رمونږ په اړه
تاریخ: January 4th, 2013, 11:03 am

افغان ځواک چې د نړۍ جال يا انټرنيټ پر څپو پښتو  نړۍ ده. د هيواد د يو وتلي شخصيت له لوري یې په کار پيل وکړ. زموږ کاري پيل د ۱۳۹۱ کال چې د ۲۰۱۲ زيږديز کال سره سمون خوري پيل شو.

ددې سړي هیلې بيخي ډيرې دي او هيلې یې يوازې او يوازې افغانانو او په ځانګړي ډول پښتو او پښتو ته خدمت دی. له دې هيوادپال شخصيت سره موږ ډير وخت کيږي چې بلد شو، خو دی نه غواړي خلکو ته د خدمت له لارې ځان ته ښه نوم وګټي. نوموړی تل ټينګار کوي چې بايد کار وشي او خلکو ته د خدمت په نوم بايد امتياز وانخيستل شي. د نوموړي ډيرې نورې هيلې هم شته دي خو خدای دې وکړي چې د افغان ځواک کاري ټيم څه ناڅه به رسنيز ډګر کې د مظلوم اکثريت دا غږ پورته کړای شي.

اوس اوس چې افغان ځواک په خپرونو پيل کړی دی په راتلونکې کې يوه اف ام راډيو هم غواړي په ډير ولايتونو کې فعاله کړي چې تخنیکي چارې یې روانې دي.

ښه به وي چې د خبر، ليکنو او نورو مطالبو په برخه کې له موږ سره مرستې وکړۍ.

هغه ملګري چې په ولايتونو کې له نورو رسنيو سره کار کوی که چیرې غواړي له افغان ځواک سره په فري لانس ډول کار وکړي، نو افغان ځواک یې د مرستو هرکلی کوي، او دوی ته به د ژور ناليزم په ډګر کې د ډيرو آسانتياوو، کوروسونو او نورو خدماتو موکه برابره کړي. همدارنګه هغه ژورناليستان چې اوس مهال له موږ سره په فري لانس ډول کار کوي، کله چې راډيو جوړيږي په اړوندو ولايتونو کې به دوی ته لومړيتوب ورکول کيږي
هيله من يو چې په هره شونې برخه کې له موږ سره خپلې مرستې ونه سپموۍ. ځکه هغه وايي چې يو لاس څخه ټک نه خيژي.

افغان ځواک مو هر ډول نيوکې، اندونه او ليکنې په ورين تندي مني.

همدارنګه افغان ځواک ولسي ژورناليزم ته وده ورکول غواړي، که تاسو غواړۍ په خپله اړونده سیمه کې زموږ خبريال شی، نو د مهرباني له مخې په لاندينو شمېرو مو د اړيکو او يا لنډليکلي پيغام له لارې هم لنډ خبر را استولای شی، نور نو د خبر کره والی او په اړه یې د چارواکو اند مالومول د افغان ځواک کار دی.

موږ ځکه تر راډيو خپله ويبپاڼه وړاندې کړه ترڅو په اړه یې ستاسو اندونه، مرستې او نيوکې د لا سمون په موخه له ځان سره ولرو، که تاسو موږ ته هر ډول موضوعات چې کره وي را واستوی ستاسو هويت به د تل لپاره له افغان ځواک سره پټ پاتې شي. افغان ځواک يوازې د هيواد ملي ګټو، اسلامي عقيدې او افغانيت ته ژمن دی.

د بيان آزادي د افغان ځواک شعار دی، په دې هيله چې له افغان ځواک سره د لوستونکو، ليکونکو، خبريالانو په توګه خپلې مرستې ونه سپموۍ.

له موږ سره د اړیکو پتې:

بريښناليک:

Afghanzwak.com@gmail.com

په درنښت د افغان ځواک رسنيز ډګر نشراتي څانګه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©