د کيم کارداشیان د ميلیونونو ډالره سره زر غلو يو وړل
تاریخ: October 3rd, 2016, 5:31 pm

افغان ځواک: وتلې امریکايي موډلې کيم کارداشيان په وروستیو کې فرانسې ته سفر کړی وو خو هلته پرې ناپيژاندو وسله والو برید کړی دی او د ميلیونونو ډالرو سره زر يي ترې وړي دي kim.

د رویټرز خبري سرچينې ويلي دي چې بريدکونکي پنځه تنه وو او د پولیسو جامې يي پر تن کړې وې.

په دې پيښه کې کاردشیان ته کوم زیان نه دی رسيدلی.

د  نوموړې خاوند کاني وست ويلي دي چې دوی په نيويارک کې هم يو کسنرت ته ور بلل شوي وو خو دا چې کارداشيان شوک لیدلی دی دا پروګرام لغوه شوی  دی.

ويل کيږي پر نوموړې بريد هغه هوټل ته نيږدې شوی دی چې نوموړې پکې ژوند کاوو.

کارداشيان د روانې اونۍ په لړ کې پاريس ته تلې وه څو د موډ په اونۍ کې ګډون وکړي خو کله چې د شپې ناوخته خپل استوګنځای ته پر لاره وه بريد پرې شوی دی.

ويل کيږی پر نوموړې په ۲۰۱۴ کال کې هم ورته برید شوی وو.

ويل کيږي د کارداشيان د کورنۍ پاريس ډير خوښيږي او تر واده مخکې يي پوره اونۍ په ياد ښار کې تیره کړې وه.

لا روښانه نه ده چې له نوموړي سره يي درې کلنه لور نورد او لس مياشتنی زوی  سنټ هم وو کنه.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©