د ولسمشر لومړي مرستيال لا هم خپل شته رسما نه دي ثبت کړي
تاریخ: January 4th, 2017, 6:02 pm

fasadافغان ځواک: له فساد سره د مبارزې ادارې نن د نيږدې ديرشو لوړپوړو دولتي کسانو نومونه رسنيز کړي کومو چې لا هم خپل شته نه دي ثبت کړي.

په دې منځ کې اتلس د وزارتخانو د مسولینو تر څنګ د ولسمشر لومړی مرستیال او پنځلس والیان هم شامل دي.

د دولتي کسانود شتو د ثبت په لړ کې له فساد سره د مبارزې ادارې د هغو کسانو نومونه رسنيز کړي دي چې تر اوسه يي خپل شته نه دي ثبت کړي.

ددې ادارې د شمېرو له مخې:

  • عبدالرشيد دوستم د ولسمشر لومړی مرستيال
  • عبدالله حبیبي د ملي دفاع وزیر
  • محمدخان د اجرائيه رياست لومړی مرستیال
  • محمد معصوم ستانکزی د ملي امنيت لوی رئيس
  • اجمل عبيد عابدي.
  • اديب فهيم
  • مسعود اندرابی
  • احمد جاويد طاهري د اراضۍ دخپلواکې ادارې مرستیال
  • محمد عالم اراده د اراضۍ د خپلواکې اداري مرستيال
  • محمد ولي شيرزی د فوايد عامې وزارت مرستيال
  • غزال حبیب يار د کانونو وزارت مرستياله
  • عبدالرحمن صلاحي د فوايد عامې وزارت مرستيال
  • ميراحمد جاويد د کانونو وزارت مرستيال
  • جاوید احمد قايم له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستيال
  • سيد فيصل حيسني له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستيال
  • نثار احمد صديقي د چارو ادارې مرستيال
  • محمد اکبر احمدي د ښارجوړونې وزارت مرستيال
  • ويس احمد برمک پيښو ته د رسیده ګۍ په برخه کې د دولت وزیر

دا د هغو اتلس ګونو وزارتونو مسولین دي چې تر اوسه يي خپل شته نه دي ثبت کړي.

په دې منځ کې د پنځلس ولايتونو والیانو هم خپل شته نه دي ثبت کړي.

  • الياس وحدت د پکتيکا والي
  • بسم الله افغانمل د زابل والي
  • سيد محمد خالد د کاپيسا والي
  • عطامحمد نور د بلخ سرپرست
  • سيد انور سادات د فارياب والي
  • کریم متين د غزني والي
  • حافظ عبدالقيوم د نورستان والي
  • احمد فیصل بیکزاد د بدخشان والي
  • احمد فیصل نیکزاد د بدخشان والي
  • اسدالله عمرخيل د کندز والي
  • عبدالستار بارز د بغلان والي
  • زلمی ويسا د پکتیا والي
  • همایون عزيزي د کندهار والي
  • نذير احمد د ارزګان والي
  • پوهنمل حکم خان حبيبی د خوست والي

دا هغه کسان دي چې امتيازات يي ځنډول شوي دي.

خو ولسمشر ماڼۍ تر دې مخکې ويلي وو چې  هغو چې خپل شته يي نه وي ثبت کړي امتيازات به يي وځنډول شي.

خو پوښتنه داده چې ولې دولتي کسان نه غواړي خپل شته ثبت کړي.

ډيری شنونکي وايي چې ځينې ددې لپاره چې ورځنۍ غلاوې يي افشا نه شي نه غواړي خپل شته ثبت کړي.

ددې کسانو نومونه په داسې حال کې رسنيز کړي دي چې تر دې دمه ۷۹۷۹ دولتي لوړوپوړو کسانو خپل شته ثبت کړي دي.


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©