د ټاکنو کميسيون رئيس له خپلې دندې استعفا وکړه
تاریخ: March 26th, 2016, 6:23 pm

breakingnewsافغان ځواک: د ټاکنو کميسيون رئيس يوسف نورستاني له خپلې دندې استعفا کړې.

باوري سرچينو افغان ځواک ته ويلي دي چې نورستانی له خپلې دندې لاس په سر شوی دی.

تر دې دمه په دې اړه نور جزييات نه دي ورکول شوي خو ويل کيږي تر ډيره سياسي فشارونه ددې لامل شوي دي څو نورستانی له دندې لاس په سر شي.

ويل کيږی ولسمشر محمد اشرف غني هم د ښاغلي نورستاني استعفا منلې ده.

د تیر کال تر ټاکنو وروسته دا د ټاکنو کميسيون دوهم چارواکی دی چې د سیاسي فشارونو له امله استعفا ته اړ ويستل کيږي.

تر دې مخکې د ټاکنو کميسيون د دارالانشا رئيس ضياالحق امرخيل هم د عبدالله عبدالله  د ټاکنیز ټيم تر ناندریو وروسته له خپلې دندې لاس په سر شو.

نوموړی په داسې حال کې له دندې لاس په سر شو چې نوموړي ته ځينې منسوب شوي مصنوعي غږونه دعبدالله ټيم رسنیز کړل چې د دوی په خبره د دارالانشا رئيس په ټاکنیزو درغلیو کې لاس لرلی دی.

ضياالحق امرخيل پر ده ټول لګول شوي تورونه بې بنسټه بللي وو او نوموړي څو وارې په ډاګيز ډول ويلي وو که څوک يي پر ضد ثبوت لري دی تیار دی چې ځواب يي و وايي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©