د کندهار برید آی اس ای پلان کړی وو او طالبانو وکړ
تاریخ: January 11th, 2017, 6:06 pm

raziqافغان ځواک: د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق وايي چې د کندهار وروستی بريد آی اس ای پلان کړی وو او حقاني شبکې وکړ.

د کندهار امنیه قومندان وايي چې دا بريد په پوره مهارت سره ترسره شوی دی.

نوموړی وايي چې ددې برید موخه د دې ولایت مسولین وو خو دوی کوښښ کوي چې ددې برید کونکي ونيسي.

یاده دې چې نن ددې پيښې د څيړنې په خاطر د ولسمشر له امر سره سم د امنيت شورا مرستيال کندهار ته سفر کړی دی.

په پروني بريد کې د اماراتو سفير جمعه الکعبي او د کندهار والي ټپيان شول او د والي مرستيال خدای بښلی شمسي پکې شهيد شو.

ددې پيښې ټول قربانيان دوه ويشت تنه دي چې يولس شهيدان دي او یولس نور پکې ټپيان شوي دي.

یاده دې وي چې په دې خونړۍ سه شنبه کې په کندهار، هلمند او  کندهار  لسګونو هیوادوال د ترهګریزو بریدونو شاهدان شول.

افغان ځواک ـ کندهار


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©