوه په خپل وار سره په دې اړه خبرې وکړې.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©