د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو نيټه ډاګيزه شوه
تاریخ: January 18th, 2016, 6:28 pm

yousuf noristanayافغان ځواک: د ټاکنو کميسیون تیره اونۍ ويلي و چې دوی به ډير ژر د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنوږ د کيدو نيټه مشخصه کړي.

ددې کمیسیون رئيس يوسف نورستاني او غړو يي نن ياده نيټه ډاګیزه کړه.

نورستاني نن په خبري ناسته کې وويل چې ټاکنې به د ۱۳۹۵ کال د تلې د مياشتې په ۲۴ نيټه ترسره شي.

نوموړي د مرغومي په اته ويشتمه نيټه په خبري ناسته کې وويل چې دوی له تیرو ټاکنو درسونه زده کړي دي او کوښښ کوي چې راتلونکې ټاکنې رڼې وي.

نوموړي په خپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل چې باید په ټاکنو کې ورسره مرسته وکړي.

نورستاني نن يو وار بیا وويل چې د ټاکنو لپاره د نړۍ والې ټولنې مالي ملاتړ، امنيت او د رايه ورکونکو شمېر ډير مهم دی.

خو د نوموړي تر اعلان څو شيبې مخکې اجرايه رياست د وزیرانو شورا په ناسته کې وويل چې د ټاکنو نيټه به نوی کميسيون ټاکي او هم به يي نوی کميسيون مديريت کوي.

خو دا چې اوس اوس ويل کيږي د غوراوي کميټې کارونه هم ټکني شوي دي او نيټه هم اعلان شوه راتلونکي اقدامات به څه وي وخت به يي ځواب و وايي.

افغان ځواک ـ کابل


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©