د کابل په ښار کې ښخ شوي ماين د ولسي جرګې غړی ټپي کړ
تاریخ: December 28th, 2016, 5:08 pm

15741195_10211913485971355_4646510422976770765_nافغان ځواک: نن سهار مهال د کابل په ښار کې په ښخ شوي ماين کې د ولسي جرګې غړی فکوري بهشتي ټپي شو.

ياد ماين چې په پلچک کې ښخ شوی وو د بامیانو د استازي یو ساتونکی پکې وژل شوی دی.

په سيمه کې عيني شاهدان وايي چې بهشتي ملي شورا ته پر لاره وو چې ماين پرې وچاوديد.

یاده دې وي چې دا په تیره اونۍ کې د ملي شورا پر غړو دوهم بريد دی.

تر دې مخکې د ولسي جرګې د بل غړي معلم ميرولي پر کور هم طالبانو تروريستي بريد کړی وو.

پرون د ملي امنيت لوی رئيس محمد معصوم ستانکزي وویل چې ددې بريد پلان د پاکستان په یوه مدرسه کې جوړ شوی وو.

د معلم میرولی کورنۍ هم ياد بريد د پاکستان د استخباراتي ادارې يا ای اس ای کار وباله.

ترهګرو په ياد بريد کې د معلم میرولي د کورنۍ اته غړي چې ماشومان هم پکې وو شهيدان کړل.

افغان ځواک ـ کابل


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©