د کرينې کپور د زوی پر نوم په هندوستان کې ناندرۍ
تاریخ: December 21st, 2016, 6:55 pm

585a2b189ee44افغان ځواک: هندي رسنیو ويلي دي چې د هندي سينما وتلې لوبغاړې کرينه کپور مور شوې ده.

کرینه کپور او خاوند يي سيف علي خان پر دې ماشوم د تيمور علي خان نوم ايښی دی.

خو دې نوم په هند کې په ټولنيزو پاڼو کې ناندرۍ را پورته کړي دي او ډيری هندوان وايي چې دوی ته دا نوم د منلو نه دی.

تيمور چې په ګوډ تيمور مشهور دی د مغلي پاچاهانو د لړۍ هغه څوک وو چې په هندوستان، افغانستان او ایران کې يي يو زيات شمېر وګړي له تورې تير کړي دي.

هندوان وايي چې د تيمور نوم په هندوستان کې د وحشت نوم دی.

تيمور چې د مغلي چنګيز لمسی دی په هندوستان کې ورته د وينه تویونکي پادشاه نوم ورکول شوی دی.

تيمور په څوارلسمه پيړۍ کې د ځينو سیمو د نيولو په خاطر د ډيرو انسانانو وينيي تويي کړي دي.

ياده دې وي چې دې کار د ټولنيزو پاڼو هندي کارونکي پارولي دي ځينو خو لیکلي دي چې پوره اوو پيړۍ وروسته دې نوم يو وار بیا په هند کې تويي شوې وينې هندوانو ته ور يادې کړې.

خو د کرينه کپور کورنۍ په دې اړه چوپه ده او هيڅ غبرګون يي نه دی ښودلی.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©