د کورنیو چارو پخواني معينان رسما ممنوع الخروج شول
تاریخ: January 2nd, 2017, 6:15 pm

افغان ځواک: د ولسمشر له امر سره د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم پخواني معينان چې له ۱۳۹۱ تر ۱۳۹۴ کال پورې يي دندې کړي دي تر بیا او بل امر loy saranwaliپورې له هیواد څخه نشي وتلی.

لويه څارنوالۍ هم وايي چې دوی په دې اړه پلټنې پيل کړي دي.

لويه څارنوالۍ وايي چې له پخوانيو معينانو غوښتنه شوې څو دې ادارې ته د پلټنو په خاطر ورشي.

ددې وزارت پخوانی مرستیال مجتبی پتنګ چې په ممنوع الخروخ شویو کسانو کې يي نوم دی وايي چې دی تيار دی په دې اړه  د پلټنو په خاطر لويې څارنوالۍ ته ورشي.

ولسمشر په دې هدايت کې امر کړی دی چې په تیرو لسو کلونو کې ټول تدارکاتي کارکونکي دې هم له دندو لرې او پر ځای دې نوي کسان وګمارل شي.

خو مجتبی پتنګ وايي چې دی يوازې دوه میاشتې د عامه نظم مرستيال پاتې شوی دی او هيڅ ډول تړون نه دی شوی بلکه په پاليسيانو کار شوی دی.

جميل جنبش او جمال ناصر صديقي دوه نور معينان دي چې د دوی په وخت کې زرګونو ميله وسلې او مخابرې را ټولې شوې وې او اوس مهال يي يوه هم نشته دي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©