د ولسي جرګې او ولسواليو ټاکنې به راتلونکی دوبي ته وشي
تاریخ: December 29th, 2015, 4:12 pm

افغان ځواک: تر ډيرو خبرو وروسته نن افغان ولسمشر روښانه کړه چې د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو ټاکنې به په راتلونکي دوبي يا د مني په سر کې 1913942_911274402282136_5924387825253718992_nوشي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:« افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني وویل، حکومت د راتلونکي کال د اوړي او مني تر منځ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو ته تیار دی او د قانون له مخې د ټاکنو د ترسره کېدو د دقیقې نېټې ټاکل د ټاکنو د خپلواک کمیسیون صلاحیت دی، چې هغوی به یې مشخص کړي.»

د خبرپاڼې له مخې: ولسمشر دا موضوع نن سهار د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون او د غوراوي کمېټې له غړو سره په جلا کتنو کې بیان کړه. جمهور رئیس د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون وروستی راپور واورېد او له غوراوي کمېټې څخه یې وغوښتل، چې د اجراتو پرمهال د  یادکمیسیون وړاندیزونه په پام کې ونیسي.

محمداشرف غني وویل، په ولایتونو کې له بېلابېلو اقشارو سره له پراخو مشورو وروسته یې تصمیم نیولی دی، چې د ولسي جرګې او د ولسوالیوشوراګانو د ټاکنو ترسره کولو پورې ملي شورا (ولسي جرګه او مشرانو جرګه) خپل کار ته دوام ورکړي.

په دې کتنو کې د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرورد دانش او د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود.

د خبرپاڼې له مخې: په همدې ترتیب د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړی کمیسیون چې کار یې نن پایته ورسېد، د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره  وروستی راپور  او خپل وړاندیزونه جمهور رئیس ته وړاندې کړل.

ويل کيږي وروسته ولسمشر د غوراوي له کميټې سره هم کتلي دي او ددې کميټې غړو سره په کتنه کې  يي وویل:« تاسو کولی شئ چې سر له نن څخه خپل کار رسماً پیل کړئ. جمهور رئیس غني ټینګار وکړ، چې د کمېټې غړي باید په پوره استقلال د قانون مطابق عمل وکړي او په خپلو اجراتو کې د شایستګي اصل په شفافه توګه رعایت کړي.»

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©