د پوتين پټه کورنۍ باالاخره راښکاره شوه
تاریخ: October 6th, 2016, 6:12 pm

افغان ځواک: په روسيه کې په تیرو څو کلونو کې د پوتين او يوې پیغلې تر منځ د پټې يارانې خبرې لويديځو رسنیو را پورته کړې وې782360.

له همدې امله د پوتين او پخوانۍ ميرمنې تر منځ اړيکې دومره خرابې شوې چې سره بیل شول.

تیر کال  دا ښکلې پيغله لومړی وار د سوچي په لوبو کې را ښکاره شوه.

لويديځې رسنۍ چې ډيرې ځيرکې دي د نوموړي په ګوته يي د کوژدې ګوتمه يا چيله وليده.

اوس اوس نوموړي اوس اوس په مسکو کې د المپيک لوبو د اتلولې په لړ کې را څرګنده شوې.

ويل کيږي نن هم په لويديځو رسنيو کې دا پوښتنه ډيره شوې وه:« دا دپوتين هغه پټه کورنۍ ده.»

روسني رسنیو لومړی وار تاييد کړې چې دا د پوتين هغه میرمن ده چې څوکاله يي ورسره پټه يارانه لرله.

خو رسنیو د هغه لس کلن تنکي ځوان په اړه څه نه دي ويلي چې له میرمنې الينا کبايوه تګ سره وو ځکه ياد تنکی ځوان دې ته ډير ګران وو او تر پايه يي ورسره د مور په څيرې لوبې کولې.

لويديځو رسنیو ويلي دي چې دا تنکی ځوان د پوتين او ميرمن الينا د پټې يارانې محصول دی او د روسيی د اوسني ولسمشر زوی دی.

پخپله الینا خبرې نه دي کړي بلکه له لوبغاړو سره يي انځورونه اخيستي دي او پټه خوله بیرته هغې ځانګړې ماڼۍ ته ستنه شوې چې دا پکې ژوند کوي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©