د منفي تبلیغاتو پر وړاندې د غبرګون ځواب:څه خو به یې درته منلي نه وي؟
تاریخ: March 6th, 2016, 4:43 pm

کاش مونږ د بدو خبرو پر وړاندې د قانع کونکي ځواب درک لرلی، ډېر شمېر دوستان فکر کوي دا څوک چې مثبتې خبرې کوي، د منفي ناوړه تبلیغاتو پر وړاندې qalamدریږي، نه پرېږدي چې وړ مدیران او چارواکي مو بدنام شي، له دوی به څه باج اخلي یا به یې د دندې په اړه کومه هوکړه ورسره کړي وي.

دا ومنئ چې د مسلکي، پیاوړو او هڅاندو مامورینو او کادرونو غم راسره دی.

تاسو وګورئ هغوی چې د ناسمو معلوماتو، شخصي ستونزو او موقفونو غوښتلو لپاره بد تبلیغات خوروي دلایل یې ولولئ.

که ولیکي چې په فلانۍ اداره او چارواکي کې فساد دی، ترې وپوښتئ څه ثبوت درسره دی؟ که ولیکي چې فلانی شخص له خاورې او ولس سره خیانت کوي، ورته ولیکئ په کومو دلایلو؟ او….

کله چې همدا کسان له پورتنیو پوښتنو سره مخ شول، وبه وینئ چې ځوابونه یې څه ډول دي.

یا به درته ولیکي چې څه یې درته منلي دي، یا به یې ځواب دا وي چې کومه د خپلوۍ رابطه ورسره لرې، یا به درته رانېغ شي ته ولې باور نه کوې؟ نو زه ستا په تشو لیکلو باور وکړم؟!

دا خلک درته څومره ساده ښکاري چې ستاسو په ټولو بدو او ناوړه خبرو به باور کوي یا به یې درسره شریکوي.

تاسو وګورئ اوس څوک د همدې بدو تبلیغاتو ښکار ګرځي؟

هغوی چې سپین خلک دي، هغوی چې په رښتیا غواړي د ولس هیلې ورپوره کړي او هېواد ته افتخارات راوړل غواړي.

دا په هره برخه کې، امنیتي، ملکي او ورزشي ادارو کې.

د اوس لپاره یې ښې بېلګې د افغانستان کرکټ بورډ اداره، د امنیت شورا، جمهوري ریاست او نورو وړ کسانو تر رهبرۍ لاندې ادارو نومونه یادولی شو.

دوی چې غواړي دا ولس ارامي ومومي، د افغانانو پر شونډو مسکا خوره کړي، د پرمختګ اړین ګامونه واخلي، ګاونډيانو ته خپل حدود ور معلوم کړي، نړیوال ته سیاسي، امنیتي، ملکي او ورزشي مدیریت ښکاره کړي طبیعي ده چې د هغوی له خوا به یې د ډول، ډول توطیو او دسیسو د ښکار هڅه کیږي.

فېسبوک یا نوره ټولنیزې رسنۍ د اوس وخت د ناوړه تبلیغاتو رسولو هغه لارې دي چې د خپلو ګټو پالونکي ترې ښه او ژر استفاده کولای شي نو په کار ده چې په کې ډېر محتاطانه مخکې لاړ شو.

دا خبره هم په یاد ولرئ، د منفي تبلیغاتو لیکونکي او ویونکي دومره بې دریځه هم دي که همدا ساعت وروسته یا سبا ورته موقف لاس ته ورغی بیا په ډېرې سپین سترګۍ د هماغه ادارې او مسؤل کس په توصیف نه مړیږي او ته به هم حیران شې چې دا لکه بل څوک یادوي.

یوه خبره، که له پردیو محتاجیو ځان خلاصول غواړئ نو مه پرېږدئ هغه کسان چې د نورو په اشاره او لاسوهنه خپل ویاړونه در خرابوي هدف ته ورسیږي.

همدا مو وخت دی، که مو د رښتینو کسانو ملا ور وتړله، د بدنامه کونکو کسانو خولې مو وربندې کړې او په لیکلو او اوریدولو مو سترګې او غوږونه تړلي وساتل، یقین وساتئ راتلونکی به مو جوړ وي.

خالد افغان


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©