د ورځې خوب ګټې لري که تاوان:ژباړه او زیاتونه: محمدالله آرین
تاریخ: August 29th, 2016, 11:34 am

ډير  وايي چې خوب ګټې لري او په رښتيا هم د ذهني سکون او ستړيا د رفع کيدو په خاطر خوب تر ټولو ډير khobاړین څيز دی خو اوس

اوس نوې څيړنې ښودلې هغه کسان چې د ورځې کيږي نو دا خوب د ګټې پر ځای تاوان ډير لري او لارښونه يي کړي چې نور باید دا خوب ونشي.

د امریکې  د زړه د ناروغیو انستيتوت  په خپل کلني راپور کې چې تازه خپور شوی دی ويلي دي چې د ورځې اوږد خوب ډير خطرناک دی او شونې ده د ورځې خوب کونکي په سنډروم نومې ناروغۍ اخته شي او ددې ناروغۍ په لړ کې په وجود کې ځينې نورې ناروغۍ هم پیدا کيږي چې يوه يي هم شکره يا ډیابيټ ناروغي ده.

دوی په دې څيړنه کې ۳۰۰ زره تنه په بیلابیلو پړاوونو کې کتلي دي او دوی پیدا کړې هغه کسان چې د ورځې تر نيم ساعت ډير خوب کوي دوی تر نورو ډير د شکرې په ناروغۍ اخته کيدونکي دي همدارنګه په څيړنه کې دا هم ويل شوي دی چې د ورځې خوب نه يوازې ستړيا لرې کولای نه شي بلکه ستړيا ډيروي او د اوږده خوب لامل کيږي.

سندروم بیا داسې یوه ناروغي ده چې تر ډيره د زړه ناروغۍ پیدا کوي او په بې ساري ډول په دې ناروغۍ د اخته کس ملا غټيږي، دوينې فشار يي لوړيږي او هم د وينې ټرای ګلسريډ ډيروي.

په دې څيړنه کې څيړونکو ويلي دي هغه کسان چې  د ورځې ډير خوب ورځي دوی متوجې نه دي خو په اصل کې دوی د خوب په يو ډول ناروغۍ اخته دي چې دې کار يي د وجود سيستم ګډ وډ کړی دی او تنفسي ستونزې هم لري.

همدارنګه دوی په دې څيړنه کې ويلي دي چې وجود ته د اکسیجن سم نه رسیدل ددې لامل کيږي چې بدن ته د اکسیجن د نه رسیدو په صورت کې ويده کس ژر ژر را ويښ شي چې دا کار ډير د شپې کيږي او د شپې نامنظم خوب د ورځې د ستړيا او یا خوب د ورتلو لامل کيږي نودوی لارښونه کوي چې د شپې په داسې ځای کې ويده شی چې تازه هوا درته راشي، ځای،بالښت او څملاستل مو باید مناسب وي.

څيړونکي وايي چې د شپې نامنظم خوب او يا په خپل وخت نه ويده کيدل ددې لامل کيږي چې د سټرس ځينې هورمونونه ازاد شي او له همدې امله د بې خوبۍ ستونزه ډيره شي او دا هورمونه په خپل وار سره د زړه د ناروغۍ،تنفسي ستونزو او دوه ډوله ډيابيټ يا شکرې د ناروغۍ لامل کيږي.

دوی لارښونه کوي چې باید د شپې په منظم ډول اوو ساعته یو انسان خوب وکړي او که بیا هم د ورځې د ستړیا احساس کوی او خوب درځي باید ډاکټر ته ولاړشی او ددې ستونزې په اړه د ډاکټر مشوره او ځينې معاینات ډير مهم دي.

هیره دې نه وي چې په افغانستان کې خصوصا په کليوالو سيمو کې غرمنی خوب بیخي ډير او يو ډول د خلکو په عادت بدل شوی دی چې دې خوب يي ژوند ته ډير خطرونه هم پیدا کړي دي او که څيړنه وشي په کلیو کې ډيری په شکره اخته کسانو د ورځې ډير خوب کړی دی.

روغتیاپالان وايي چې هرڅه ته خدای ورکړی وخت باید په پام کې ونيول شي او کله هم کوښښ مه کوی چې د بدن په الهي قدرت جوړ شوی مهال ويش له قصده ګډ وډ کړی بلکه کوښښ وکړئ هرڅه مو منظم او له اړتيا سره سم عيار وي.

ياده دې وي چې ورځ د کار او شپه د خوب وي خو ځينې خلک چې د ورځې ډير خوب کوي د شپې تر ناوخته خوب نه ورځي یا ځينې چې د ورځې کوم کار نلري نو د شپې تر ډيره ويښ پاتې کيږي او ورځ بیا په خوب تیروي چې دا کار يی راتلونکې ته ډير خطرناک دی.

څيړونکو دا هم ويلي دي چې د شپې لخوا له ځانه د موباييل لرې کيښودل او د ګرځنده موباييل د وای فای بندول هم باید هيڅوک هیر نه کړي ځکه د انسان بدن په خپله يو مقناطیسي ماشین دی چې د ځينو شعاعو په راتګ سره د دماغي او یا زړه د حملې لامل کيږي نو که غواړۍ ارام خوب وکړئ ټول الکټرونيکي وسايل خصوصا موباييل له ځانه لرې کيږدۍ، ارام ويده شی، دتوشکې او بالښت تناسب مه هيروئ څو مو ورځ هوسا او په آرامه تیره شي.


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©