روسيه او پاکستان د بشريت دښمنان دي، افغانان باید ويښ وي
تاریخ: January 2nd, 2017, 6:42 pm

taliban-and-russiaافغان ځواک: ولسي جرګې په ننۍ ناسته کې وويل چې ګاونډي هیوادونه او روسيه راتلونکي کال ته په نښته کې طالبان کاروي.

ددې جرګې رئيس په دې برخه کې د حکومت پر چوپتيا نيوکې وکړې او ويي ويل چې دا کار د انديښنې وړ دی او حکومت هيڅ هم نه وايي.

نوموړي وويل چې خلک په دې اړه ډيرې پوښتنې لري چې حکومت يي باید ځواب کړي.

دوی وايي حکومت دې دې ډول کړنو ته اجازه نه ورکوي بلکه افغانستان باید وژغورل شي.
د ولسي جرګې يو بل غړي نذير احمد حنفي بیا وويل چې  پاکستان او روسیه د بشريت دښمنان دي.

نوموړی وايي چې د بشريت همدا دښمنان بیا افغان ولس ته سره يو ځای شي او ملت يي باید پر وړاندې ويښ و اوسي.

دا انديښنې په داسې حال کې رسنيزې شوي دي چې اوس اوس پاکستان طالبان رسما په روسانو پلورلي دي.

افغان ځواک ته را رسيدلی سند ښيي چې دوه اونۍ مخکې د طالبانو يو پلاوی روسيي ته تلی دی او روسيي د پاکستان په حقانيه مدرسه کې د مولانا سميع الحق په شتون کې هوکړه کړې چې د هرې مياشتې په پای کې به طالبانو ته وسلې او پيسې ورکوي.

ويل کيږي هوکړه د اوکوړه خټک په حقانيه مدرسه کې شوې چې پنځه روسانو، مولانا فضل الرحمن،سميع الحق،طالب مشر هبت الله او مرستيال يي سراج الدين حقاني هم پکې ګډون کړی وو.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©