د ټاکنو کميسيونونو نویو غړو نن لوړه وکړه
تاریخ: November 22nd, 2016, 5:30 pm

افغان ځواک: د ټاکنو کميسيونونو نويو غړو ته نن په ارګ کې د نيول شویو مراسمو په لړ کې قسم ورکول شو15178289_1137038863039021_6731854505891337849_n.

د لوړې په مراسمو کې د ولسمشر محمد اشرف غني تر څنګ يو زیات شمېر دولتي چارواکو هم ګډون کړی وو.

تر خبرو وروسته اوو تنه د دوو میرمنو په ګډون د ټاکنو کميسيون غړي او پنځه تنه د ټاکنیزو شکايتونو د اوريدو کميسيون د غړو په توګه غوره شول.

په دې کسانو کې:
نجیب الله احمدزی

عبدالقادر قریشی

ملیحه حسن

وسیمه بادغیسی

معاذالله دولتي

رفیع الله بیدار

گلاجان عبدالبدیع صیاد د ټاکنو کميسيون د غړي شول.

همدارنګه:

غلام دستگیر هدایت

عبدالبصیر فایز

علي رضا روحاني

حمیرا حقمل

او عبدالعزیز آریایي د ټاکنیزو شکايتونو د اوریدو کميسيون غړي وټاکل شول.

هیره دې نه وي چې ددې کسانو پر يو ويشت کسيز نوملړ باندې تر دې مخکې يوې کميټې هم څيړنې کړې وې او ولسمشر په خپلو خبرو کې وويل چې راتلونکې ټاکنې به ډيرې رڼې وي.

افغان ځواک ـ کابل


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©