د کندهار د هوايي ډګر پر کارکونکو بريد کونکي نيول شوی
تاریخ: January 2nd, 2017, 6:35 pm

15726847_750813355072417_8119855747239006460_nافغان ځواک: په کندهار کې تيره اونۍ د هوايي ډګر پر ښځينه کارکونکو بريد کونکي نيول شوی دی.

دا بريدګر چې درې تنه وو تر نيول کيدو وروسته نن رسنیو ته وښودل شول او په خپل کړي جرم يي هم اعتراف کړی دی.

د کندهار د امنیه قومندانۍ د امنيت آمر رحمت الله اطرافي وايي چې نيول شویو دریو تنو هر يوه هدایت الله مهشور په پهلوان، تاج محمد او جمعه خان چې په کوچني طالب مشهور وو نيول شوي دي.

نوموړی وايي چې دې کسانو د طالبانو مبارکشاه نومي قومندان ته کار کاوو او په ورته غلچي بريدونو کې يي لاس درلود.

نوموړی هم وايي چې نيول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

ياده دې وي چې د کندهار د هوايي ډګر يادې ميرمنې تیره اونۍ په موټر کې دندې ته پر لاره په نښه شوې او په شهادت ورسيدې.

افغان ځواک ـ کندهار


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©